انگلیسی استعمارگران په تیرو پیړیو که چی هرچیرته رسیدلی ،لومړنی کاریی دا وو ،چی دسیمی اودهغه داوسیدونکو خلکو په اړه ،معلومات دترلاسه کولو هڅه یی کړیده. ځکه دوی په هره سیمه کی له همدغو دوو لارو پرمختگ کړی ده . دسیمی له جغرافایی وضع څخه ،دخپل پوځی پرمختگ اواشغالگری له پاره ، او دخلکو په اړه له معلوماتو څخه، دخپلی گټی له پاره دهغو په منځ کی دنفاق په اچولو کی گټه اخیستی ده ، او دخپل هغه مشهورسیاسی مقوله ،چی نفاق واچوه اوحکومت وکړه،سیاست یی تطبیق کړی ده.
کله چی انگریزی استعمار په نولسمه پیړی ،په تیره بیا په 1880 م لسیزه کی دافغانستان په پولو باندی د ناجایزه گوتی وهلو پیل وکړ،یوازینی سیمه ،چی د هغو له نظره لیری پاتی او دهغه په اړه یی معلومات نه درلودل،هغه دکافرستان یا د پخوانی نورستان سیمه وه. انگریزانو غوښتل ددغی سیمی اودهغه ځای د اوسیدونکو په اړه معلومات ترلاسه او وروسته له امیرڅخه دمخه ځان هغه ځای ته، ورسوی.
دلته دپخوانی نورستان یا کافرستان په اړه ځینی هغه یادداشتونه راوړم چی هغوته لاسرسی گران کاراود هرچا له وسه نده پوره . خو انگلیسی محقق جونز Schyler Jons توانیدلی دغو سندونوته ،چی په لندن کی ، دهندوستان ددفتر په کتابتون The India Office Library London کی شته،لاسرسی پیدا او ورڅخه یادداشتونه واخلی.
په دغو یادداشتونو کی، چی ټول دا وخت پټ مکتوبونه بلل کیږی،دپخوانی نورستان په اړه (1885-1886 م) کلونو یو ډول سیاسی پیښی پکی په ډاگه شوی دی،چی دانگلیسی استعمار گڼو استازو له خوا چی په چترال، پیښور،خیبر،گلگیت،اوکابل کی یی ماموریت درلود،لیکل شوی دی.
څرنګه چی دغه سندونه ډیر مهم اوتقریبا ْ دلومړی ځل له پاره خپاره شوی دی ،ما وپتیله چی دا سندونه باید دنوروپه واک کی هم ورکړم چی ورڅخه ګته واخلی .
له دغو سندونو څخه په یوه کی راغلی : دبرتانوی هند وایسرا لارد دوفرین Lord Duffrin په 1885 میلادی کال هوډ وکړه چی باید دهندوکش دطبیعی زیرمو اوخلکو په اړه معلومات ترلاسه کړی .ددغه مقصد له پاره یی د کلونل لوکهارت Colonel W. Sa. Lockhart په مشری دیو هیات لیږل یی دهماغه کال دجون په میاشت کی تصویب کړ.
باید ووایم چی هیات نورستان ته له تگ څخه مخکی بدخشان ته تللی ووږ اوغوښتل یی چی له هغه لاری پخوانی نورستان ته ورننوزی .دلته هغه سندونه راوړم ،کوم چی دهیات د تگ په اړه تبادله شوی دی .
دپلاوی له تگ وړاندی کننگهم Cuningham ،کلونل لوکهارت ته په هغه لیک کی چی د1885کال دجون په شپږمه نیټه لیږلی ،خبرداری ورکړی اولیکلی چی هڅه وکړی دامکان په صورت کی کافرستان ته ورداخل شی .حکومت هیله لری چی دخلکو اودسیمی دکنډونو(کوتلونو) په اړه پوره معلومات ترلاسه کړی.
په اوس وخت کی هیله دا نه ده چی له کافرستان څخه کوم افغانی سیمی ته ورننوزی . ښه داده چی دافغانی حکومت اداری مقامات،په کافرستان کی ستاسو موجودیت باندی پوه اوخبرنشی .
په لیک کی راغلی: هغه لیکونه چی دهند حکومت له خوا ستا پلاوی ته لیږل کیږی، ټول باید ستا له نظره تیرشی. په تینگار باید وویل شی چی هیڅ ډول خبر ورځپاڼه لیکونکو ته باید ورنکړل شی . همدارنگه له علمی اوجغرافیایی ټولنو اوموسساتو سره له اړیکی څخه ځان وساتۍ .کله چی له پولی تیرشولی، هر څومره چی لږ خلک درڅخه خبروی،هومره ښه ده .
هغه په لاس لیکلی پټ لیک کی چی د1885 م کال داگست په پنځلسمه ،هانری مارتمر دیورند Henry Martmer Durand ،اوند تیودور(دانگلیس کوم لوړ مقام) ته یی لیږلی،پکی لیکلی وو : ... هیله ده چی دهندوکش ،واخان اوبدخشان کنډونه دلوکهارت اودهغه دهیات له خوا ښه مطالعه شی . لوکهارت ته دنده سپارل شوی چی له هر ډول خپرونو څخه ډډه وکړی چی څوک دکافرستان په اړه فکر ونه کړی ،او امیر هم باید زموږ له دغه کار څخه خبرنه شی .
تل ما دا تشویش لرلی چی زموږ ډک ټوپک آزادو قبایلو په تیره تیره، کافرو خوا ته ونه گرځی،چی دا دهغوی دلاندی کولو لومړنی پړاو دی. پرسیره پردی ،هیله نه لرم چی لوکهارت له حرکت څخه روسان خبر نشی .
دهیات دسفر هدف په هغه لیک کی چی د1885 م کال د اگست په 28 نیټه دوفرین Duffrin لارد چرچل Lord Randolf Churchill په نامه لیږلی ،په ښه ډول روښانه شوی دی . هغه په خپل لیک کی لیکلی چی د لوکهارت د لیږلو هدف داده ،چی د چترال له مهتر امان الملک سره، دوستانه اړیکی ټینگ شی، اود چترال اودهغه شمال غرب ته، دهندوکش دسړکونو،کنډونو،زیرمو او خلکو په اړه معلومات را ټول شی. برسیره پردی ،زموږ هیله داده چی که ممکن وی له کافرستان سره دوستانه اړیکی ټینگی کړو او د معلو ماتو تشه ډکه کړو .
د1885 م کال دفبروری په دویمه نیته ،هندوستان څخه امیرعبدالرحمن خان ته لیک واستول شو ،چی پکی لیکل شوی وو: دلوکهارت هیات له واخان او بدخشان څخه تیرشوی ،د1886م کال دمارچ په 25 نیټه کله چی ژمی تیرشی،کافرستان ته داخلیږی. په لیک کی هیله شوی وو ،که چیری ددغه هیات دسفر په هکله کوم اعتراض نه وی،هیله شوی چی ،خپلومامورینوته دی خبرورکړی .
امیرعبدالرحمن خان دپورتنی لیک په ځواب کی چی 1886کال دمارچ په 23 نیټه لیکل شوی،خپلو سرحدی مامورینوته خپل دستور په اړه ډاډینه ورکوی. خوامیرپه هغه لیک کی چی د1886 داپریل په لسمه نیټه دهند ویسرا ته یی ولیږه ؛ولیکل چی: کافرستان ته د کلونل لوکهارت په مشری هیات د تگ په هدف نه پوهیږی،او له موافقت څخه ترهغه پوری ،چی د سفر هدف معلوم شوی نه وی ،ډډه کوی .
د1886 کال د اپریل په 22 نیټه امیرځواب ترلاسه کړ، چی په هغه کی لیکل شوی وو: دهیات دسفر هدف یوازی دسیمی او د خلکو په اړه د معلوماتو ترلاسه کول دی،اودبریتانوی هند حکومت هیڅکله د کافرستان دنیولو خیال نه لری .
امیر عبدالرحمن خان له پورتنی مکتوب ترلاسه کولو وروسته ولیکل چی هیات ته اجازه نه ورکول کیږی چی له بدخشان خڅه کافرستان ته ورداخل شی .
د1886کال دجون په نهمه نیټه امیرته لیک ورسید چی په هغه کی لیکل شوی وو: دلوکهارت هیات لا پخوا واخان خواته حرکت کړی دی . د هندوستان ویسرا هیله لری چی امیر خپل پریکړی ته بدلون ورکړی.
په هغه لیک کی چی د1886 دجون په 16 نیټه د پیښور کمیساری مرستیال ته لیږل شوی په هغه کی نوموړی ته لارښونه شوی وو ،امیرته فوری پیغام ولیږی چی دکلونل لوکهارت هیات له ډیرو ستونزو سره مخامخ دی اود موادو او پیسو مرسته یی غوښتی ده. ویسرا له امیر څخه تمه لری چی فوری امر وکړی چی له هیات سره دوستانه چلند وشی، اوله میلمه پالنی څخه برخمن شی .
امیرعبدالرحمن د1886 دجون په 22 نیټه په خپل لیک کی اطمینان ورکړ ،خو کافرستان ته یی دهیات دتگ ممانعت له دی کبله وکړ، چی په هیواد کی اړدوړ د را ټوکیدو په حال کی وو.
په هغه لیک کی چی 1886 د اگست په دریمه نیټه په کابل کی دبرتانوی هند استازی عطا الله خان سرداربهادر له خوا دبریتانوی هند حکومت سکرتریت ته یی لیږلی ،پکی لیکل شوی وو: کله چی موږ ډوډی خوړله ،امیرته می وویل: دهند حکومت هیله لری چی دکافرستان یوه نقشه ترلاسه کړی اوله هغه کس څخه چی دهغه سیمی دجغرافیی او کنډونو په اړه پوهه ولری،معلومات ترلاسه کړی .
امیر په ځواب کی وویل: ما دکافرستان سرحدونه لیدلی دی ،خو دکافرستان پوره او کره نقشه ایستلی نشم. ورپسی امیر په خپل لاس یوه نقشه رسم کړه ،چی کاپی یی ضمیمه درلیږم.
امیر را ته وویل: ترڅوچی یوه مکمله نقشه ترلاسه شوی نه وی ،دغه نقشه حکومت ته مه لیږه . اوزیاته یی کړه ، کیدای شی تیروتنی پکی وی .
ما له امیر څخه وپوښته چی ایا داسی کوتل شته چی هغه بدخشان اوهند ته لار ولری؟ امیرځواب راکړ : هغه خواته لار نشته. دچغتائیانو په زمانه کی به خلک دره نور ته ورننوتل او بدخشان ته به ووتل . دا ډیره لنډه لاره ده ،خو ډیر نری ده . یو سپور دوه میله سپور،او دوه میله باید پیاده لاړ شی .
امیرمنشی ته امر وکړ چی کونړ،دره نور،لمگان(لغمان) ،تگاو، نجراو،پنجشیر،اندراو(اندرآب)،خوست، فیض آباد،جرم، شاه خسرو،اوانجمن ته دی ولیکی ،هغه تاجردی کابل ته راولیږی، چی کافرستان ته تللی وی.امیروویل له دغو کسانو څخه دمعلوماتو تر لاسه کولو وروسته ،نقشه جوړیږی.
امیرزیاته کړه، افغانی سرحد له کونړ څخه ترچتراله پوری، امتداد لری. چترال او اسمار(۱) یوازینی ځایونه دی چی دافغانستان په قلمرو کی نه دی شامل. تیرکال دچترال مهتر د اسمار په اړه یو بد نیت لرله. دهغه ځای خلکو له ما مرسته وغوښت . ما د چترال مهتر ته ولیکه چی دغه شان فکردی له سره لیری کړی اوکه نه جنگ به وشی . کافرستان گن نفوس لری چی (دسیند ) په دواړو خواو پروت دی.
ما له امیر څخه وپوښته چی ایا له کافرستان څخه سوات ته سړک شته؟ امیرځواب راکړ: نه . سړک نشته،په کونړ کی ختمیږی . وروسته امیر وویل چی کافرستان تقریبا ً په مستقیم ډول شپیته میله اوږدوالی لری.
په کابل کی دبرتانیی استازی Britsh Agent عطا الله سرداربهادر د1887 د اکتوبر په 18 نیټه دهند حکومت سکرتریت ته ولیکل : ما هغه والا حضرت په بالا حصار کی ولید. له روغبړ وروسته په چوکۍ کیناستم. دکافرو پنځه جینکی اویوه ښځه ،چی یو ماشوم یی په غیږ کی وو ،دامیر حضور ته راوستل چی قیمت ورباندی کیږدی. په هره یوه ،څلور سوه روپی قیمت کیښودل شو،چی نیمایی یی ددولت خزانی ته ورکول کیږی .
ما ورڅخه پوښتنه وکړه چی دغه کسان یی نوی راوستی دی؟ والا حضرت ځواب راکړ،هو . ځینی وخت کافران له افغانی مسلمانانو څخه اسیران نیسی، او له ځانه سره وړی . ما له دی کبله له کافرستان څخه دهیات دلیدنی، مخالفت وکړ.
ما ورته دهیات د سفر هدف توضیح کړه چی دسیمی دجغرافیی په اړه دمعلوماتو تر لاسه کول دی ،چی دهغه له مخی نقشه جوړه شی،بل کوم هدف نشته . اروپائیان دهمدی مقصد له پاره دنړی هری سیمی ته سفر کوی چی دملکونو په اړه جغرافیایی معلومات ترلاسه کړی . په دی لاره کی ډیری پیسی لگوی او ربړ گالی .
\*
کله چی امیرعبدالرحمن خان دلوکهارت په مشری انگلیسی پلاوی ته اجازه ورنکړ ،چی دبدخشان له لاری کافرستان یا پخوانی نورستان ته داخل شی، یوکال وروسته، انگلیسی هیات د امیر له اجازی پرته ، کافرستان ته لار.
هیات دزیدک په نامه دچترال اونورستان ترمنځ دکوتل څخه تیر، او د بدواں(احمد دیوانه) کلی له لاری باشگل دری ته ورداخل او ځان یی برگمټال ته ورساوه . لوکهارت ،لومړی هلته دریو کسانوسره د نورستانیانو دود سره سم ،دیو وز په حلالولو سره، وروری وکړه،ترڅو دپښو ځای پیدا کړی .له دغه کاروروسته ،دسیمی له دریو تنو مشرانو سره، په داسی حال کی چی د نوموړو کسانو زامن هم حاضروو ، یوه موافقتنامه لاسلیک کړ.
دلوظنامی د لاسلیک په وخت کی کلونل لوکهارت اودهغه د پلاوی غړی ، دسیمی خلکو په استازیتوب دغو لاندی کسانو حضور درلود :
1-مارا(مرو- مرا) 2- ملیک 3-گلمیر 4- دمارا زوی چنلو 5 – دملیک زوی میرک 6- دگلمیر زوی شتالوک.
دلوظنامی په متن کی چی په انگلیس ژبه لیکل شوی وو،راغلی وو : په هغه صورت کی چی دربریتانیا ترحمایی لاندی سیمو باندی کوم یرغل وشی،هغه مشران چی پورته نومونه یی ذکر دی،کاتی ځوانان به مرستی ته ورلیږی چی تربرید لاندی سیمه له غلیمه پاک شی.
په مقابل کی برتانوی حکومت دغو پورته یا دو شویو مشرانو ته دمیاشتی لس روپی په خپله سیمه کی ورته ورکوی،ترڅو ځانته وسله واخلی . دباشگل مشران یو افسر او پنځه سوه برتانوی سرتیری دخپلو ځوانانو د روزنی له پاره منی .
ددغی لوظنامی اصلی متن، چی دیو وز په حلالولو ،اوپه خپلوکی دهغه د زړه په ویشلو، سره لاسلیک شوه ، مارا ته وسپارل شوه ،چی هغه اود هغه راتلونکی نسل، هغه وساتی . (۲)
دځینو منابعو په حواله ویل شوی چی دکلونل لوکهارت په مشری انگریزی هیات دسیمی دخلکو له خوا وشړل شو. (۳ )
له پورته یادداشتونو څخه ښه په ډاگه کیږی چی انگریزانو ډیرهڅه کړیده چی پخوانی نورستان لاندی کړی . د امیرعبدالرحمن خان له لیکنو څخه څرگندیږی چی نوموړی دنورستان په اړه دانگریرانوپه بد نیت پوهیده . کوم دلیلونه چی نوموړی د پخوانی نورستان ژر نیولو په اړه راوړی ،په هغه کی دانګریزانو د بد نیت وضاحت شویدی.
ماخذونه:
۱- د1891 م کال ددسمبر په میاشت کی د اسمارخان چی تیمورمیرزا شاه نومیده ،له امیر عبدالرحمن خان څخه یی خپل بیعت اعلان او په دی توگه اسمار د افغانستان جز وگرځید .
۲- معتمدی، مذهب قدیم نورستان، ص۱۶۹
۳- تازه ،ریشه های تاریخی وفرهنګی نورستان،ص۹۷