سریزه :
دنورستان ولایت دافغانستان یو لرغونی او غرنی سیمه ده چې له کابل څخه څه ناڅه درې سوه پنځوس کیلومتره فاصله لري،خو د ډېرپه نظر یو ډېر لېری پروت ولایت دی.
دنورستان سیمه چې پخوا په کونړاولغمان په ولایتونو پورې اړوند و، دهېواد یوه وروسته پاتې او محرومه سیمه ده. دنورستان خلکو ددی له پاره چې دغه وروسته پاتې والی یې له مرکزي حکومت څخه په مستقیمه توگه بودجی ترلاسه کولو سره جبران شي، دوخت حکومت ته مراجعه اود ولایت غوښتنه یې وکړه. مرکزي حکومت د سیمی عیني واقعیتونو ته په پام، د نورستان سیمه چې ځانگړی تاریخ اوفرهنگ لرونکی ده،په کال ۱۳۶۷ هـ ش کی د دولت له خوا دولایت په توگه په رسمی ډول اعلان شو. دغه ولایت اوس د مرکز پارون په گډون اته اداری واحدونه لري. د غازی اباد ولسوالي چې اوس په کونړ ولایت پورې تړل شوې ده، پخوا د نورستان ولایت اړونده اداره وه.
دنورستان خلکو له خوا د یو جلا دولتي ادارې غوښتنه یوازې او یوازې ددغی سیمی د خلکو وروسته پاتې والی له منځه وړلو په هدف و. ترڅوسړکونه، ښوونځئ، روغتونونه او نور سهولتونه خلکو ته مساعد شي.
که څه هم د نورستان ولایت له اعلان څخه دېرش کاله تېرېږي، تر اوسه دسیمی د ابادئ او خلکو ته دخدمت په لاره کی یو څه کار شوې، خو ورته ولایتونو په مقایسه چې له نورستان څخه وروسته تشکیل شوي، لږ کار شوی دی.
دنورستان خلکو هيله دا ده چې دنورستان ولایت د حکومت په مرسته خلکو ته دلا ډېر خدمت جوگه و اوسي. نورستان دسړکونو له لاری له بدخشان او لغمان ولایتونو سره نښلول د یو ضرورت په توگه زموږ خلکو ته بلکل لومړیتوب لري ؛ترڅو دغه ولایت د گاونډیانو له وخت په وخت محاصری څخه خلاص شي.
د ولایت کاری ظرفیتونه د نورستان تحصیلکرده ځوانانو په خدمت کی ورکړل شي. دنورستان ښکلی طبیعت وساتل شي چې په راتلونکي کی د گرځندوی صنعت له پاره په زړه پورې اوښایسته سیمی په توگه د گرځندویانو پام ځانته راجلب کړي. په اوس وخت کی دا هڅه روانه ده چې دپارون اوواما سیمی د ملي پارک په توگه اعلان او وساتل شي.
دا ټول، او دخلکو نورضرورتونه د نورستان ولایت مقام په پام کی نیولی اود هغو د تحقق له پاره هڅه روانه ده.
دلته لوستونکو ته د نورستان دپوره پېژندنی په منظور، دنورستان جغرافیا، تاریخ اوفرهنگ ته په لنډ ډول رڼا اچول شوې ده .
جغرافیا:
دنورستان ولایت د افغانستان په شمال ختیځ کی پروت دی، چې شمال خواته یې بدخشان، شرق ته یې چترال، لویدیځ ته یې پنجشېر او جنوت ته یې دلغمان او کونړ ولایتونه موقعیت لري.
دنورستان ولایت د پراخوالی په اړه پوهانو بېل بېل عددونه ذکر کړي دي چې تر ټولو باوري هغه دی چې د افغانستان دکارتوگرافي اداری له خوا خپور شوې دی. په دغه خپرونه کې دنورستان ولایت پراخوالی ۷۴، ۹۲۶۶ کیلو متر مربع ښودل شوې ده. ددغه سند له مخې دنورستان ولایت له چترال سره ۲۵، ۹۸ کیلو متر گډ سرحد لري.
نورستان یو غرنی ولایت دی چې په عمومي توگه له درېو لویو درو څخه جوړشوې دی، چې هره یوه دره يې په لسگونو نوری وړی او لوې دری لري. درې لوې دری عبارت دي له پرایگڙام یا شرقی نورستان چې په هغه کی دکامدېش او برگمټال ولسوالئ موقعیت لري. دنورستان مرکزي برخه چې په هغه سیمه کې دوانت - ویگل ، واما ولسوالئ او د ولایت مرکزپارون، واقع دی. بل د ڙمگل یا د غربي نورستان لویه دره ده چې پکې د دوآب، نورگرام او دمنډول ولسوالئ پراته دي.
دکامدېش او برگمټال په ولسوالیو کی ، کام، کته،موما ، کښتا(کوشتا)، جشی (جزی) قبیلی، دوانت - ویگل (کلښوم) او واما په ولسوالیو کی ، ترېگمه، کلښه، سڙوݩ(وامایان)، کته، پشه یان ، اوپه پارون کی پارونیان ژوند کوي. دنورگرام ، دو آب او منډول په ولسوالیوکی کته،اښکوݩ(کلښه) او پشه یی قبیلی خلک ژوند کوي .
یو الماني هیات چې په کال ۱۹۳۵ م کې نورستان ته په سفرتللې و، دنورستان دجغرافیا په اړه لیکلې چې دهندوکش لوړو غرو په منځ کې درې دری شتون لري چې د باشگل، پېچ درې او د ڙمگل په نامه یادېږي. دا درې واړه د ری، دنورستان جغرافیا جوړوي. ددغو درو خوله جنوب خوا ته پرانیستی ده. ددغو درو په منځ کی داسې اوچت غرونه شته دي، چې دفاعي لحاظه لومړی درجه سوق الجیشي اهمیت لري. (دکابل مجله،گڼه ۷۶ کال ۱۳۱۶)
دهمدغه نظامي اهمیت له امله انگرېزانو پخوانی نورستان یا کافرستان نیولو نیت درلود،خو امیر عبدالرحمن خان په دغه کار کې ورڅخه دمخه شو.
یو څېړونکي لیکلې: دنورستان تنگې درې داسې دي لکه چې په تبر توږل شوي وي. عرض یې لږ له شمال څخه جنوب خواته نشیب لري.
دنورستان ولایت چې دهندوکش په جنوبي لمنو کې موقعیت لري،له بحرڅخه تر۳۶۰۰ متره لوړوالی پورې ژوندون شتون لري. نورستان مدیترانه يي،مونسوني،الپاین تندرا اوغرنی اقلیم لري، اوله ۹۰۰ مترو پورته، عموماً واوره ورېږي.
دشرقي هندوکش دری دمونسوني ورښت له برکته چې له هند څخه راځي له همیشه بهار ونو لکه څېړئ، نښتر، جلغوزه او نورډول ډول ونو څخه ډک او سمسور دي . دا ځنگلونه تر ۳۲۰۰ مترو لوړوالې پورې ادامه لري. (محمد اکبرشورماچ،جغرافیای عمومی افغانستان، مخ۱۳۹)
هغه ریکارد چې جیولوجستانودنورستان له طبیعت څخه ثبت کړې،ښئي چې تر۱۲۰۰ څخه تر۱۸۵۰ متره لوړوالې پورې دڅېړیو، زیتونو اود نورو بوټو ځنگلونه، له ۱۸۵۰ څخه تر۲۷۵۰ متره لوړوالی پورې دناجو،جلغوزو او نښترو ونې دېری دي.
له ۲۷۵۰ متروڅخه تر۳۳۵۰ مترو پورې همیشه بهارسوزني برگ ونې چې د سړوخی په مقابل کې مقاومت لري،شته دي. له ۳۳۵۰ متروڅخه لوړو سیمو کی یوازې بوټې ليدل کېږي. دنورستان لوړی سیمې تل واوره لري، او په ځینو سیمو کی په بېلا بېلو ډولونو یخچالونه هم لیدل کېږي. (تازه، ریشه های تاریخی وفرهنگی نورستان،مخ۱۶)
هغه درې او سیمې چې له ۶۰۰ - ۷۰۰ مترو او تر۲۰۰۰ مترو پورې د بحر له سطحی څخه په لوړ کې موقعیت لري دپوره اندازه رطوبت شتون او د ډکو سیندونو له برکته، گڼ ځنگلونه او په زړه پورې موسمي طبیعت اوفضا لرونکي دي. د آب او هوا د مساعدت له امله په نورستان کې مختلف ونې اوبوټې اونباتات شنه کېږي. خو دنورستان غربي برخه، دنورو سیمو په پرتله، نیمه وچ اقلیم لري.
دنورستان له دنگو غرونو او درو څخه دایمی سیندونه بهېږي. دغه سیندونه د اوړی څومیاشتی توفاني اوله هغه وروسته هم، دایمي اوبه لري. دکامدېش، ویگل،پارون او رمگل سیندونه چې دایمي اوبه لري، دلنډی سیند،کونړاو الینگارله سیندونو سره له گډېدو وروسته کابل سیند ته توېږي.
دنورستان دښېرازي او طبیعي شتمني وجه یو هم ځنگلونه دي چې د مونسوني ورښتونو په سبب، راز راز ونې اوبوټی پکې شنه شوي دي. پوهانو یو وخت دنورستان ځنگلونه د خلیجي هېوادو له نفتو سره تشبیه کړي و، خو له بده مرغه پاکستاني قاچاقبرانو له داخلي ډاکه مارانو سره یو ځای، دغه ځنگلونه تالا والا کړل. لکه چې ښکاري اوس هم د نورستان ځنگلونه وهل کېږي او د کونړ له لاری بهرته قاچاق کېږي.
دا بايد په ډاگه ووایم چې دنورستان طبیعي ښېرازي او ښکلا یوازې او یوازې د ځنگلونه له برکته ده . که ځنگلونه تباه شول، بربنډ غرونه به سر را اوچت کړي. هغه وخت کې به د نورستان د طبیعت ښکلا څوک هم یاد نه کړي. که حکومت او دنورستان ولایت مقام دغه ناورین ته توجه ونه کړي، دغه مصیبت را رسېدونکی ده.
نورستان دمعدنونو وطن دی. دا هسک غرونه له معدنونو ډک دي. دجیولوجستانوپه خبره په دغو غرونو کې معدني کمپلکسي تيږې لکه لیتیم، بیریلیم، تنتالیم، نیوبیم، سیزیم اوقلعي شتون لري. برسېره پردی دقیمتي اونیمه قیمتي احجارو لکه کونزیت، تورمالین، اکوامرین،توپاز، مورگانیت اوځینې نور منرالونه هم شته دي.
دافغانستان دکانونو وزارت د شمېرو له مخې، په کال کی یو اعشاریه دوه ملیارده ډالرو به ارزښت معدني مواد د داخلي او بهرني مافیا او قاچاقبرانو په واسطه له هېواده پاکستان ته قاچاق کېږی. (سرمحقق غلام نجم الدین ترین، دجاښ مجله،جدی- حوت،کال۱۳۹۴)
نورستان ښکلی ، طبیعت يې ښکلی، غرونه یې له معدنونو ډک؛ خو موږ بې غوره اودا هرڅه د نورو په لاس پرېوتي او هغوي گټه ورڅخه اخلي. زموږ ورته یا پام نشته اویا ورڅخه سترگې پټوو. په دواړو حالاتو کې، دا زموږ گناه اوخطا اوزموږ راتلونکی سره جفاده.
تاریخ :
ټولنپوهان ،بشرپېژندونکي، فرهنگ پوهان، تاریخ پوهان او ژبپوهان، دا ټول د خپلو مسلکي څېړنو په پايله کې دي نتیجې ته رسېدلي دي، چې نورستانیان آریایان دي، چې د بشرپېژندنی علم کې ورته، هومو الپینوس یا غرني آریایان، ویل کېږي.
تاریخ پوهانو په حواله دمیلاد څخه د اته زرو او شپږ زرو کالو ترمنځ، آریایان د کسپین او ارال بحیرو ترمنځ اوسېدل. د هغو یوه ډله غرب خواته او بله ډله شرق خوا ته، وکوچېدل. شرقی آریایان د آمو سیند ها غاړه کی، له څه مودی وروسته بلخ ته را وکوچېدل او هلته یې د یما پاچا ترمشرئ لاندی، یو مدنیت جوړ کړ.
له میلاد څخه مخکی شا او خوا ۲۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ کال له بلخ څخه هم مهاجرتونه پیل شول. یو شمیر آریایان دهندوکش جنوب ته را کډه شول. تاریخ پوهان وایي چې له هغو څخه ځینی یې له ابا سینده هند ته واوښتل او ځینی یې دهندوکش جنوب له وادیو څخه ترپنجاپ پورې، میشته شول. دغه آریایان لس قبیلی وې چې یو له هغو څخه د الینا په نامه و، چې د تاریخ پوهانو په قول ، دا دنورستانیانو داجداو قبیله ده.
دالینا قبیلی نوم په هغه جنگ کې یاد شوې، چې آریایي لسو قبیلو ترمنځ پېښ شوې و. داسې ښکاري چې د الینا قبیلی خلک چې مالدار و، دهندوکش جنوبي وادي اود لوي گندهارا په شمال کې، چې گڼ ځنگلونه او ورشوگانی یې لرل، مېشته شوي وي. دا خلک ترډېره پورې دلته پاته شوي دي. د الینا قبیلی نوم په وېدي آثارو کې هم ذکر دی. (احمد علی کهزاد، ج ۱،ص۸۷ ، ۱۰۳)
دنمارکي علمي هیات چې د لینارت ایدلبرگ په مشرئ نورستان ته څېړنیز سفرکړی و لیکي: یونانی سکندر په چغسرای کې دغرني آریایي نورستانیانو له اجدادو سره مخامخ شوې او دهغو له اتڼ، شرابو څښلو، سپورت او حماسی څخه، چې یوناني کړو وړو ته ورته و، حیران شوې و.
هیات دخپلو څېړنو په رپوټ کې لیکلي : ښایي سکندر د کونړپه چغان تپه کې، چې د کونړ له دری سره د پېچ دره یو ځای کېږي، دپخوانیو نورستانیانو یوه جنگي کلا ته اور اچولی وي. داسې ښکاري چې په همدغه دچغان کلا په ځای کې، چې نن یوه کنډواله او یو پوځي کلا له پاره ښایسته ځای ده، له دوه زره او څلورسوه کاله پخوا په دغه ځای کې، سکندر اود نورستانیانو جگړه شوې او په پای کې سکندر له خوا دنوستانیانو کلا سوځول شوې ده. (کهزاد، افغانستان درپرتو تاریخ،مخ۲۸۴)
امریکایی بشرپېژندوکی لوییس دوپري لیکي: شواهد او دنورستانیانو افسانی ښېي کله چې مقدوني لښکرو د سوات په خوا حرکت کاوه، دنورستان جنگي قهرمانانو سره مخامخ شول. نورستانیانو څو ځله دسکندر لښکروته ماته ورکړه او شا تگ ته مجبورکړل. هغو دنورستانیانو له مېړانی او زړه ورتوبه تعجب وکړه او له هغوي څخه یې وغوښتل، چې دهندوستان فتحی له پاره، دخپلو جنگیالو یوه ډله، ورسره کړي. هغه و چې له زرو تر دوو زرو پورې خپل جنگیالي یې ورسره کړل. دغو جگړه مار په جیلم کی له جگړی وروسته، بېرته خپل وطن ته ستانه شول. ( محمد علم مله بار، آریانا مجله،شماره ۲ و۳ سال ۱۳۵۷)
دسکندر له مرگ وروسته د هېواد په شمال کی آریایانو او یونانی توکمو یو گډ حکومت جوړ کړ، چې په تاریخ کې د یونانو باختر حکومت په نامه یادېږي. په دغه زمانه کې، دنورستانیانو خاوره دپاراپامیزاد په نامه اداری له خوا چې مرکز یې په کاپیسا کی و، اداره کېده. (کهزاد،تاریخ افغانستان،ج ۱،مخ۲۹۵)
دمیلادی لسمی پېړی په شا اوخوا کې، کله چې دهندوکش جنوب په تېره بیا دگندهارا په سیمه کې داسلام مبارک دین لار وموند، دنورستانیانو بدی ورځې شروع کېږي.
د تواریخ خورشید جهان لیکوال لیکلی: هغوي(نورستانیان) وایي دوي لومړی دکابل له وادي تر سند پورې اباد شول. کله چې هغه ځای ته د اسلام دین بری ورسېده، دوی مسلمانو د اسلام په پیل سره، د قندهار (گندهارا) له ملکه وشړل. دوی شمالي غرونو ته لاړل، چې اوس پکې اباد دي. هغوي وايي لومړی څلورقومونه و؛ له هغو څخه درې یې مسلمانان او څلورم یې اسلام نه منلو په وجه، خپل وطن او ټاټوبی پرېښود، او دغو غرونو ته یې پناه یوړه . (شیرمحمد گنداپورابراهیم زی،مخ ۳۱۷، کال ۱۳۱۱هـ ق)
دنورستان خلکو په بیلابېلو وختونو کې دکوشانیانو، داردستان،بلورستان او کتور په نامه حکومتونو کې برخه لرله اودهغوی خاوره ددغو حکومتونو برخه وه . ویل کېږي چې بلورستان په نامه ملک کې ددوی ونډه ډېره وه. (غبار.جغرافیای تاریخی افغانستان،مخ ۱۶۲)اشا اوخوا په لسمه پېړئ کی کله چې د پخوانی نورستان شا اوخوا ټولو سیموکی د اسلام دین خپور شو، دنورستانیانو سیمه، د کافرستان په نامه مشهورشو.
دنورستانیانو د اصل او نژاد په اړه پخوا مختلفی نظریی ورکړل شوي دي. نورستانیان دخپل سپین رنگ، شینو سترگو او خرمایی وېښتانو له امله ځینو یونانیان او ځینو عرب بللي دي. خو اصلي خبره داده، چې دوي په خټه آریایان اود افغانستان اصلي اوسېدونکي دي، چې له زرگونو کلونو راهیسی ، په آریانا او اوسنی افغانستان کی اوسېدلي دي. (کهزاد، افغانستان درپرتو تاریخ،مخ ۲۷۳و ۲۷۹)
مختلفو فاتحانو لکه سلطان محمود غزنوي، امیرتیمور ،اسلامي محلي حکمرانانو،قومی ایله جاریانو اوملیشو او انگریزانو وار وار په نورستان یرغلونه ور وړي، خو بشپړ برئ یې نه دی وړی. په دغه موده کی دنورستانیانو ډېره خاوره د همدغو محلی حکمرانانو اوایله جاریانو له خوا لاندی شوې ده. دغو جنگونو نیږدي زرکال دوام موندلی دی. ترڅو چې امیر عبدالرحمن خان په کال ۱۳۱۳ هـ ق = ۱۸۹۵م کی نورستان ونیو اوخلک یې چې په آریایي دین باوري و، د اسلام په مبارک دین مشرف او د کافرستان نوم یې په نورستان واړاوه.
دنورستان تېرتاریخ او پېښو ته په کتو دا په ډاگه کېږي چې د نورستان خلکو دمیلادی لسمی پېړۍ له لومړیو څخه دمیلادی نولسمی پېړۍ تر وروستیو پورې مسلمانو سره زرکاله جگره او مقاومت کړې ده. دجگړی په دغه زرکلن موده کې، بی شمېره وگړي له دواړو خواو څخه وژل شوې دي.
بو بشرپېژونکي پوه لیکلی: دکافرانو غرنی زیگ ټولنې چې سرشاره روح اوله خپل وطن سره یې ډېره مینه پاللی ده، له خپلواکۍ سره مینه له هغو څخه جنگي او مېړني خلک جوړ کړی دی. (مارتین فویگت. کافرستان،مخ۸۵)
د نورستانیانو تېرتاریخ ډېر خونړی او د ډېرو خونړیو کېسو ډک دی. دنورستان یا د پخواني کافرستان سیمه ډېره پراخه وه خو د جگړو په وجه، دوی شاتگ ته اړشوي او خاوره یې مسلمانو لاندی کړی ده . حتا د امیرعبدالرحمن خان په جنگونو کی هم، د نورستان بریکوټ، کټار،گمبیر،دېوي او دغربی نورستان گډوال سیمی یې ایله جاریانوته چې غنیمت ترلاسه کولو له پاره یې دحکومت په څنگ کې نورستانیانو سره جگړه کوله، ورکړي ،چې زموږ خلکو ته تراوسه د پوره سرخوږی اوجنجالونه منبع په توگه پاته دي.
فرهنگ :
دفرهنگ یا کلتور کلمه دیو ملت اوقوم ټول مادي اومعنوي برخی رانغاړي. زه دلته دهغه لوي مفهوم څخه دنورستانیانو پخوانی دین او ژبې ته توجه کوم، چې ریښه یې د هېواد آریایي تاریخ او فرهنگ ته رسېږي.
یو فرانسوي لیکوال لیکي: دنورستان خلک دهندوکش دپخوانی تهذیب او تمدن وارثان دي. دنورستانیانو دود او دستور دهندوکش د آریایي تمدن مظاهر او نمونی دي. (کهزاد، افغانستان درپرتو تاریخ،مخ۲۷۱)
فرانسوی تاریخ پوه واله دو پوسن په آریایانو کې دنورستانیانو نیکونه د الینا په نامه یاد کړي او لیکي چې نورستانیانو خپل آریایي ځانگړنی په ښه توگه ساتلي دي. دهغو دژوند، رواجونو او ژبې مطالعه، د افغانستان د تېر تاریخ ډېره برخه، روښانه کوي. (معتمدی،مذهب قدیم نورستان، الف مخ)
دنمارکي پوه لینارت ایدلبرگ لیکلی : مخکې له دی چې اروپایی پوهان دنورستان ټولنه له نیږدی وڅېړي ، گاونډیانو مذهبی دښمني له مخی ،نورستانیان بی فرهنگه خلک معرفي کول. کله چې دمختلفو علومو پوهانو دنورستاني ټولنې نژاد،فرهنگ او ژبه له نیږدی وڅېړله، ورته معلوم شو چې دنورستان خلک ددوي پخواني تصورپه خلاف، لوړ انساني فرهنگ لرونکي خلک دي. له همدي امله نوموړی پوهانو نورستان د (هندوکش هېواد) او فرهنگ یې د(هندوکش تمدن او تهذیب) په نامه یاد کړی دی .( نورستانی بلدنگز،مخ ۲۲،دنمارک ۱۹۸۴)
څرنگه چې پخوانی نورستان تل دمسلمانانو تریرغل لاندی و، دوي هم په متقابله توگه ترکونړ،باجوړ ، بهسود، بدخشان ،پنجشیر،لغمان او نورو شا اوخوا دمسلمانانو په کلیو او بانډو حملی او مرگ ژوبله یې اړوله، او په همدغه مناسبت په خپل ټولنه کې، اجتماعی اوسیاسی لقب او مقام ترلاسه کاوه.
د ستوارت الفنستون په خبره کافران د مسلمانانو په وژنه کې سخت زړی، خوپه راشه درشه کې مهربان خلک دي. ترڅو چې کافر کوم مسلمان نه وي وژلی، د ټولنې له اجتماعی اوسیاسی امتیازاتو څخه بی برخه و. (افغانان،مخ ۵۶۸)
پخواني نورستانیان داتڼ سخت شوقیان و. واړه زاړه، ښځی او نارینه ټول نڅېدل . نڅا ددوي دمړي د تدفین او دینی مراسمو یوه برخه وه. هغو د سپینو زرو په جامونو کې درې ډوله رنگین شراب څښل . دپخواني نورستان ټولنه کې محلی قانون ښه په زور چلیده. د ژوندون چاری پرمخ بیولو له پاره یې په هر کلي کې آریایانو په شان، دوه شورا گانی لرل، چې یو یې د کلي مشرانو او مخورو، اوبل یې کلیوالی شورا وه، چې اوس هم زموږ په کلیو کې شتون لري، اوکلیوالی مسلی سمبالوي. جرگه هم یو پخوانی دود دی چې ترننه شتون لري. دشورا گانو اود جرگی پرېکړه په هرحال خلکو ته دمنلو و. همدا نظام و چې نورستانیان یې زرکاله د دښمنانو په مقابله کې کلک ساتلي و.
نورستانیان له پخوا راهیسی مالداره دي. دوي ته دغه میراث ددوي له آریایي نیکونو ورپاتې ده. مالداري آریایانو په منځ کې با اعتباره او دقدر وړ مشغولا بلل کېده. مالدار کس اوس هم (اېرا) په نامه یادېږي. د اېرا کلمه له آریایي (آریا)کلمی څخه مشتق ده،چې د نجیب، محترم او شریف په معنا،استعمالېده.
په پخوانی نورستان کې د امیدوارو ښځو له پاره د زېږنتون شتون یوه بله مهمه اجتماعی نهاد و. په دغه ځای کې امیدوارو ښځو له کلي بهر د یوی زړی با تجربه ښځی ترنظر لاندی، ولادت کاوه، اوشا او خوا شلو ورځو تېرولو وروسته، په داسې حال کې مور او ماشوم کورته ستنېدل، چې ددوي په ویاړ د خوښی محفل جوړو.
دپخواني نورستانیانو دین درې برخه درلوده. لومړی ـ گڼ شمېر معبودان چې په راس کې یې (یمرا یا امرا ) قرار درلود. دوهم- د زړه ور نیکونو ارواحو ته احترام. درېيم- جنیاتو ته احترام یا عقیده.
دوي کاینات په درېو برخو وېشلی و. پورتنی دنیا یا اسمان، چې د معبودانو دنیا انگېرل کېده. منځنی دنیا یا نړی ،چې انسانان پکې اوسېږي. ښکتنی دنیا، چې هلته د مړو ارواح شته دي. دوي همدارنگه په جنت او دوزخ هم باوري و.
پخواني نورستانیانو له مسلمانانو سره بېرحمانه جگړو سره سره، د ځینو کلیو ترمنځ د قرارداد په اساس سوله برقرار او یو بل کلیوته یې د( نیواݩ) په نامه استازی لېږل، چې دنوموړو کلیو خلکو ترمنځ راکړه ورکړه او نورو ورپېښومسلو حل را ایستل ددوي دنده وه.
دیوید کتز په نامه یو امریکایی ټولنپوه چې دنورستان فرهنگ دڅېړنی له پاره یې یو کال په نورستان تېر کړی،لیکي: نورستان بډایه او له ماجرا ډک تېر تاریخ لري. هغه میراث چې له پخوا ورته پاتې ده، په افغانستان او په ځینو برخو کې حتا په ټوله نړۍ کې، ساری نه لري.
هغه عامل چې د نورستان د فرهنگ راتلونکې ټاکي، له دغه بډای میراث سره دخلکو چلند ده. د اوسنی وضعی دوام دومره خطرناک دی چې کېدای شي دخپل ارزښتمن تاریخي او فرهنگي میراث له لاسه ورکړي. کله چې دغه ارزښتمن میراث له منځه لاړ شي، بیا به هیڅکله ترلاسه نشي. ( دنورستان سمینار له پاره مقاله،۱۳۹۲ کابل)
هغه تشویش چې نوموړی پوه ښکاره کړی و ، له بده مرغه نن موږ په خپلو سترگو وینو چې زموږ ارز
ښتمن فرهنگي میراث له منځه تلو په حال کې ده.
خلک دخپل تاریخي فرهنگ په ارزښت نه پوهېږي او ټول یو مخ له منځه وړي. بی له شکه هغه دودونه او رواجونه چې د اسلام مبین دین ارشاداتو سره په ټکر کې وي دهغو طرفداري څوک نه کوي، اما زموږ د فرهنگ ښایسته برخی هم شته دي چې باید وساتل شي. دا مسوولیت ترډېره د نورستان ولایت مسوولینو مسوولیت دی.
نورستاني ژبه د نورستان دخلکو دفرهنگ یوه لویه او په زړه پورې برخه ده. ډېرو ژبپوهانو دنورستاني ژبی په اړه څېړنی کړي دي. په نورستان کې دځینو پوهانو په قول څلور اود ځینو په قول پینځه ژبې شته دي،چې دغه ټولی ژبې تر یو عنوان یعني( نورستاني ژبې) لاندی مطالعه کېږي. دا ځکه چې دا ټولی ژبی دژبنی جوړښت له مخی، بیخي سره ورته او لغتونه هم سره ډېر نیږدی، دي. داسې ښکاري چې په لند تېروخت کې له یو بل څخه جلا شوي وي.
د ژبپوهنی له اوږد بحث څخه تېرېږم. دنورستاني ژبی په اړه د مشهور ژبپوه مورگنسترن خبره را اخلم چې دخپلو څېړنو په پاي کې وړاندی کړی او تراوسه د ټولو ژبپوهانو له خوا منل شوی ده.
هغه له خپل وروستي فیصلی مخکې، دنورستاني ژبی په اړه دوه فرضیی وړاندی کړی وی.
لومړی- ښایی نورستاني ژبه مخکې له دی چې ویدي ژبه ( دهندی ژبو مور)،او اوستایي ( دفارسی او نورو ورته ژبو مور) ژبې له یو بل څخه جلاشي، د اندو آریایي ژبې اصلي تنی څخه جلا شوې وي .
دوهم – ښایي نورستاني ژبه کله چې ویدي ژبه له اندو آریایي ژبې څخه جلا شوه، نورستاني ژبه ډېر ژر له ویدي ژبی له تنې څخه جلا شوې وي.
له دغی پریکړی وروسته نوموړی بیا هم نورستانې ژبی باندې خپلو څېړنو ته دوام ورکړه او په پای که دا وویل چې : نورستاني ژبه د اندو آریاني ( اندوایراني) ژبی، یعني دهغې ژبې له تنی څخه را جلا شوې ده، چې اریایانو له مهاجرت څخه مخکې په بلخ کې ویله . په دی ډول، نورستاني ژبه د اندوآریاني ژبی درېيمه څانگه ده. یعني: ۱- ویدي ژبه ۲- اوستایي ژبه او ۳- نورستاني ژبه.
دنورستاني ژبې په اړه د مورگنسترن دغه فیصله تراوسه د ژبپوهنې په ټولو علمي محافلو کې دمنلو وړ ده. په دی ډول نورستاني ژبه له نن څخه ۵۰۰۰ او تر۵۵۰۰۰ کلو پورې پخوانی عمر لري . په دی توگه، نورستاني ژبه د هېواد ډېره پخوانی ژوندی ژبه بلل کېږي.
امریکایی ژبپوه ریچارد سترند ویلی: نورستانیان باید پوه شي چې ژبه دفرهنگ اصلي محرک دی. که چېری ژبه له منځه لاړه شي هغه فرهنگ چې ژبه دهغه استازیتوب کوي، هغه هم له منځه ځي.
متاسفانه نن زموږ خلک دخپل فرهنگ او هم د خپل ژبی په تاریخي ارزښت نه پوهېږي. ترکومه چې لیدل کېږي، زموږ په ژبو کې دري، پښتو، عربي، او حتا پنجابي کلمې یا په نا پوهي او یا په قصدي او ارادي ډول ورگډول کېږي؛ چې دا کار زموږ ژبی او فرهنگ په حق کې د نه بخښلو وړجفاده .


