پکول هغه وړین جامه ده چې نن سبا یې ډېر خلک په شوق اویا د ضرورت له مخی په سرکوي. وړین پکول اوس دهېواد دډېروخلکو دجامو یوه برخه ګرځېدلی ده.
پکول په کارولو کې دهغه د اسانتیاو له مخی، ترډېره دمنلو وړ ده. په سرکول یې اسان دی. له سړښته سرګرم ساتی، دلمر له تودوخی هم سرخوندي ساتي. تودوخه یې طبیعي ده، چې یو ځل را غونډ شي ، ترډېره دوام کوي، خو مینځل یې لږ پام غواړي.
پکول چې له وړین ټوکر څخه جوړېږی، تاریخي پلوه دبلورستان خلکو جامه ده. دبلورستان تاریخي سیمه، له کشمیره څخه دنورستان ترلویدیځ، دپنجشیر ترپولی پوری، امتداد درلود. دغه جغرافیایی سیمه چې غرنی او په لوړه کې پرته ده،او هوا یې هم سړه ده، اوسېدونکي یې تل وړینی جامی اغوندي . وړین پکول، وړینه کرتئ ، وړین پتلون، وړینه چپنه او وړینه پایتاوه، دهغوي عنعنوي جامی دي. لکه چې اوس هم دغه شان جامی په دغو سیمو کې شته دي.
په کشمیرکی خلک په ژمي کی اوس هم لوي وړین کمیس په تن کوي. په چترال کی له پکول برسېره، وړینه چپنه اوس هم ښه ډېر استعمالېږي. په نورستان کی تردا څوکاله وړاندی د تن هره جامه وړین وه. همدا راز په بدخشان ،پنجشیر او ان سالنګونو کی خلک اوس هم په ژمي کی وړین کوټونه او پتلونونه اغوندي.
د ۱۳۵۷ کال له پېښو مخکی، دنورستان او چترال خلک په ښارونو کی دپکول له مخی پېژندل کېدل، او پکول ددوي د پېژندنی له پاره یوه ښه نښه وه.
دجهاد په کلونو کی، پکول دخپل رنګ او تود والی اوپه استعمال کی د اسانتیاو له امله، د مجاهدینو د پام وړ وګرځېد . پکول په جهاد کې له پګړئ او سپین خولی څخه په دی ښه وو، چې یو خو د ستر او اخفا له پاره، اوبل لکه چې وویل شو، د تود والی له مخی یې هم ښه والی درلوده. په دي وجه ډېر ژر د ډېرو مجاهدینو اوجنګیالو چی په غرونو او تړو کی یې شپی سبا کولی،پام ځانته را واړاوه.
پکول په لومړي ځل د نورستان له مجاهدینو څخه دپنجشیرمجاهدینو ته، احمد شاه مسعود انتقال کړ. دا هغه وخت و چي نوموړی دنورستان مجاهدینو په پکول او په هغو وسلو سمبال کړ، کوم چی دنورستان مجاهدینو د حکومتی قواو څخه ولجه کړي و. وروسته پکول نورو شمالی سیمو ته خپور شو او د جهاد په کلونو کې دافغان جنګیالو او د جهاد سمبول په توګه ډېر مشهور او ټوله دنیا په دغه هویت وپېژاند.
که اشتباه مي نه وي کړی ، په څلوېښتمو کلونو کی یو ګوند، پکول، کمیس، پرتوګ، واسکټ ا وڅپلئ د ملي جامو په ټوګه معرفي کړي وو.نن دجامو دغه ترکیب، د ډېرو کسانو په تن کی لیدل کېږي. دا ښيي چې دغه ترکیب دخلکو دخوښی ترکیب ده.
پخوا دهېواد په کچه پکول په نورستان کی په عام ډول کارول کېده او دهرسړي به په سر وو. دوي دپکول وړين ټوکر له چتراله وارد او په کلیو کی يی ورڅخه پکولونه ګنډل، خو دجهاد په کلونو کی چې پاکستان ته دخلکو تګ او راتګ ډېرشو، نو عموماً خلکو تیار پکولونه دچترال اوپیښور له بازارونو ترلاسه کول. په دي توګه په سیمه کی محلی کار او بار ته یې سقوط ورکړ.
اوس له ښه مرغه، دغه ابتکار دکونړ خلکو په لاس کی اخستی ده. اوس په کونړ په تېره د اسعد آباد په ښارکی، ډېر دوکانونه اباد، رنګ رنګ او ښایسته پکولونه پکی جوړ، او دهېواد ټولو بازارونو ته استول کېږي. نه یوازی پکولونه، بلکی په بیلا بیلو ډیزاینونو او انداز کی ښایسته وړین واسکټونه او وړینی کرتئ هم جوړېږي ،چی د ډېرو خلکو خوښ دي. له هغه ور اخوا، له لېری لېریو سیمو او ولایتونو څخه، ورته فرمایشونه رسېږي.
خو هغه کمي چی په دغه تود کاراوبار او بازار کی ترسترګو کېږي هغه دا ده، چې لاهم د کونړ دغه مشهور صنعت او مارکېټ، دخامو موادو له مخی د چترال ،پیښور او لاهور په فابریکو او مارکېټونو پوری تړلی ده. کاشکی دغه صنعت په هرلحاظ یعنی دخامو موادو له پلوه هم په ځان بسیا شوی وای.
دګران هېواد هوا سړه ده، ګرمو پکولونو، واسکټونو، کرتیو او چپنو ته به ترډېره، او په ډېرو سیموکی ضرورت دوام ولري. که چیری ددغه صنعت ټوکر په هېواد کی توليد شي، دا صنعت به لا پراخه او رنګینه شي، او ډېرو خلکو ته به پکی کار او روزګار پیدا شي.
خود پام خبره داده چی نن پکول کله سیاسی او کله هم د ډېرو جنایت کارانو په سر ده. پخوا دنورستان اوبلورستان خلکو د تن د جامو یوه برخه وه، خو نن سبا د داسی خلکوهم جامه ګرځېدلی ده چی هرډول ظلم او جنایت کی لاس لری، اود هغو د بد کارونو په وجه پکول هم د ځینو خلکو له پامه ښه نه اېسی. کله خو ځینی داسی انګېری چی ګنی پکول ددوي دنیکونو نیکونوجامه ده.
ښکاره خبره داده چې پکول د یو جامه په توګه د هر چا حق ده چی ولري او په سر یې کړي. خو دپکول اصلي ځای معلومه ده. هره جامه خپل د ابداع ځای لري. مثلا: خامک دکندهار خلکو هنر او صنعت دی. پوستین د غزنی خلکو صنعت او هنر و، څپلۍ د پيښور مشهوری دي. خو که ښه څپلۍ په بلخ کی جوړېږي، دا نشی ویل کېدای چی ووایو څپلۍ د بلخ اصلي صنعت دي.
همدا رنګه باید ووایم چی پکول د بلورستان خلکو جامه او صنعت ده. خو په افغانستان کی دا جامه نورستاني خلکو ته د نیکونو ورپاتی جامه ده.


