د تاریخ په شهادت کله چې مالدارو آریا یانو له میلاد څخه شاوخوا دوه زره کاله دمخه له بلخ څخه د هندوکش جنوب ته په کوچېدو پیل وکړ ، له هندوکش څخه له اوښتو وروسته ،دوي له خپلو مالونواو رمو سره د هندوکش په ختیځو اوجنوبي شنو درو کې، مېشت شول . داښاېسته درې، هغه درې دي چې آریایانو پکې دویدا سندرې ویلي دي . په ویدي آثارو کې د پخوانې آریانا دسیمو، سیندونو او غرونو نومونه راغلي دي . دا په دې مانا ده ، چې دغه سیمې او سیندونه، په خپل وخت مشهور اونومیالي ول.
دریگویدا د ځینو سندروڅخه دآریا یانو د حرکت خوا څرگندېږي . دغه سندرې ښيي چې ویدي قبایل د هندوکش له درو څخه راښکته شوي، اوله هغه ځایه ،د سیندونو طبیعي مجراوې را اخیستې ، ختیځ ، سهېل او سهېل لویدیځ خواته خواره شوي دي . له هغو څخه یوه ډله د کابل سیند او دهغه مرستیال سیندونو په استقامت د تگاب، نجراب او لغمان له لارې و کونړ سیند حوزې ته رسېدلي، اوله هغه ځایه یې ،د سوات سیند حوزې ته ځان رسولی دی.(۱)
په ریگویدا کې ، چې دویدي آریایا نو دېر مهم راپاتې اثر دی ، (راسا) نوم چې د کونړ دسیند آریايي نوم ده ، څوڅو ځله راغلې او دسیندونو په سندرو کې د کابل سیند د مرستیالانو په ډله کې یې هم نوم ذکر شوی دی ، چې په ځینو پخوانیو آثارو کې د خواسپس په نامه هم یاد شوی دی.(۲)
د هېواد نومیالي مورخ ارواښاد احمد علي کهزاد لیکي : د هېواد په ختیځ کې هم ځېنې سیمې او سیندونه شته ، چې په ویدي سندرو کې یې ذکر شوې دی. لکه د راسا سیند ، چې عموماً د کونړ سیند تعبیر شوې دی . د سیندو نو په سندره کې، د راسا سیند د کابل سیند له مرستیال سیندونو څخه گڼل شوې، او موقعیت یې د کابل او سوات د سیندونو ترمنځ ښودل شوې دی.(۳)
په دي توگه ،د کونړ ناوه یوله هغو سیمو څخه ده ، چې آریایان له شمال څخه جنوب ته له کوچېد وروسته، پکې استو گن شوي دي.
کهزاد وړاندې لیکي : داوستايی آثار و له مخې د آریانا خاوره له شپاړسو برخو څخه جوړه وه .د پوهانو په اند ، دغه خاوره تر ډېره هغه سیمې رانغاړي ،کوم چې د هندوکش شاو خوا د آمو ( اکسوس)او سند (اندوس) سیندونو تر منځ پرتې دي .
په دې توگه د افغانستان ټوله خاوره د پخوانې آریانا په غېږ کې راځي . له دې څخه داسې نتیجه اخیستل کېږي چې داوستايی زمانې آریایانو خپل ټاټوبی چې د هندوکش څلورو خواو ته پروت و ، ښه پېژانده .(۴)
مقدوني سکندر د ایران هخا منشي داریوش له ماتولو وروسته په افغانسان یرغل وکړ . له فتوحاتو سره د هندوکش شمال ته واوښت . کله چې په شمالی آریانا کې له فتوحاتو وزگار شو ، ویې غوښتل چې هندوستان هم فتح کړي. ددې هدف د پوره کولو لپاره له پروان څخه د پنجشیر سیند په پل ،تگاب ، نجراب او لغمان ته ورسید. دفوشه په خوله ،سکندرپه لغمان کی د نیکایا یا نیسه nice په نامه ښار ودان او ددغه فتح اوبري په و یاړ یې ،دغه ښارد دیونیزوس، یونانی رب النوع په نامه ونوماوه ،او دبري شکرانه یې دغه رب النوع ته وړاندې کړه .
سکندر په نیکایا کې واورېده، چی د کونړ، باجوړ، سوات او نورو سیمو خلک چې په غرونو کې اوسېږي ، هېڅ چاته د اطاعت او تابعیت سرنه ټیټوي ، ددغو خلکو د لاندې کولو لپاره یې ،خپل لښکر په دوو ډولو ووېشل، چې د لومړی ډلې مشرتوب یې خپله سکندر پر غاړه واخیسته .
سکندر ددغې ډلې مشر،د کونړ سیند( کهویس khoes) په استقامت د کونړ په دره ،د اوسنی چغه سرای(چغتای سرای) په شاوخوا کې ، چې د پېچ درې به خوله کې پروت دی ، د نورستانیانو له نېکونو سره مخامخ شو. وروسته د اسمار شاوخوا سیمو څخه سوات او بونیر ته واوښت اوسند ته ورسید.(۵) خود ارواښاد حبیبي په قول ،سکندرد کونړ او اسمار وادۍ له لارې باجوړ او جندول ته واوښت. (۶) ښکاري چې هغه وخت په دغه سیمه کې سیمه ییز خلک اوسېدل، چې وروسته شمال خواته خواره واره شول.
دنمارکي بشر پېژندونکیو له خپلو څېړنو وروسته لیکلي : له احتمال څخه لرې نه ده ، چې ستر سکندر له کونړ څخه د تېرېدو په وخت کې د پېچ درې په خوله کې ،د پخوانیو نورستانیانو یوه لوي کلې ،اویا یوه پوځی کلا ته اور اچولی وي . ډېر گومان داده، چې د سکندر په زمانه کې ،په همدغه ځای کې چې د چغان غونډۍ ده، او پوځي چوڼۍ لپاره مناسب اوښه شاېسته ځاي ده ، دوه زره څلور سوه کاله و ړاندې دنورستانیانو نیکونه له مقدوني فاتح لښکرو سره جنگېدلی اوپه پاي کې یې ،د دوي قرار گاه ته اور اچولې وي .(۷)
سکندر له کونړ څخه تر باجوړ پورې د افغانانو له سخت مقاومت سره مخامخ شو، او په هغو جنگونو کې چې هلته وشول ، خپله ده دوه ټپونه واخیستل، اونور جنرالان یې هم زخمیان شول .
سکندر له بري وروسته ښار وران او اسیران یې ووژل .(۸) د اوسنی چغه سرای په شاو خوا پروت ښار باندې د جگړې په موده کې کله چې مقاومت ډېر سخت شو ، سکندر پوه شو چې ښار په اسانۍ فتح کېدونکی نه ده ، د ښار چار چاپېره و گرځېد ،ترڅو دننه ښار ته د نفوذ ځای پیدا کړي .
دښار خلک په مېړانه و جنگېدل او سکندر د یوې خونړۍ جگړې په پاي کې، په ښار وروخوت . خلکو ښار پرېښود اووتښتېدل . یونانی لښکرو هغوي پسې واخستل او دخپل سالارد ټپي کېدو په غچ کې ،هر ځوک چې به په لاس ورغلل ، وژل به یې ،او له هېځ ډول بېر حمۍ ځخه یې ډډه ونه کړه . همدارنگه سکندر د ډېرې غوسې له امله ، چې د ښارد خلکو مقاومت له امله ورغلې وه ، امر و کړ چې ښار دې وران کړای شي .(۹)
کله چې سکندر ومړ ، یونانیانو په باختر کې د محلي عناصرو په مرسته حکومت جوړ کړ ، چې د افغانستان په تاریخ کې د یونانیانو باختر حکومتونو په نامه یادېږي . ددغو حکومتونو درېیمې لړۍ وروستۍ باچا هیلیکلیس چې د یونانیانو باختري حکومتونو وروستی باچا و، د هندوکش شمال له پرېښود وورسته، د گندهارا ولایت تر وروستۍ برخې، یعنې ترټیکسلا او جېلم پورې ،خپل واک پراخ کړ . چې په دې توگه په گندهارا کې له بودایي کولتور او هنر سره دیو ناني کولتور اوهنر د گډېدو امکانات رامنځته او دگریکو- بودیک ،یاهندو - یوناني په نامه هنر او صنعت رامنځ ته شو . لکه څرنگه چې د هندوکش شمال په تېره بلخ ،د یونانیانو - باختر هنر مرکز شو ، نوگندهارا هم د گریکو - بودیک یا یونانو - بودیک د هنر او صنعت مرکز وگرځېد.(۱۰)
داسې ښکاري ، چې داشوکا په زمانه کې چې دهندوستان دموریا کورنۍ مقتدره باچا و ، د بودايی دین مبلغین د تبلیغ لپاره ،گندهاراته رارسېدلی او له میلاد څخه دمخه دویمه پېړۍ کې، د هندوکش شمال ته تېر شوی و . په گندهارا او ختیځ آریانا کې له میلاد څخه د مخه درېیمه پېړۍ کې ،دغه دین خپور شوې ، چې وروستې سرحد یې هغه وخت ،د کابل درې پاسنۍ څنډه وه.(۱۱)
څرنگه چې د کونړ وادی د تاریخي گندهارا یوه لویه برخه جوړوله ، دهغه گندهارا چې د گریکو بودیک هنر او صنعت نادر تاریخي آثار پکې جوړ شوي ، نولازمه ده چې دلته د گندهارا په اډانه کې د کونړ تاریخي او فرهنگي موقعیت و څېړل شي . ځکه ددغې څېړنې هدف د تاریخ په څنگ کې ،په کونړ کې دگریکو- بودیک فرهنگي شتمنۍ ته اشاره کول هم ده .
کهزاد لیکلې : تاریخي یا لویه گندهارا یوه شنه وادي ده ، چې د غرونو لمنې یې د هغو ځنگلونو په وجه چې یې لري ، د څاریو د ساتنې لپاره له پخوا زمانو ډېر مساعده او برابره سیمه پېژندل شوې ده . د تاریخی گندهارا د حدودو ټاکل ،کېدای شی گران وي ، خوپه عمومي ډول د کابل له درو څخه تر پېښور پورې سیمه، په غېږ کې رانیسي ، چې د کابل سیند اودهغه مرستیال سیندونه پکې بهېږی . خو کله چې بیا د کونړ وادي د گندهارا د یوې برخې په توگه تر ځېړنې لاندې نیسو ، نوداسې باید وویل شي ، چې د گندهارا دغه وادي ،د جغرافیې له مخې، د هندوکش له جنوبي لمنو څخه نیولې دکامې او جلال آباد تر څنډو پورې رسېده .
د گندهارا د تاریخي تېرو وختونو په اړه باید ووایم ، چې داځمکه د آریایانو اوله هغه وروسته د پاراپارمېزاد یوه برخه وه . کله چې په بلخ کې د سلوکوس نیکاتور په نامه یونانو- باختر حکومت مشرد هندوستان له موریانو سره گاونډ شو او سوله یې ورسره و کړه ، نود آریانا څلور ولایتونه یې چې پارا پارمېزاد هم پکې شامل و ، د هندوستان باچا چندرا گوپتا ته، ورپر ېښودل.(۱۲)
که د اشوکا ډبرینو فرمانونو ته ځیر شو ، د هندوستان موریانو سیاسی نفوذ ساحه ،په گندهارا کې پای ته رسېږي ، چې وروستۍ څنده یې د کابل پاسنۍ درې دي . په دغو ډبر ینو فرمانونو کې د گندهارا اود ځینو نورو سیمو نومونه راغلي دي .
کله چې بودیزم په هندوستان کې خپور شو ، د اشوکا د حکومت په وخت کې ددغه دین مبلغین بهرته د تبلیغ لپاره ولېږل شول . داشوکا په پنځم فرمان کې څوځایه د گندهارا نوم راغلی دی. په دغو کتیبو کې دهغو مبلغینو نومونه هم شته ،کوم چې گندهارا او کشمیر ته د تبلیغ لپاره لېږل شوي و .(۱۳)
ارواښاد میر غلام محمد غبار، چې د تاریخی گندهارا په اړه یې مفصله څېړنه کړې ، د گندهارا د څلور و خواوو په اړه ،داسې لیکي : گندهارا په ختیځ کې له سند ، په لویدیځ کې دهندوکش د غرونو د یوې برخې ( د پغمان لړۍ سره ) په سهېل کې د پاختیا او زابل ولایتونو اوپه شمال کې د بلورستان ولایت ( چترال ، نورستان او پنجشیر ) پورې نښتی و.
گندهارا په پېښور ، اټک ، یوسفزي ، هشنگر ، سوات ، باجوړ ، بونیر ، دیر ، ننگنهارا(د جلال آباد وادي ) ، لمپاکا (لغمان) ، کونړ ، اسمار ، کابل ، لوگر ، وردگ ، کاپیسا باندې وېشل شوي وو.
د گندهارا لوی ښارونه اوکلي، کابل، پخاور (پېښور)، اټک ، نوشهره ، برکي راجان ، جلال آباد ، ترگړي ،مندروړ ، اوچهار باغ(په لغمان کې) ، اسمار ، ښېوه ، شیگي اوچغه سرای( په کونړ کې )، لعل پور ، شب قدر ، کوټ ، دیر ، امبېله ، میان قلعه ، ناوه گۍ اونورو څخه عبارت ول .(۱۴)
دهخامنشي داریوش په وخت کې د گندهارا خلک ،دنداری په نامه یادېدل.لکه چی فرانسوي څیړونکي بیلو لیکلې: په لومړي سر کې گندهاریانو د کابل او سند سیندونو ترمنځ ځمکې د کونړ سیند غرېزو سیمو څخه ترچاگان سرای (چغان سرای یاچغه سرای) اود دوما دغرونو لړۍ پورې ونیول . په بل عبارت،د گندهار یانو وطن په لومړي سر کې عبارت و له : پېښور وادۍ اوپه شمال کې دکابل سیند او هغه غرونه چې له څلورو خواوو ورباندې راچاپېر شوي دي . دغه ملک هغه سیمه ده ، چې دکابل اوسوات دسیندونو د یوځای کېدوله څنډې څخه نیولې په شمال کې د کوه نور اوپه لویدیځ کې کونړ په سند محدود ېږي . خو وروسته گندهاریان ورو ورو د گندهارا په ټولو برخو کې تیت شول.
له میلاد څخه مخکې شپږمه پېړۍ کې د دنداری (گندهاریانو) په نامه خلکو د کابل وادي ونیوله اود پختانه دادیکا ( تاجیک – دادیک ) په نامه له خلکو څخه یوه ډله ، چې پخوا زمانه کې د گندهارا په شمالي برخو کې یې ژوند کاوه ، دهغه فشار له امله چې و رباندې راغی ، نورهم پورتنې برخوته په شا لاړل ، چې تراوسه هم د داد یکو پاتې شوني د لغمان ، نجراب ، تگاب او (کونړ) کې ددیگان په نامه یادېږي ، خو ځینې نور یې په نورو قومونو کې حل شول.
د گندهارا خلکو له مهاجرتونو څخه وروسته ، کوم خلک چې په گندهارا کې پاتې شول ، یوه ټولنه یې جوړه کړه . د هغوی دین هماغه پخوانی دطبیعي عناصر پرستش ،او یو ډول بت پرستي وه چې د آریايی دین، یو ډول و. له میلاد څخه د مخه اوومه پېړۍ کې ، کله چې دافغانستان په شمال ( باختر) کې سلطنتی تشکیلات را منځته او ورسره زر دشتي نوې دین حاکم و، گندهارا په خپلواک ډول ژوند کاوه ،او خپل اداري تشکیلات یې درلوده.
له هغه وروسته د داریوش په مشری دفارس هخا منشیانو آریانا لاندې کړه ، داریوش په خپله ډبرینه کتیبه کې د نهه ویشتو ملکونو په کتار کې ، چې فارس ته یې باج ورکاوه ، د گندهارا نوم هم راوړې ده . په گندهارا ولایت باندې د هخا منشیانو حاکمیت له میلاد څخه د مخه له اوومې پېړۍ څخه تر څلورمې پېړۍ پورې دوام وموند، اوله داریوش وروسته دغه حاکمیت کمزوری شو.
له میلاد څخه د مخه په څلورمه پېړۍ کې یونانیانو د فارس امپراتوري ماته او افغانستان ته یې لاس اږدکړ . له میلاد څخه د مخه له څلورمې پېړۍ څخه تر لومړۍ پېړۍ پورې ،په افغانستان کې د گندهارا په گډون، چې د سیمې د مدنیت ( بودیزم) یو ستر مرکز و ، یونانیانو د غربي نړۍ تمدن په راجولو پیل وکړ .
گندهارا یونانیانو لپاره نه یواځې دا چې د یوه مدنیت خاونده سیمه وه،اهمیت درلود ، بلکې په دي خاطر یې هم ورته ارزښت درلوده ، چې د هندوکش شمالي برخه د افغانستان ختیځ یعنې له هندوستان سره یې نښلوله، اود باختري مدنیت دخپرولو لپاره، یوه ښه لارگڼل کېده .
که څه هم هندوانو په لومړي سر کې دهندوکش په جنوب کې گندهارا ونیوله اوباختري تشکیلات یې له منځه یووړ ، خودغه تسلط ډېر دوام ونه موند او باختریانو، هندوان د گندهارا له ولایت څخه له میلاد څخه مخکې په درېیمه پېړۍ کې وشړل. په گندهارا کې یونانیانو، په باختر کې د یونانیانو له سقوط څخه یوه پېړۍ وروسته، سقوط وکړ . یعنې یونانیان له میلاد څخه دمخه دلومړي پېړۍ تر لومړي نیمایي پورې په گندهارا کې واکمن و.
دیونانیانو د واکمنۍ په وخت کې ،د بودایي دین څرک راڅرگند شو .اوله میلاد څخه دمخه دریمې پېړۍ دافغانستان له ختیځ (هند) او شمال ختیځ (چین) څخه په خپرېدو شو، او ورو ورو یوناني هنر او صنعت له بودايی هنر او صنعت سره گډ شو او د گریکو- بودیک یا هندو - یوناني هنر او مدنیت یې رامنځته کړ.(۱۵)
کله چې گندهاري یونانیانو واکمني له منځه لاړه ، مسیحي پنځو سم کال څخه په افغانستان کې کوشاني دولت منځ ته راغی. کابل دکوشاني پاچا دویم کدفیزس مرکز شو او گندهارا یو ځل بیا و غوړېده .که څه هم کوشاني حکومت د هندوستان په لوید یزو برخو کې ژر له منځه لاړ ، خوپه گندهارا کې یې تر پېنځمې میلادي پیړۍ پورې دوام و موند . په گندهارا کې د کوشانیانو واکمني د افغانستان د تاریخ له مهمو دورو څخه شمېرل کېږي . په دغه وخت کې د گندهارا په ډېرو سیمو کې معبدونه جوړاو د گریکو- بودیک هنر او صنعت خپل لوړ پړاوته ورسېد .
په پېنځمه میلادي پیړۍ کی یفتلیانو په گندهارا کې د کوشانیانو دولت راوپرځاوه اوپر ځای یې خپله واکمني ټینگه کړه ، چې تر شپږمې میلادی پېړۍ پورې یې، دوام و موند . د یفتلیانو له سقوط وروسته ،گندهارا په بېلا بېلو محلي حکومتونو ووېشل شوه . په کابل کې رتبیل شاهان وو ، چې تر نهمې مسیحي پېړۍ پورې یې دوام وکړ. په پېښور او شمالي برخو کې یې سیمه ییز خپلواک حکمرانان واکمن و. په دغه ټوله موده کې، یعنې د اسلام تر ظهور پورې ،په ټوله گندهارا کې بودايی دیانت واکمن و ، چې ورو ورو،د زمانې په تېرېد و سره، په گندهارا کې دافغانستان آریايی اصلي ژبه هېره او ځای یې پښتو ژبې ونیوه او د گندهارا په ځینو شمالي سیمو کې ځېنې محلي ژبې راپیدا شولې .(۱۶)
په هرحال ، په اسلامی دوره کې ټولو لهجو که هغه هندي وه اوکه آریايی ، په عمومي ډول خپل ځاي پښتو ژبې ته پرېښود او یواځې د لغمان په یوه برخه کې فارسي کوهستاني ژبه ، چې د داد یکو په منځ کې رواج درلوده ، له پښتو ژبې سره گډه شوه.
د گندهارا په ټولو هغو سیمو کې چې کېندنې شوي دي ، د گریکو - بودیک د صنعت اوهنر نادر آثار ترلاسه شوي دي ،خو په کونړ کې چې د گندهارا یوه لویه ناوه ده ، لاچا لاس نه دی وروړی چې پوره باور دی، دلته به هم ډېر ارزشتمن آثار ، چې د یونانو - بودیک د هنر نمایندگي کوي ، ترلاسه شي .
په گندهارا کې د اسلام دین خپرېدا،د گندهارا برخلیک ته بدلون ورکړ . کابل شاهانو څه ناڅه یوه نیمه پېړۍ په مېړانه له خپل هېواد او سلطنت څخه دفاع وکړه او برهمنیان تر څلورمې هجري پېړۍ پورې پر گندهارا واکمن پاتې شول . په دې وخت کې د گندهارا وادي ،وطني سیمه ییزو مشرانو له خوا په خپلواک ډول اداره کېده .
سبکتگین پر ۳۶۶ هـ ق کال دکابل هنود سلطنت ته ماته ورکړه ، خو دهغه زوی سلطان محمود غزنوي، افغاني وروستي بودايی پاچا ته ،د پېښور په وادۍ کې ماته ورکړه اوله هغه سره جوخت، په کابل ، ننگرهار او پېښور کې په پراخ ډول اسلام خپور شو.
د غزنویانو له سقوط وروسته د شپږمې هجري پېړۍ په نیمايی کې ۵۴۷ هـ ق کال کابل د غور شاهانو ونیوه. ورسره گندهارا یې هم ونیوله . په دې وخت کې ووچې ورو ورو د اسلام نوی مدنیت د گندهارا په سیمو کې په ځلېدو شو . لږه موده وروسته د اوومې هجري پېړۍ په لومړیو کې (۶۱۲ هـ ق )خوارزمشاه ټوله گندهارا ونیوله.
ورپسې چنگېز له کابله تر سنده سیمه ونیوله او ټولې ابادي یې له یوه مخه ورانې کړې . له هغه وروسته په اتمه هجري پېړۍ کې د گوډ تیمور آفت په راڅر گندېدو سره ،د گندهارا ولایت د چغتائیانو د سیاسي حدودو په اډانه کې راغی ، چې مرکز یې کونړو ؛ خود گندهارا ختیح او شمالي وادۍ گانې د هغو افغاني حکومتونو په مـټ ، چې په هند او پنجاب کې واکمن ول ، خپل شته والی او کورنۍ واکمنی وساتله اود خپلو سمیه ییزو مشرانو تر واک لاندې واوسېدل . خود تیمور او دهغه اولادو په رادبره کېدو سره ،اداري تړاو بدلون وموند.تیمور سیمې لاندې او تر ډهلي وړاندې لاړ.
بابر مېرزا دلسمې هجري پېړۍ په لومړیو کې (۹۱۰ هـ ق) کابل د خپل حکومت مرکز جوړ کړ اوله گندهارا څخه تر تېرېدو وروسته یې، په دهلي کې افغاني حکومت راوپرزاوه . له هغه وروسته د گندهارا لوید یز، یعنې د کابل واکمنان په هندوستان کې د مغلي مشرانو له خوا ټاکل کېدل . په ختیځ او شمالي گندهارا کې د مغولو واکمني ټینگه او دوامداره نه وه ، ځکه په دغو سیمو کې د مغولو پر خلاف ملي پا څونونه تل موجود ول.
په پېنځلمسه میلادي پېړۍ کې د مغولو پر خلاف په ختیځه او شمالي گندهارا کې سختې جگړې و شوې ، چې د بایزید روښان یر غلونه له دغې ډلې څخه دي .(۱۷)
داسې ښکاري ، چې د سلطان محمود غزنوي له دور وروسته ، چې د کونړ په وادۍ کې د اسلام د مقدس دین د خپرولو لپاره یرغل پیل شو، د کونړ وادي کله د ځینو حکومتونو ،او کله هم په خپلواک ډول د سیمه ییزو واکمنانو له خوا، اداره شوې ده .
تاریخي سندونه او شواهد ښکاره کوي ، چې کونړ په تېره د کونړ اوسنی مرکزچغه سرای ، چې بې له شکه پخوانی مرکز دی ، سلطان پکهل او سلطان بهرا مشاه په نامه د مغلي شهزاد گانو ترراتگ د مخه ، هلته محلي حکمران چې ننگرشاه نومېده او کافر ښودل شوی دی ، حکومت کاوه . دهغه مرکز ، چې د چغان سرای ښارو ، درې د خولي دروازې لرلې ، چې تجارتي مالونه به پکې محصول کېدل.(۱۸)
ارواښاد کهزاد په دې اړه لیکلې : د چغه سرای ښاریان د ننگر په نامه د پادشاه او دهغه د کلا د کلکوالې، او سیند ته دهغه د ځمکې لاندې لارې ،او د سلطان پکهل او بهرام شاه په نامه د دوو شهزاد گانو په گته، پادشاه ته دده د لور خیانت کیسې ، اوس هم په یاد لري .په دې کیسه کې هم ننگرشاه کافر بلل شوې دی.
د سیمې سپین ږیري نکل کوي ، چې پخوا زمانو کې په دغه سیمه کې د ننگر په نامه یوبت پرست باچا و چې چغان سرای ښار ته نږدې غونډی باندې د ساروج (۱۹) له تېږو څخه ځانته داوسېدو لپاره یوه کلکه اوتېنگه کلا جوړه کړې وه . د هغه کلا په یاد خلک اوس هم هغه ځای د ننگر کنډو په نامه یادوي. ددغه ودانۍ ځېنې نښانې لکه دېوال ، دځینو کورونو او صفو نښانونه چې له توږل شویو ډبرو څخه جوړ شوي و ،اوس هم موجود دي .
وايی ، چې د ننگر باچا مرکزیا يایتخت درې کروه پراختیا درلوده او درې دروازې یې لرلې، چې په درې گونو گودرنو ( گذرونو) جوړې شوې وې . شمالي دروازه د شیگل په حدودو کې د ننگر شاه په نامه ، لویدیزه دروازه یې د پېچ درې په خوله کې د ترړې په نامه سیمه کې، او جنوبي دروازه یې د نرنگ نواباد سیمې په شاوخواکې، موقعیت درلود. د ننگر تخت ، چې د چغان په غونډۍ باندې جوړ و، یوکلک او ټېنگ ښارو ، چې د کاشغر او بدخشان او هندوستان د سوداگرۍ مالونه ورته راتلل اوپه یادو شو یو دروازو کې، ورڅخه محصول اخیستل کېده.(۲۰)
د چنگېزله زوزاد څخه د سلطان پکهل او سلطان بهرامشاه به نامه شهزاد گانو ننگر په ښار یر غل وکړ او دغه شاریې ونیو ، او سېدونکي یې قتل عام کړل اوخپله دغه شهزاد گان ،دو چکالۍ له امله ددغې سیمې پر ېښودو ته اړشول.(۲۱)
ارواښاد پوهاند حبیبی ددغو شهزاد گانو په اړه لیکلې : د ۸۰۰ هـ ۱۳۹۸ م په شاوخوا کې کله چې په افغانستان باندې دگوډ تیمور یر غل روان و ، د کونړ په دره کې سمیه ییزه کورنۍ واکمنه وه، چې د سلطان لقب یې درلود . ددغه کورنۍ نامتو کسان ،سلطان پکهل او سلطان بهرام دوه وروڼه و ، چې د سلطان کهجامن بن هندو زامن و .
سلطان پکهل له کونړ څخه تر لغمان اوپه ختیځ کې له باجوړ څخه تر سوات او کشمیر پورې سیمې باندې حکومت کاوه ، خو سلطان بهرام له لغمان څخه تر ننگرهاره واکمني درلوده . په پېښور کې یې خپل مخالفان له منځه یووړل، اوله خپل ورو څخه وروسته د هغه هېواد واکن شو ، کوم چې له کابل څخه تر کشمیر پورې پراخوالی درلود.(۲۲)
چغه سرای د جغرافیایي موقعیت له مخې د پېچ ، کونړ او اندراج یا هندوراج ( اوسنۍ مروره ) درو د یو ځای کېدو په سیمه کې پروت دی ، چې ډېر پوځي اهمیت لري. د هغه تاریخي و یجاړۍ پاتې شوني چې د پېچ درې په خوله کې د چغان په غونډۍ باندې ښکاري ، ددغه ځای دتاریخي برم تېر یادونه، راتازه کوي .
ظهیر الدین محمد بابر د کونړ دره او نور گل د یوه تومان ( د گر گاني دولت په تشکیلاتو کې اداري واحد د تومان په نامه یادېده .) برخې گڼلي ، چې لغمان ته نېږدې پراته دي . بابر دغه دوه ځایونه د کافرستان یوه برخه، اویا د هغه باندینۍ څنډه گڼي.(۲۳)
میر غلام محمد غبار لیکلې: بابر په شپاړ سمه پېړۍ کې (۱۵۰۴ م )نه یواځې چترال اونورستان د کافرستان په نامه یاد کړي ، بلکې چغان سرای یې هم دکافرستان یوه برخه گنلې ده. له دې څخه دا په ډاگه کېږي چې د بابر په زمانه کې هم د بلورستان خلک تر باجوړ پورې ځینوسیمو باندې قابض وو.(۲۴)
بابر پر ۹۲۶ هـ ق ۱۵۲۰ م کال د کافرو(نورستانیانو) تابع کولو په نیت دویم ځل چغان سرای ته راغی . بابر په خپلو یادد ښتونو کې لیکي : پر ۹۲۰ هـ ق کال چغان سرای ته راغلم ... چغان سرای یو وړوکی کلې دی، پراخوالي یې لږ اود کافرستان په خوله کې پروت دی. که څه هم اوسېدونکي یې مسلمانان دي ، خو کافرانو سره گډ شوي دي اود هغو دود دستور کوي.(۲۵)
د موضوع دلا روښانتیا په خاطر دلته دتزک(توزک ) بابری متن ژباړه کت مټ راوړم ،چې لیکي : یو بل تومان کنیر ( کونړ) دی . دغه تومان د لمغاناتو (لغمان) څخه څه لږ لرې پروت دی اوله کافرستان سره پوله لري . که څه هم لوي والې یې نورو تومانونو په شان نه دي ، خو حاصلات یې لږ دي ... به نهه سوه شلم کال کې مې چغان سرای ونیو . دلته نارنج ، ترنج او کرنج ډېر کېږي. تند شراب له کافرستان څخه ورته راځي . چغان سرای یوه کوچنۍ سیمه ده ، چې د کافرستان په خوله کې پروت دی . ددغه ځای خلک د کافرستان خلکو سره گډ دي . که څه هم خلک یې مسلمانان دي ، خود کافرو چارې ترسره کوي . هغه لوی سیند، چې د چغان سرای اوبو (سیند) په نامه شهرت لري ، د چغان سرای له شمال شرق د باجوړ له شا څخه راځي اوله لویدیزه خوا له کافرستان څخه یوه اندازه لږه اوبه راځي ،اوله دې اوبو سره یو ځای کېږي . په چغان سرای کې دانگورو باغ نشته او هغه له کافرستان او پېچ څه راوړي . هغه وخت ، چې ماچغان سرای ونیو ، کافران ددغو خلکو مرستې ته راغلي وو.(۲۶)
احمد علي کهزاد د چغان غونډۍ د آثار په هکله لیکي : د ځینو نومونو او دهغو لوحوله مخې ، چې په عربي او فارسي لیکدود لیکل شوي دي ، داسې گومان کیږي چې د چغان غونډۍ وروستۍ آبادي د اسلامي دورې منځنیو پېړیو پوړې اړه لري . په تېره بیاد ځینو سندونو له مخې ، په قوي گومان ددغه ځای وروستۍ ابادي ،له نن څخه شپږ سوه کاله مخکې اټکل کېدای شي ، چې دغه اټکل موږ چغتا یانو دورې ته چې د چنگېز اولاده دي ، نېږدې کوي. د چغان غونډۍ او چغان سرای نومونه تر ډېره ددغه نظر تایېد ونکي دي .(۲۷)
د کونړ دتاریخ دغه څېړنه او سپړنه په دې خاطر و شوه ، چې یو خو ددغه ولایت د تېر روڼ تاریخ په رڼا کې د سیمې له تېر تاریخي برم څخه خبر شو .اوبل خوا د تاریخي ځایونو د ساتنې تر څنگ د تاریخي آثارو د رابر سېره کولو لپاره هر ومرو څه کار او هاند وشي . له دې پرته به هر څه ورک په ورک پاتې شي.
د کونړ په ولایت کې د تېرو مختلفو تاریخي دورو په تېره د گریکو-بودیک تمدني اثارو څرک او نښانې ښه ښکاره شته ، خو له بده مرغه ددغو اثارو له تاریخي او فرهنگي ارزښت څخه د خلکو نه خبر تیا ،ددې لامل شوی ، چې دغه آثار یا یو ځل بیا تر خاورو لاندې شی اویا د لوټمارو په واسطه تالان او بهر ته ولېږ دول شي ، چې په دې توگه دکونړ تاریخي هویت ته سخت زیان اړول کېږي.
د کونړ په ناوه کې ډېر تاریخي ځایونه او آثار شته . دبېلگې په توگه ،ما په سلام پور کې د دیلي د غونډۍ لاندینې برخه کې هغه بودايي معبد لیدلی، کوم چې ښکاري په یووخت کې عالي شان معبد و (دغه سیمه اوس په اداري لحاظ په ننگرهار ولایت پورې اړه لري ، خوله تاریخي او جغرافیايی اړخه ،د کونړ وادۍ یوه برخه ده .).
د غوندۍ له ورانو او ویجاړو کنډوالو څخه ښکاري ، چې د غونډۍ لاندینې برخه کې معبد او پاسنۍ برخه کې د زیارت کوونکو د او سېدو کوټې وې چې له تیږو جوړې وې. له بده مرغه دغه تاریخي ودانۍ د مجاهد ینو د تالان په وخت کې د ټوپک ماروله خوا ،د تاریخي آثارو دغلا اوچور په هیله ،په پوره بې پروايي په اسکواتور راشکول شوي ، تاریخي او هنري ارزښت ته یې ډیر بد زیان اړولې ده . سره له دي هم کېدای شي په راتلونکي کې د پلتنې په اثر ،ددغه معبد نور اړخونه او برخې راڅرگندې او تاریخي او هنري ارزښت یې تثبیت شي .
تر هغه ځایه ، چې ما ددغه معبد یوه څنډه لیدلې ، په هغه کې د گندهارا د هنر په تېره بیاد بو دېزم هنري ارزښت ښه روښانه ښکاري . له دغه معبد څخه داحقیقت راڅرگند یږي ، چې پخوا زمانو کې د کونړ په وادۍ کې ، چې د گندهارا یوه لویه برخه یې جوړوله ، د بودیزم مدنیت ښه وده کړې وه .
تر اوسه چې په کونړ او د دیلي غوندۍ تاریخي معبد باندې علمي څېړنې اوپلټنې نه دي ترسره شوي ، زه دا ادعا کولای شم چې دا معبد به د کونړ وداۍ په کچه ،مهم اولوی معبد و، چې ددغه درې خلک به عبادت ته ورتلل . ښکاره ده چې د بودیزم پیروان پخوا ترچغه سرای او دهغه شاوخوا سیمو پورې اوسېدل . له دغه معبد سربېره ،کېدای شي ځینې نور واړه معبدونه به هم د کونړ ناوې په نورو برخو کې و ، خود دیلي معبد دهغه دجغرافیايی موقعیت او د کنډوالو د پراخوالي په نظر کې نیولو سره دا بیانوي ، چې دابه د کونړ وادۍ په کچه ډېر مهم اولوي معبد و ، چې ډېر زیارت کوونکي به ورتلل.
کومې کنډوالې ، ژرنده او قبرونه چې ماد نواباد د سیرې وړه دره کې ولیدل، داسې جو تیږي ، هغه هنر او فن چې ددیلي معبد په داخلي برخو کې په کار وړل شوی دی، د سیري ددرې د کنډوالو د یوالونو کې څه ناڅه ښکاري او ورته والی ښیي . ښکاری چی د دیلي معبد په ابادۍ کې دهغه وخت خلکو ،خپل لوړ مهارت او ټول اخلاص او هنري خلاقیت ،د خپل معبود د خوشحالۍ لپاره کارولی دی . په دي خاطر د سیري ابادۍ ددیلي معبد هنر سره د ښکلا له مخې سیالي نشي کولای ، خو په ورته والي کې یې شک نه وینم .
د سیري د کنډوالو او دچغان غونډۍ کنډوالو تر منځ هم څه نا څه ورته والی شته . خو زما په اند د چغان غونډ ۍ په آبادۍ کې په کار اچول شوی هنري مهارت د معمارۍ په لحاظ ،تر سیري کنډوالو څخه کمزوری دی. په دې ډول لیدل کېږي ، چې دغه اثار یو له بل سره په هنري اود جوړونې په لحاظ ورته والي لري ، خو فنی او هنری مهارت اودرجه یې ددیلی غندۍ تر سیري، او د سیوري کندوالو څه تر چغان غوندۍ کنډوالو پورې ، په ترتیب کمزوری شوی ده . خو روح او رنگ یې یو ښکاري . د دېوالونو د جوړښت دغه ورته والی ،د کونړ به ناوه کې د گندهارا د هنر اثر ښیي ، چې هر څومره له مرکز څخه لرې شوی ، هغومره هنري ذوق او مهارت یې کمزوری شوی د ه . رښتینی حقیقت به هله بر بنډ شي ، چې په دغه ناوه کې دلرغون پېژندنې علمي او مسلکي پلټنې او څېړنې ترسره شي .
زما پوره باورلرم ، چې ددغو اثار و په څېر ، چې ما دنمونې په توگه ورته اشاره وکړه ، ډېر نور تاریخي او فرهنگي اثار د کونړ په ناوه او درو کې شته دي، چې پلټنه او څیړنه غواړي . تر څو په تېر دور کې د کونړ تاریخي او هنري برم لا راڅرگند اوبرسیره شي .
ماخذونه :
۱-کهزاد،احمدعلی ،تاریخ افغانستان ۱ج ،کابل ۱۳۲۵ ،مخونه ۴۰، ۶۶ .
۲-هماغه کتاب،۷۳ مخ .
۳- کهزاد،افغانستان درپرتو تاریخ،کابل ۱۳۴۶ ،مخ ۲۴ .
۴- هماغه کتاب ،مخ ۵۰ .
۵-هماغه کتاب،مخ ۵۶ او تاریخ افغانستان،مخ ۴۰۹ .
۶- حبیبی،عبدالحی ،تاریخ مختصر افغانستان،کابل ۱۳۴۶ ،مخ ۴۲
۷- کهزاد،افغانستان درپرتوتاریخ، مخ ۲۸۴ .
۸- حبیبی،تاریخ مختصرافغانستان،مخ ۴۳ .
۹- کهزاد،تاریخ افغانستان،ج۱،مخ ۴۱۰ .
۱۰- حبیبی،تاریخ مختصر افغانستان،مخ ۵۴ .
۱۱- کهزاد، تاریخ افغانستان،مخ ۴۴۵ .
۱۲- هماغه کتاب،مخ۴۳۸.
۱۳- هماغه کتاب،مخ ۴۴۴ .
۱۴- غبار،میرغلام محمد،جغرافیای تاریخی افغانستان،کابل ۱۳۶۸ ، مخ ۸۵
۱۵- هماغه کتاب ،مخونه ۸۵ و۸۹ .
۱۶- هماغه کتاب، مخ ۹۲ .
۱۷- هماغه کتاب ، ۹۳ او۱۰۱ مخونه .
۱۸- تازه ،سمیع الله ،ریشه های تاریخی وفرهنگی نورستان،کابل۱۳۶۷،مخ ۹۱ .
۱۹- ساروج هغه خمیره ده چی له آهک او ایرو له مخلوط څخه جوړیږی . په تیرو وختو کی له دغه مخلوط څخه دکلاگانو ،د اوبو ډنډونو اوحمامونو په جوړولو کی کار اخستل کیده.
۲۰-تازه،ریشه های تاریخی وفرهنگی نورستان،مخ۹۲ .
۲۱-رازقی نړیوال،لرغونی او اوسنی کونړ،کابل ۱۳۸۴،مخ ۱۴۸ .
۲۲-حبیبی، تاریخ مختصر افغانستان،مخ۱۹۲ .
۲۳-تازه،ریشه های تاریخی وفرهنگی نورستان،مخ ۹۲ .
۲۴-غبار،افغانستان ونگاهی به تاریخ آن، مجله کابل ۱۲/۱۳۳۳ ،مخ ۴۹ .
۲۵-کهزاد ،ازسروبی تا اسمار،کابل ۱۳۳۳ ،مخ ۱۸ .
۲۶- بابرنامه یا توزک بابری ،به سعی واهتمام آقا میرزا محمد ملک شیرازی،بمبی ۱۳۰۸ ،مخ ۸۵ .
۲۷-کهزاد،افغانستان درپرتوتاریخ،مخ۲۸۴


