لومړۍ برخه:   

په تاریخي آثارو کې په پخوانیو زمانو کې نه یوازی په دې نامه(نورستان) یادیده،بلکې په اوسنیو جغرافیوي پولو کې هم محدوه نه وو.نو له دې ځایه به دنورستان د تاریخي موقعیت په اعتبار به دې خبرې ته راشو چې په کومو نومونو یادېده.

۱- بلور او بلورستان:

بلورستان یا دالینایانو ټاټوبی چې د بلور په نامه یاد شوی دی، دگنداهارا په حوزه کې په پخوانیو زمانو کې د گلگیت او چترال د سیمو پورې اطلاقېده او دا هغه لرغونی ولایت دی چې میر غلام محمد غبار يې څلور خواوې په دې توگه ښودلي دي.

دجنوب له خوا په گنداهارا(سوات،باجوړ او اوسنی مشرقی) د شمال خواته دهندوکش غر(دبدخشان ولایت واخان او زیباک څخه نیولی تر منجان پوری

دشمال ختیز خواته یوه څنډه یې د پامیر په لړۍ او سطحې پورې تړلې ده

ختیز خواته د کشمیر په ولایت او لوېدیځ خواته د گنداهارا په ولایت، دنجراب او پنجشیر په وادي پوری تړلې ده.

د نامتو روسي جغرافیا لیکونکی (بارتولد) په وینا لا تر اوسه پوری دهغه ځای یوه سیمه په بلور یادېږي او په چینایي آثار کې تر اتلسمی میلادي پېړۍ پوری هم دا نوم لیدلای شو.

باید وویل شي چې بلور د سپین پوشو په نوم په مرکزي نورستان کې او بالمقابل کتور د تور پوشانو په نامه په لویدیز او ختیز نورستان کې استوگن دي. لکه چې په دې باب قاضی منهاج السراج جوزجانی په خپل اثر( طبقات ناصري) کې او محمد عوضي  د غوریانو د دوری مورخ هم بلورستان شغنان، تخارستان او درواز د غرونو په ردیف کې راوړی او لیکلي یې دي: د بلورستان د غرونو لړۍ چې د کونړ په شمال کې پرتې دي سیاه پوش ا وسفید پوش پکې استوگنه لري، او همیشه د افغان حکومتونو له ادارې څخه د باندې پاتې شوی دی.

د ښاغلې غبار (افغانستان ،نگاهی به تاریخ آن) د مقالی له مخې بلور یا بولر(ننی نورستان او چترال) چې یو ولایت دی، د افغانستان به شمال ختیز کې پروت او حدود یې په دې توگه دی:

د شمال له خوا له درواز او زیباک تر منجان پوری، دختیز له خوا په گنداهارا ، نجراب او پنجشیر.

البته دا د بلورستان د پولو حد بندي ده چې نوموړي په خپل جغرافیایي اثر(تاریخي افغانستان) کې یې ښودلې ده؛ یعني ارواښاد غبار په دواړو پورتنیو یاد شوو آثارو کې د بلورستان دا حدود په ډېر کم توپیر سره لیکل شوي دي.

بیلیو لیکلي دي: بلورستان د چترال،کاشغر،یسین،گلگیت او سیکاردو له سیمو څخه عبارت دی.سر هنری یول چې 

په خپله زمانه کې له ډېرو نامتو مورخانو چخه شمېرل کېږي؛دبلورستان په باب لیکي: کافرستان(بلورستان) ولایت دباطل پرستۍ د مملکت يوه برخه ده؛چې له کابل څخه تر کشمیره اوږد پروت دی او د منځنیو پېړیو اسیایان ورته ابهاماً (بیلاور) وايي.

بلورستان په پخوانیو زمانو کې د باختر یوه برخه وه. بوسورت لیکلي دي: محمد دوغلت د کشمیر بعدي فاتح چې په ۹۳۲ هـ ق  کې یې ژوند کاوه او د بلورستان حاکم وو په۹۳۴ هـ - ۱۵۲۷ م کې په یوه سیمه باندی دحملی ترتیبات ونیول چې دا سیمه په بلورستان یادېدله.

اروپایی مارکوپولو(وینیزی سیاح) د پامیر شمالي سیمې په بلورستان کې شاملې گڼي. همدارنگه یو شمېر نورو تاریخي سندونو په اثبات رسولې ده چې دبلورستان جنوبي سرحد دجلال آباد دنپور(ادینه پور) او ختیز خواته له چین سره گډه پوله لري.

دا ادینه پور د ننگرهار په لویدیز کې دمحمد ظهیرالدین بابر ژمنی پلازمینه وه.

حدودالعالم چې د افغانستان په باب لومړنې جغرافیایې اثر او مولف یې نام معلوم دی دبلورستان څلور خواوې داسې ښېي:دبلورستان پراختیا ختیز خواته کاشغر او یارکند پوری،شمال تر بدخشان پورې او دجنوب له خوا د کشمیر ملحقات لکه هونزه،نگر،گلگیت،یسین، او تر چترال پوری؛ چې د کشمیر او اوسنی ماورالنهر ترمنځه جاده له بلورستان او له واخان څخه تېره شوی ده.

احمد علی کهزاد د بلورستان کلمې د ریښې په باب لیکلي دي:ترهغی وروسته چې آریایان له خپل اصلي ټاټوبی باختر څخه د هندوکش جنوبي او جنوب ختیزو لمنو ته خپل مهاجرتونو په لړ کې را ورسېدل ، ټاټوبې یې د بالور او بیلاور په نوم وباله چې بیا وروسته دغه بلاور د بولور په نامه یاد شو او په نهایت کې د بلورستان د مملکت په توگه ونومول شو.

۲- کتور:

 لکه چې دمخه ور ته اشاره وشوه، کتور د تور پوشو الینایانو څخه عبارت دی چې ددې سیمې په لویدیزه برخه کې اوسېږي. د تاریخی مدارکو په استناد لومړني قوي حمله چې تر مقدوني سکندر وروسته وشوه هغه د امیر تیمور (گوډ تیمور،صاحب قران) له خوا د کتور په سیمه وه؛ او لومړي ځل له پاره ددي سیمې خلک په کافرانو او سیمه یې په کافرستان یاده شوه (دغه نوم د تیمور له یرغل پخوا د مسلمانانو له خوا په ورستان اېښودل شوی و.تازه) او البته دا نوم پری د اسلامي اساساتو له مخې اېښودل شوی و.

دمغلو دواکمنیو په دوره کې جلال الدین اکبر( ۹۳۲ – ۱۰۱۴ هـ ق او جهانگیر (۱۰۱۴ – ۱۰۳۷ هـ ق) او نور د کافرستان دخلکو سره په تماس کې وو.

دلته اړینه ده چې پر کافرستان د بریدونو د تاریخي پېښو په لړ کې له هغو یاونه وشي چې په لویدیز کافرستان باندی د کتور څخه پکې یادونې راغلي دي چې بېلگې په توگه په دې ډول دي: اروا ښاد عبدالحی حبیبی دخپل اثر (د افغانستان لنډ تاریخ) په دوهم ټوک کې لیکلې دي؛ امیر تیمور د اندراب او خاواک له لاری د هندوکش څخه ور واوښت او د کابل تر فتحې وروسته لغمان ته راغی(؟) او هغه ځایه شمال ته دسیاه پوشو کافرستان (کتیر یا کتور) د کداره یا کیداره(وړوکوشانیانو قیدار لقب صورت دی) سره یې جگړه وکړه. ....

نوموړی فاتح کله چې هند ته سفر کاوه په لاره کې د اندراب د خلکو دشکایت له کبله چې د کتور له خلکو یې درلود؛ دخاواک د غاښې له لاری پرکتور حمله وکړه او خپله کتیبه یې دکتور  د پچا(پڇا) په کلي کې نقر کړه؛چی دا هماغه کلوم یا قلوم(کولم) کتیبه ده.

میرغلام محمد غبار هم په خپل کتاب(افغانستان در مسیر تاریخ) کې دکتور په باب داسې یادونه کوي: په کال ۸۰۰ هـ ق – ۱۳۹۷ م کې تیمور دهندوکش دتسخیر په نیت د افغانستان شمالی ولایتونو ته ورننووت او د هندوکش په لمنو کې اندراب ته را ورسېد. دلته یې واورېدل چې دکتور خلک(تورپوشان)  گاونډیو سیمو ته ور اوړي کله نا کله پرې حملې کوي مالونه، څاروي او حتا ښځې ترې وړي.

لکه چې دمخه وویل شول تر پچا(پڇا) پورې یې هغوی ته ماتې ورکړه؛ البته د امیر تیمور له خوا پر کتور د بریدونو په باب مفصل بحث شوې دی چې دلته تر صرف نظر کېږي؛ همدومره لازم دی چې د کولم د ډبر لیک متن دلته راوړل شي. [امیر تیمور پادشاه مغل اول فاتح مسلمانی بود که ولایت این طایفه سرکش را تا این نقطه تسخیر نموده ولی قلوم را از سبب استحکام آن نتوانست متصرف شود.]

د کتور خلک چې قوي هیکله انسانان،سخت اندامونه او د تور پوستکی لباس، لويې لیندې او غشي یې درلودل، د اندراب دخلکو په نزد ډېر عجیبه او خارق بنیادمان معلومېدل. لکه چې د مطلع السعدین لیکوال وايي: هغوي بنی آدمیان نه بلکې دیوان بلل او په رښتیا سره چې دا قوي هیکله سیاه پوشان دخپلې عجیبې جُثې ، عجیبو پښو او وسلې سره لکه سرسخت او عظیم الجثه دېوان ښکارېدل او له هغوي ډېر ډارېدل.

۳- الینایان:

په دې لیکنه کې په کار و چې الینایان د بلور او کتور څخه دمخه معرفی شوی وای، خو بیا هم پوره اړینه ده چې الینا د تاریخي لرلید  په اړه یو څه ولیکل شي.دکافرستان خلک له نژادي پلوه د آریایی قبیلو له جملې څخه دي. ددوي آریایی نیکونه په آریانا کې د (الینا) په نوم یاد شوي دي اوپه هغه جگړه کې چې د پاروشني(ایراواتی ـ راوي) سین په غاړه د آریایی قبیلو تر منځه پېښه شوه؛کومه چې دلسو ملکانو په جنگ مشهوره ده ؛د الینا قبیلې نوم تر نورو قبیلو د مخه په لومړۍ گڼه کې د الینا دقبیلې په باب لیکلې دی.

الینایان یوه معتبره آریایی قبیله ده چې د لسو ملکانو جنگ ور ته شهرت ور په برخه کړی او له ویدي زمانې تر اوسه پورې په خپل ټاټوبې کې میشته پاتې دي . د دوي استوگنځیو گوښه توب، د دوي د نژاد،ژبې لرغونو عنعنو او دودونو په خپل حال د خوندي پاتې کېدو یوازنی لامل گڼل کېږي. بی له شکه طبیعي ده چې دنورستان دغه کتور او بلور پوری تړلې قبیلې خلک او قومونه  دهمدغو الینایانو زوزاد دي. دا موضوع هم باید له یاده مو هم ونه ایستل شي چې پرکافرستان نوم اېښودنه له هغه مهاله را منځ ته شوه چې په ۱۳۰۰ هـ ق  نیټه کافرستان د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ په دوره کې پرکافرستان د لښکرکښۍ د نورو قوماندانانو په سر کې د سپه سالار غلام حیدرخان څرخي نوم له تلپاتی، ویاړلیو او قهرمانو څخه شمېرل کېږي.

دا موضوع هم د یادونی وړ ده چې نورستان له دريو نورستانونو څخه متشکل دی. ختیز نورستان، مرکزی نورستان او لویدیز نورستان.

دوهمه برخه:

د پخواني کافرستان پراختیا او د کونړ دسیمو او اماکنو په نومونو کې دنورستانیو کلمو دخیل توب، د نورستان په یوه مربوطه سیمه دلالت کوي؛لکه چی د کافرستان د جغرافیوي موقعیت د څلور خواوو په بحث کې ووېل شول کافرستان د ننی نورستان په پرتله خورا زیاته پراختیا درلودله چې له دي منځه ټول کونړ په هغه پوې تړلی سیمه وه؛ او همدارنگه دواړه لغمانونه او ننگرها یوه برخه تر دنپور پورې تړلی سیمی شمېرل کېدلې؛ چې دلته کونړ د کافرستان پوری د یوی اړوندې سیمې د مدلل په خاطر د کونړ د یو شمېر کلیو او سیمو په نومونو کې د نورستانی کلیو په نومونو کې ریښې او ورته توب تر کتنې لاندی نیول کېږي.

لکه چې جوته ده پخپله د کونړ نوم چې له دوو نورستانی کلمو څخه مرکب دی. یعنی (کو[کۊۋ]) د ښوونو او رود او (نر[نـڙ])د دری  په معنا ده؛ چې په مجموع کې کونړ(کـۊنـڙ) ته د ښوونو دره د اوبو او رودونو دره ویل کېږي.

گرام (گـڙام): دنورستان د ډېرو کلیو په نومونو کې لکه برگمټال (دبگرام اټال یعنی د کمر دپاسه  کلی) په نوم اود پیچ گرام سره د خاص کونړ د حکیم آباد( دکولي گرام) په نوم کې او چپې دری نټي گرام او یا د برچغسرای تری گرام(کټار،گمبیر او دیوز) کلي او بیاهم د پیچ دری وړي گرام کلی او نور.

لام: لکه د پیچ دری په لیچه لام، ننگلام،لودلام او خلق لام د ناړۍ ولسوالۍ دوکه لام د اسمار ولسوالۍ سملام او نور.

گل: لکه دکامدېش ولسوالۍ منډه گل،بازگل او دبرگمټال اوله گل، شود گل،دنگل او د واما ولسوالۍ جوله گل،خیرگل،دوایگل ولسوالۍ وایگل او ږنچیگل،کیگل،دکونړ نورگل، دیوه گل،گنجگل،شیگل،د چپې دری کوړنگل،گڼه گل، گڼده گل، دنرنگ ولسوالۍ جوله گل، د څوکۍ ولسوالۍ وامه گل(امروی ناوه) ،سیرگل، دنورگل ولسوالۍ منجگل، گرم گل، ماما گل، د اسعد آباد ډونگل، ماشوگل،کوچ گل، پنجي گل، د اسمار ولسوالۍ ایره گل، النگل او دناړۍ ولسوالۍ خونه گل، څخرگل،(کنکگل)، انجگل، او ارزگل سره شریکی ريښې لري . که په لنډه توگه وویل شي د کونړ د زیاترو سیمو نومونه لکه نرنگ د دری کلي،باډېل ،باجگل، خوړه گاش،کړه مار،لمه ټک،لچه گلي، لچک، اندرگوش او داسی نور او د څوکۍ ولسوالۍ کانه دړ،کړیکال، کومیر،اندرلچک،کیواړه او د نورگل ولسوالۍ پټن، کنده،شل ،کچانک،گندر،گریوز، شولیت او بخلک اود خاص کونړ تنر(تنار) د سرکاڼو ولسوالۍ باروگۍ، شونکړۍ (ښنگړوک)،ورغالي او د اسعد آباد په بر چغسرای (وټه پور) یعنی د ډبرو کلی،څنگار،اندرواټ،گونډیل،کرمول ، شیني گام، سېمه تام،لودم،اټکل، د مروری ولسوالۍ ستگام، دړیدم، د اسمار ولسوالۍ شوکان،کوډماړي، اسه گل،نیشه گام،کاکه گام،گوني گل،توشي گل، اودیل، انگل ، دانگام، گوریگاه، براول او د ناړۍ ولسوالۍ بیرکوټ(بریکوټ) دوکه لام، پښنگر، ناړۍ(نـڙي) او په داسی نورو نومونو کې د نورستانی ژبې ریښې شتون لري چې اوږد بحث غواړي.

په مجموع کې د پیچ دری په زیاترو نومونو کې د نورستانی ژبې ریښی شتون لري او دا ځکه  بې له شکه مخکې تردې چې په دې دره کې اسلام خپور شوی نه وو او بیا ورته نور قومونه اوپه خاص ډول ساپیان(صافیان) نه وو استوگن شوي، ددوۍ له ژبو او پښتو ژبې نه په غیر د کلیو او باڼدو ټول نومونه نورستانی نومونه وو او دا موضوع پوره براعلا ده چې د پیچ دره په بشپړ ډول د نورستان یوه مهمه برخه شمېرل کېدله.

اخځونه:

۱- دافغانستان تاریخی او فرهنگی ویاړونه، رازقی نړیوال، دانش خپرندویه ټولنه ۱۳۹۲ کال، ۲۵۸- ۲۸۷ مخونه

۲- همدا اثر، ۲۸۷ مخ

۳- جاښ مجله، دنورستان تاریخی پېښې،گڼه ۲۰ ، ۱۳۸۸ کال رازقی نړیوال

۴- د نورستانیانو تاریخی لرلید او آریایي توب، رازقی، انیس ورځپاڼه ۹ / ۱ / ۱۳۹۶ 

۵- لرغونی او اوسنی کونړ، رازقی نړیوال، دفاع وزارت، اردو مطبعه ۱۳۸۲ کال له ۳۵ مخ وروسته.