نورستاني ژبه د افغانستان له دریمو ژبو څخه یوه ده، چې په نورستان ،کونړ اولغمان په ولایتونو کې پرې خبرې کیږي.
نورستاني ژبه څلورڅانګی لري چی د کتي یا کته ویري، کلښه الا، اښکونی او پارونی په نامه یادیږي . ځینی ژب پوهان تریګامي ژبه دکلښه الا یوه څانګه اوځینی نوربیا، هغه یوه جلا ژبه بولی چی په لغوی لحاظ کلښه الا ته پوره ورته والی لری.
نورستانی ژبه چی پخوا یوه ژبه وه ،د زمانی په تیریدو سره په څلورو ژبو بدل شویده. ژب پوهان دغه ژبی د مشترکو ځانګړنو لرلو له امله د (نورستانی ژبه) ترعنوان لاندی مطالعه کوی.
نورستانی ژبه د ژب پوهانو په حواله د اندو اروپایی Indo -Eropean ژبی د اندو ایرانین یا اندوآریانیIndo - Iranian ژبی دریمه څانګه ده. یعنی داندو ایرانین هغه ژبه چی په بلخ کی ویل کیده، دری څانګی لری . یوه یی ویدی ژبه، دوهمه یی اوستایی ژبه او دریمه یی، نورستانی ژبه ده
ژب پوهانو نورستانی ژبه دبریتانوی هندوستان د ژب پوهانو د څیړنی په بنیاد، د داردی ژبو غربی څانګه بلله. خو کله چی دناروی نومیالی ختیځ پیژندونکی او ژب پوه جورج مورګنسترن په کال ۱۹۲۰ او ۱۹۳۵ کلونو کی په نورستانی ژبو تمرکز وکړ، دوه فرضیی یی را دمخه کړل.
یوه داچی نورستانی ژبه مخکی له هغه چی ویدی او اوستایی ژبی له خپل مورنی ژبی یعنی اندوایرانین څخه راجلا شی، له مورنی تنی، یعنی اندو ایرانین، څخه جلا شوی ده.
دوهمه فرضیه یی دا وه، چی نورستانی ژبه، کله چی ویدی او اوستایی ژبی له خپل موریعنی اندوایرانین څخه جلاشول ، ډیر ژر د ویدی ژبی له تنی څخه راجلا شوی ده.
دنورستانی ژبی په اړه دمورګنسترن دا دوه فرضیی دمیلادی شلمی پیړئ ترشپیتم لسیز پوری په خپل قوت پاتی شول . خوکله چی مورګنسترن د تېری پېړئ په شپیتمه لسیزه کی په نورستانی ژبو باندی یو ځل بیا خپل ساحوی څیړنی پیل کړی، دا یی پخه کړه چی نورستانی ژبه نه په داردیک او نه په ویدی ژبو پوری اړه لری، بلکی د اندوایرانین ژبی دریمه او خپلواکه پښه یا څانګه ده.
دمورګنسترن دا علمی څیړنه نورو ژب پوهانو لکه: بودروس، بن ونیست، ګریونبرګ، الموت دیګنر، ریچارد سترند او نورو ورسره ومنله ،چی ترنن پوری د ژب پوهنی په ډګر کی ،علمی اعتبارلری.
فرانسوی ژب پوه امیل بن ونیست لیکی: که په ټوله کی ووایم ټولی نورستانی ژبی د اندو اروپایی ژبی له کورنی څخه دي. او که په کره توګه ووایم، د اندوایرانین ژبی پوری اړه لري. ځکه چی د ویدی اوستایی دواړو ژبو ځانګړنی پکی، شتون لري.
الموت دیګنر وایی: اوس دمورګنسترن دا خبره منل شوی ده، چی نورستانی ژبه نه داردیک ده اونه په ویدی ژبه پوری اړه لری، بلکی د اندو ایرانین یا اندو آریانی ژبی، یوه مستقله څانګه ده .
فوسمن لیکی چی د نورستانی ژبی ریښه د اندو آرین په عمومی ژبی پوری چی د میلاد څخه دوه زره کاله پخوا شتون درلود، رسیږی.
د مورګنسترن د وروستی نظریی له تایید وروسته، ریچارد سترند چی په نورستان کی اوسیدلی اومستقیم ساحوی څیړنه یی کړی ده ،لیکی چی په نورستانی ژبو کی ځینی داسی ځانګړتیاوی شتون لری چی د اندو ایرانین ژبو په منځ کی خپل ځان اوچت را ښکاره کوی. په دی توګه د نورستانی ژبی عمر،له نن څخه له څلور زره پنځه سوه څخه ترپنځه زره کاله پوری، وړاندی ځي.
لکه چی وویل شو په نورستان کی څلور ژبی شتون لری چی ژب پوهان ددغو ژبو د ګرامری او لغوی برخو ورته والی په پام کی نیولو سره، دا ټول د نورستانی ژبه، ترعنوان لاندی مطالعه کوی.
دزمانی په تیریدو سره یوه ژبه په څلورو ژبو وویشل شوه ،چی نن د کاتی، کلښه الا، اښکونی اوپارونی په نامه پیژندل کیږی. دا هم باید ووایم چی پارونی ژبه له نورو نورستانی ژبو څخه یو څه بیلوالی لری.
کاتی ژبه په کامدیش، برګمتال، دوآب اومنډول په ولسوالیو او کانتیوا په دره کی، کلښه الا د وانت وایګل او دکونړولایت دغازی آباد ولسوالئ په سیموکی، اښکونی د واما او دوآب په ولسوالیو اوپارونی ژبه د پارون په سیمه کی ویل کیږی.
په کال ۱۳۶۶ کی دافغانستان دعلومو اکادمی د ژب پوهانو او د روسی ژب پوه ګریونبرګ په مرسته د نورستانی ژبو له پاره الفبا جوړه شوه اونن موږ له دغه الفبا څخه په ګټه اخیستنی سره په خپله ژبه لیکل کوو او خپرونی لرو.


