دکونړ د ناوی تاریخ څېړنه

 

د تاریخ په شهادت کله چې مالدارو آریایانو له میلاد څخه شاوخوا دوه زره کاله د مخه له بلخ څه د هندوکش جنوب ته په کوچېدو پیل وکړ ، له هندوکش څخه له اوښتو وروسته دوي له خپلو مالونو رمو سره د هندوکش په ختیځو او جنوبي شنو درو کې مېشت شول. دا ښاېسته درې، هغه درې دي چي آریایانو پکې د ویدا سندرې ویلي دي. په ویدي آثارو کې د پخواني آریانا د سیمو، سیندونو او غرونو نومونه راغلي دي . دا په دي مانا ده، چي دغه سیمې او سیندونه پخپل وخت مشهور او نومیالي ول. د ریگویدا د ځینو سندرو څخه د اریایانو د حرکت خوا څرگندیږي. دغه سندرې ښيي چې ویدي قبایل د هندوکش له درو څخه راښکته شوي او هغه ځایه د سیندونو طبیعي مجراوې را اخیستې؛ ختیځ، سهېل او سهېل لویدیځ خوا ته خپاره شوې دي. له هغو څخه یوه ډله د کابل سیند او د هغه مرستیال سیندونو په استقامت د تگاب، نجراب او لغمان له لارې د کونړ سیند حوزې ته رسېدلي او له هغه ځایه یې د سوات سیند حوزې ته ځان رسولی  دی.(۱)

په ریگویدا  کې، چې دویدي آریایانو ډېر مهم راپاتې اثر ده، د (راسا) نوم چې د کونړ دسیند آریایي نوم دی ، څو څو ځله راغلی او د سیندونو په سندرو کې د کابل سیند د مرستیالانو په ډله کې یې هم نوم ذکر شوی دی ، چې په ځینو پخوانیو اثارو کی د خواسپس Khoaspes په نامه  هم یادشوی دی .(۲)

د هېواد نومیالي مورخ ارواښاد احمد علي کهزاد لیکي: د هېواد په ختیځ کې هم ځینې سیمې او سیندونه شته، چي په ویدي سندرو کې یې ذکر شوی دی لکه د راسا سیند، چي عموماً د کونړ سیند تعبیر شوی دی . ددغه سیند نوم څو څو ځله په ویدي سندرو کې یادشوی دی. د سیندونو په سندره کې د راسا سیند د کابل سیند له مرستیال سیندونو څخه گڼل شوی او موقعیت یې د کابل او سوات د سیندونو تر منځ  ښودل شوی دی.(۳) په دې توگه د کونړ ناوه یوه له هغو سیمو څخه ده ، چي آریایان له شمال څخه جنوب ته له کوچېدو ورسته پکې استوگن شوي دي .

 کهزاد وړاندې لیکې: د اوستایي اثارو له مخې د آریانا خاوره له شپاړسو برخو څخه جوړه وه. د پوهانو په اند ، دغه خاوره تر ډېره هغه سیمې رانغاړي کوم چي د هندوکش شاوخوا د آمو (اکسوس) او سند (اندوس) سیندونو ترمنځ پرتې دي. په دې توگه دافغانستان ټوله خاوره د پخوانۍ آریانا په غیږ  کې راځي. له دي څخه داسې نتیجه اخیستل کیږي، چې د اوستایي زمانې آریایانو خپل ټاټوبې، چي د هندوکش څلورو خواو ته پروت و، ښه پېژانده .(۴)

مقدوني سکندر د ایران هخامنشي داریوش له ماتولو وروسته په افغانستان يرغل وکړ ، له فتوحاتو سره د هندوکش شمال ته واوښت. کله چي په شمالي آریانا کی له فتوحاتو وزگار شو ، ویې غوښتل چي هندوستان هم فتح کړي. ددې هدف د پوره کولو لپاره له پروان څخه د پنجشیر سیند په پَل تگاب، نجراب او لغمان ته ورسېد.

د فوشه په خوله، سکندر په لغمان د نیکایا  یا نیسه Nicee په نامه ښار ودان او ددغه فتح او بري په ویاړ یې دغه ښار د یونیزوس یوناني رب النوع په نامه یاد کړ او د بري شکرانه یې دغه رب النوع ته وړاندې کړه. سکندر په نیکایا کې واورېده، چي د کونړ، باجوړ، سوات او نورو سیمو خلک چي په غرونو کې اوسیږي، هېڅ چا ته د اطاعت او تابعیت سر نه ټيټوي، نو ددغو خلکو د لاندې کولو لپاره یې خپل لښکر په دوو ډولو ووېشل . د لومړۍ ډلې مشرتوب یې خپله سکندر پر غاړه واخیسته. سکندر ددغې مشر د کونړ سیند (کهویس Khoes) په استقامت، د کونړ په دره کې د اوسني چغه سرای په شاوخوا کی ، چي د پېج درې په خوله کې پروت دی، د نورستانیانو له نیکونو سره مخامخ شو. وروسته د اسمار شاوخوا سیمو څخه سوات او بونیر ته واوښت او سند ته ورسېد.(۵) خو د ارواښاد حبیبي په قول سکندر د کونړ او اسمار وادۍ له لارې باجوړ او جندول ته واوښت.(۶)

ډنمارک کې بشر پېژندونکیو له خپلو څېړنو وروسته لیکلی : له احتمال څخه ليرې نه ده ، چي ستر سکندر له کونړ څخه د تېريدو په وخت کې د پیج درې په خوله کې د پخوانیو نورستانیانو یوه لوي کلي او یا یوه پوځۍ کلا ته اور اچولی وي. ډېر گمان دادی، چي د سکندر په زمانه کې په همدغه ځاي کې چي د چغان غونډۍ ده او پوځي چوڼۍ لپاره مناسب او ښه ښایسته ځاي ده، دوه زره څلورسوه کاله وړاندې د نورستانیانو نیکونه، له مقدوني فاتح لښکرو سره جنگېدلي او په پاي کې يې د دوي قرارگاه ته اور اچولی وي.(۷)

سکندر له کونړ څخه تر باجوړ پورې، د افغانانو له سخت مقاومت سره مخامخ شو او په هغو جنگونو کې چې هلته وشول، خپله دوه ټپونه یې واخیستل او نور جنرالان یې هم زخمیان شول. سکندر له بري وروسته ښارونه وران او اسیران یې ووژل.(۸) د اوسني چغه سرای په شاوخوا پروت ښار باندې د جگړې په موده کې کله، چي مقاومت ډېر سخت شو، سکندر پوه شو چي ښار په اسانۍ فتح کېدونکی نه دی ، د ښار چارچاپېره وگرځېد تر څو د ننه ښار ته د نفوذ ځاي پیدا کړي. د ښار خلک په میړانه وجنگېدل او سکندر د يوې خونړۍ جگړې په پاي کې په ښار وروخوت. خلکو ښار پرېښود او وتښتېدل. د یوناني لښکرو هغوي پسې واخیستل ا و د خپل سالار ټپي کېدو په غچ کې هر څوک چي به په لاس ورغلل ، وژل به يې او له هیڅ ډول بېرحمۍ څخه یې ډډه ونه کړه او همدارنگه سکندر د ډېرې غوسې له امله، چي د ښار د خلکو مقاومت له امله ورغلې وه، امر وکړ چې ښار دي وران کړای شي.(۹)

کله چي سکندر ومړ ، یونانیانو په باختر کی د محلي عناصرو په مرسته حکومت جوړ کړ، چې د افغانستان په تاریخ کې د یونانیانو- باختر حکومتونو په نامه یادیږي. ددغو حکومتونو ددرېيمې لړۍ وروستۍ باچا هیلیکلیس Heliokles  ، چې د یونانیانو – باختري حکومتونو  وروستی باچا هم دی ، د هندوکش شمال له پریښودو وروسته د گندهارا و لایت تر وروستۍ برخې یانې تر ټیکسلا او جیلم پوری خپل واک پراخ کړ، چې په دې توگه په گندهارا کې له بودایي کولتور او هنر سره د یوناني کولتور او هنر د گډیډو امکانات رامنځته شو او د گریکو- بودیک یا هندو یوناني په نامه هنر او صنعت یې رامنځ ته کړ. لکه څرنگه چې د هندوکش شمال په تېره بلخ د یونانیانو- باختري هنري مرکز شو، گندهارا هم د یونانو- بودیک د هنر او صنعت مرکز و گرځېد.(۱۰)

داسې ښکاري، چي د اشوکا په زمانه کې، چي د هندوستان د موریا کورنۍ مقتدر باچا و د بودایي دین مبلغین په باختر کې د یونانیانو- باختري خپلواک سلطنت له اعلانېدو اته کاله مخکې د بودايي دین د تبلیغ لپاره گندهارا ته رارسېدلې او له میلاد څخه دمخه دویمه پېړۍ کې د هندوکش شمال ته تېر شوي و . په گندهارا او ختیځ آریانا کې له میلاد څخه دمخه درېيمه پېړۍ کې دغه دین خپور شوی، چې وروستی سرحد یې هغه وخت د کابل درې پاسنۍ څنډه وه.(۱۱)

څرنگه چې د کونړ وادي د تاریخي گندهارا یوه لویه برخه جوړوله، د هغه گندهارا چې د گریکو- بودیک هنر او صنعت نادر تاریخي اثار پکې جوړ شوي،نو لازمه ده چې دلته د گندهارا په اډانه کې د کونړ تاریخي او فرهنگي موقعیت وڅېړل شي، ځکه ددغې څېړنې هدف د تاریخ په څنگ کې په کونړ کې د گریکو- بودیک فرهنگي شتمنۍ ته اشاره کول هم دي.

کهزاد لیکي: تاریخي یا لویه گندهارا یوه شنه وادي ده ، چې د غرونو لمنې یې د هغو ځنگلونو په وجه چې یې لري، د څارویو د ساتنې لپاره له پخوا زمانو ډېر مساعده او برابره سیمه پېژندل شوې. د تاریخي گندهارا د حدودو ټاکل کېدای شي گران وي، خو په عمومي ډول د کابل له درو څخه تر پېښور پورې سیمه په غيږ کی نیسي، چې د کابل سیند او دهغه مرستیال سیندونه پکې بهیږي. خو کله چې بیا د کونړ وادي دگندهارا د يوې برخې په توگه تر څېړنې لاندې نیسو، نو داسې باید وويل شي،چې د گندهارا دغه وادي د جغرافیې له مخې د هندوکش له جنوبي لمنو څخه نيولې د کامې او جلال اباد تر څنډو پورې رسیږي.

د گندهارا د تاریخي تیرو و ختونو په اړه باید ووایم، چې دا ځمکه د آریایانو او له هغه و روسته د پاراپامېزاد یوه برخه وه.

کله چې په بلخ کې سلوکوس نیکاتور په نامه یونانو- باختر حکومت مشر د هندوستان له موریانو سره گاونډ شو او سوله يې ورسره وکړه، نو د آریانا څلور ولایتونه یې چې پاراپامېزاد هم پکې شامل وو ، د هندوستان باچا چندرا گوپتا ته ورپرېښودل.(۱۲)

 که د اشوکا ډبرینو فرمانونو ته څیر شو دهندوستان موریایانو د سیاسی نفوذ ساحه په گندهارا کې پاي ته رسیږي، چې وروستۍ څنډه یې د کابل پاسنۍ درې دي.

په دغو ډبرینو فرمانونوکې د گندهارا او د ځینو نورو سیمو نومونو راغلي دي. کله چې بودیزم په هندوستان کې خپور شو، د اشوکا د حکومت په وخت کې ددغه دین مبلغین بهر ته د تبلیغ لپاره ولیږل شول. د اشوکا په پينځم فرمان کې څو ځایه د گندهارا نوم راغلی  دی. په دغو کتیبو کې د هغه مبلغینو نومونه هم شته کوم چې گندهارا او کشمیر ته د تبلیغ لپاره لېږل شوي دي .(۱۳)

ارواښاد میر غلام محمد غبار، چې د تاریخي گندهارا په اړه یې مفصله څېړنه کړې، د  هغه د څلورو خواوو په اړه داسې لیکي:

گندهارا په ختیځ کې له سند،په لویدیځ کې د هندوکش د غرونو د یوې برخې (د پغمان لړۍ سره ) په سهیل کې د پاختیا او زابل ولایتونو او په شمال کې د بلورستان ولایت (چترال،نورستان او پنجشیر) پورې نښتی و .

گندهارا په پېښور، اټک، یوسفزي، هشنگر، سوات، باجوړ، بونیر، دیر، ننگنهارا (د جلال اباد وادي)، لمپاکا (لغمان)، کونړ ، اسمار ‎، کابل، لوگر، وردگ، کاپیسا باندې وېشل شوي وو.

د گندهارا لوي ښارونه او کلي کابل، پخاور، (پېښور)، اټک، نوشهره، برکي راجان، جلال آباد، ترگړي، مندروړ او چهار باغ (په لغمان کې)، اسمار ، ښېوه ، شیگي او چغه سرای( کونړ کې)، لعل پور، شب قدر، کوټ، دیر، امبېله، میان قلعه، ناوه گۍ او نورو څخه عبارت ول.(۱۴)

د هخامنشي داریوش په وخت کې د گندهارا خلک دنداري په نامه یادېدل. لکه چې فرانسوي څېړونکي او بیلیو لیکلي: په لومړي سر کې گندهاریانو د کابل او سند سیندونو تر منځ ځمکې د کونړ سیند غرېزو سیمو څخه تر چاگان سرای (چغان سرای یا چغه سرای) او د دوما د غرونو لړۍ پورې ونیول. یا په بل عبارت د گندهاریانو وطن په لومړي سر کې عبارت و له: پېښور وادی او په شمال کې د کابل سیند او هغه غرونه، چې له څلورو خواو ورباندې را چاپېر شوي دي. دغه ملک هغه سیمه ده، چي کابل او سوات د سیندونو د یو ځاي کېدو له څنډې څخه نیولې په شمال کې د کوه نور او په لویدیځ کې کونړ په سیند محدودېږي، خو وروسته گندهاریان ورو ورو د گندهارا په ټولو برخو کې تیت شول.

له میلاد څخه مخکې شپږمه پېړۍ کې دنداري (گندهاریانو) په نامه خلکو د کابل وادي ونیوله او د پختانه دادیکا (تاجیک- دادیک) په نامه له خلکو څخه یوه ډله، چې پخوا زمانه کې د گندهارا په شمالي برخو کې یې ژوند کاوه، د هغه فشار له امله چې ورباندې راغی، نور هم پورتنۍ برخو ته په شا لاړل، چې تر اوسه هم د دادیکو پاتی شوني د لغمان، نجراب، تگاب، او (کونړ) کې د دیگان په نامه یادیږي، خو ځينې نور یې په نورو قومونو کې حل شول.

د گندهارا خلکو له مهاجرتونو څخه وروسته ، کوم خلک چې په گندهارا کې پاتې شول، یوه ټولنه یې جوړه کړه. د هغوي دین  هماغه پخوانی د عناصر پرستش او یو ډول بت پرستي وه ، چې د آریایي دین یو ډول ده ، و .

له میلاد څخه د مخه اوومه پېړۍ کې ، کله چې د افغانستان په شمال (باختر) کې سلطنتي تشکیلات رامنځته او ورسره زردشتي نوی دین حاکم و، گندهارا په خپلواک ډول ژوند کاوه او خپل اداري تشکیلات یې لرل .

له هغه وروسته د فارس داریوش په مشرۍ هخامنشیانو آریانا لاندې کړه. له همدي لامله دی چي داریوش په خپله ډبرینه کتیبه کې  د نهه ویشتو ملکونو په کتار کې ، چې فارس ته یې باج ورکاوه ، د گندهارا نوم هم راوړی ده. په گندهارا و لایت باندې د هخامنشیانو حاکمیت له میلاد څخه د مخه له اوومې پېړۍ څخه تر څلورمې پېړۍ پورې دوام وکړ او له داریوش وروسته دغه حاکمیت کمزوری شو.

له میلاد څخه دمخه په څلورمه پېړۍ کې یونانیانو د فارس امپراتوري ماته او افغانستان ته  يې لاس اوږد کړ. له میلاد څخه دمخه له څلورمې پېړۍ څخه تر لومړې پېړۍ پورې په افغانستان کې  د گندهارا په گډون، چي د سیمې د مدنیت (بودیزم) يو ستر مرکز و ، یونانیانو د غربي نړۍ تمدن په رواجولو پيل وکړ. گندهارا یونانیانو لپاره نه یواځې داچې د یو مدنیت خاوند او اهمیت درلود، بلکې په دي خاطر هم ورته ارزښت درلود، چې د هندوکش شمال برخه د افغانستان ختیځ یعنی له هندوستان سره یې نښلوله؛ او د باختري مدنیت د خپرولو لپاره یوه ښه وسیله گڼل کېده.

ددغو دوو مدنیتونو د نښتې په لړ کې که څه هم هندوانو په لومړي سر کې د هندوکش په جنوب کې گندهارا ونیوله او باختري تشکیلات یې له منځه یووړ، خو دغه تسلط ډېر دوام ونه موند او باختریانو ، هندوان د گندهارا له ولایت څخه له میلاد څخه مخکې په درېیمه پېړۍ کې وشړل.  په گندهارا کې یونانیانو په باختر کې د یونانیانو له سقوط څخه یوه پېړۍ وروسته سقوط وکړ، یعني یونانیان له میلاد څخه د مخه لومړۍ پېړۍ تر لومړۍ نیمایي پورې په گندهارا کې واکمن ول.

د یونانیانو د واکمنۍ په  وخت کې د بودایي دین څرک را څرگند شو او له میلاد څخه د مخه درېيمې پېړۍ د افغانستان له ختیځ (هند) او شمال ختیځ (چین) څخه په خپرېدو شو او ورو ورو یوناني هنر او صنعت له بودایي هنر او صنعت سره گډ شو او د گریکو – بودیک یا هندو یوناني هنر او مدنیت یې رامنځته کړ.(۱۵)

کله چې گندهاري یونانیانو واکمني له منځه لاړه، د مسیحي پنځوسم کال څخه په افغانستان کې کوشاني دولت منځ ته راغی.

 کابل د کوشاني پاچا دویم کدفیزس Kadphises-II مرکز شو او گندهارا یو ځل بیا وغوړېده.که څه هم کوشاني حکومت د هندوستان په لویدیځو برخو کې ژر له منځه ولاړ،خو په گندهارا کې يې تر پنځمې میلادي پېړۍ پورې دوام وموند. په گندهارا کې د کوشانیانو واکمني د افغانستان د تاریخ له مهمو دورو  څخه شمېرل کیږي. په دغه وخت کې د گندهارا په ډېرو سیمو کې معبدونه جوړ او د گریکو بودیک هنر او صنعت خپل لوړ پړاو ته ورسېد.

په پینځمه میلادي پېړۍ کې یفتلیانو په گندهارا کې د کوشانیانو دولت راوپرځاوه او پر ځاي یې خپله واکمني ټینگه کړه،چې تر شپږمې میلادي پېړۍ پورې يې دوام وموند. د یفتلیانو له سقوط وروسته گندهارا په بېلابېلو محلي حکومتونو ووېشل شوه. په کابل کې رتبیل شاهان وو، چې تر نهمې مسیحي پېړۍ پورې دوام وکړ. په پېښور  اوشمالي برخو کې سیمه ییز خپلواک حکمرانان واکمن ول. په دغه ټوله موده کې یعنی د اسلام تر ظهور پورې، په ټوله گندهارا کې بودايي دیانت واکمن وو،چې ورو ورو د زمانې په تېرېدو سره په گندهارا کې د افغانستان آریایي اصلي ژبه هیره او ځاي یې پښتو ژبې ونیوه او د گندهارا په ځينو شمالي سیمو کې ځينې محلي ژبې را پیدا شولې.

په هر حال ، په اسلامي دوره کې په ټولو لهجو کې که هغه هندي وه او که آریايې، په عمومي ډول خپل ځاي پښتو ژبې ته پرېښود او یواځې د لغمان په یوه برخه کې فارسي کوهستاني ژبه، چې د دادیکو په منځ کې رواج درلوده ، له پښتو ژبې سره گډه شوه.

د گندهارا په ټولو هغو سیمو گې چې کیندنې شوي دي، د گریکو بودیک د صنعت او هنر نادر اثار ترلاسه شوي دي ، خو  په کونړ کې چې د گندهارا یوه لویه ناوه ده، لا چا لاس نه دی وروړی چې پوره باور دی  دلته به هم ډېر ارزښتمن اثار، چې د یونانیانو- بودا دهنر نمایندگي کوي ، ترلاسه شي.

په گندهارا کې د اسلام خپرېدل د گندهارا برخلیک ته بدلون ورکړ. کابل شاهانو څه ناڅه يوه نیمه پېړۍ په میړانه له خپل هیواد او سلطنت څخه دفاع وکړه او برهمنیان تر څلورمې هجري پېړۍ پورې پر گندهارا واکمن پاتې شول. په دي وخت کې د گندهارا وادي وطني سیمه ییزو مشرانو له خوا په خپلواک ډول اداره کېده.

سبکتگین پر ۳۶۶ هـ.ق کال د کابل هنود سلطنت ته ماته ورکړه،خو د هغه ځوی سلطان محمود غزنوي افغاني وروستي بودايي پاچا ته د پېښور په وادۍ کې ماته ورکړه او له هغه سره جوخت په کابل، ننگرهار او پېښور کې اسلام خپور شو.

د غزنویانو له سقوط وروسته د شپږمې هجري پېړۍ په نیمايي کې (۵۴۷ هـ.ق) کال کابل د غور شاهانو ونیوه؛ ورسره گندهارا یې هم ونیوله. په دې وخت کې وو، چې ورو ورو د اسلام نوی مدنیت د گندهارا په سیمو کې په ځلېدو شو. لږه موده وروسته د اوومې هجري پېړۍ په لومړیو کې (۶۱۲ هـ.ق) کال خوارزمشاه ټوله گندهارا ونیوه. ورپسې چنگیز له کابله تر سنده ونیوه او ټولې ابادي یې له یوه مخه ورانې کړې. له هغه وروسته په اتمه هجري پيړۍ کې د گوډ تیمور آفت په را څرگندېدو سره د گندهارا ولایت د چغتایانو د سیاسي حدودو په اډانه کې راغې، چې مرکز یې کونړ و، خو د گندهارا ختيځ او شمالي وادۍ گانې د هغو افغاني حکومتونو په مټ، چې په هند او پنجاب کې واکمن ول، خپل شته والی او کورنۍ واکمني وساتله او د خپلو سیمه ییزو مشرانو تر واک لاندې واوسېدل، خو د تیمور او د هغو اولادو په را دبره کېدو  سره اداري تړاو بدلون وموند. تیمور تر دهلي وړاندې لاړ.

بابر مېرزا د لسمې هجري پېړۍ په لومړیو کې (۹۱۰ هـ.ق) کال کابل د خپل حکومت مرکز جوړ کړ او له گندهارا څخه تر تېرېدو  وروسته یې په دهلي کې افغاني حکومت ته سقوط ورکړ. له هغه وروسته د گندهارا لویدیځ یعني د کابل واکمنان په هندوستان کې د مغولي مشرانو له لخوا ټاکل کېدل. په ختیځ او شمالي گندهارا کې د مغولو واکمني ټینگه او دوامداره نه وه، ځکه د غو سیمو کې د مغولو پر خلاف ملي پاڅونونه تل موجود ول. په پینځلسمه میلادي پېړۍ کی د مغولو پر خلاف په ختیځه او شمالي گندهارا کې سختې جگړې وشوې، چي د بایزید روښان یرغلونه له دغې ډلې څخه دي.(۱۷)

داسې ښکاري، چې د سلطان محمود غزنوي له دورې وروسته، چې د کونړ په وادۍ کې د اسلام د مقدس دین د خپرولو لپاره یرغل پیل شو،  له هغه وروسته د کونړ وادي کله د ځینو حکومتونو او کله هم په خپلواک ډول د سیمه ییزو واکمنانو له خوا اداره شوې ده.

تاریخي سندونه او شواهد ښکاره کوي ، چې کونړ په تېره د کونړ اوسنی مرکز، چې بې له شکه پخوانی مرکز دی ، د سلطان پکهل او سلطان بهرام شاه په نامه د مغولي شهزاده گانو تر راتگ دمخه، هلته محلي حکمران چې ننگرشاه نومېده او کافر ښودل شوی دی ، حکومت کاوه. د هغه مرکز، چې د چغان سرای ښار و، درې دخولي دروازې لرلې، چې تجارتي مالونه به پکې محصول کېدل.(۱۸)

ارواښاد کهزاد په دې اړه لیکي: د چغه سرای ښاریان د ننگر په نامه د پادشاه او د هغه د کلا د کلکوالي او سیند ته د هغه د ځمکې لاندې لارې؛ او د سلطان پکهل او بهرام شاه په نامه د دوو شهزادگانو په گټه چې د پادشاه په کلا یې یرغل وروړي وو، پادشاه ته د هغه د لور خیانت کيسې، اوس هم په یاد لري.

په دي کیسه کې ننگرشاه کافر بلل شوی دی.د سیمې سپین ږیرې نقل کوي، چې پخوا زمانو کې په دغه سیمه کې د ننگر په نامه یو بت پرست باچا و، چې د چغان سرای  ښار ته نږدې غونډۍ باندې د ساروج(۱۸) له تېږو څخه ځانته د اوسېدو لپاره یوه کلکه او ټینگه کلا جوړه کړې وه او د هغه کلا په یاد خلک اوس هم هغه ځای د ننگر کنډو په نامه یادوي ، چې ددغه ودانۍ ځينې نښانې لکه دېوال، ځينې کورونه او صفې چې له توږل شویو ډبرو څخه جوړې دي، اوس هم موجود دي.

وایي، چې د ننگر باچا مرکز یا پایتخت ۳ کروه پراختیا درلوده او درې دروازې يې لرلې،چې په درې گونو گودرونو (گذرونو)جوړې شوې وې. شمالي دروازه د شیگل په حدودو کې د سنگرشاه په نامه، لویدیځه دروازه يې د پېج درې په خوله کې د تَرړې په نامه سیمه کې او جنوبي دروازه یې د نرنگ نوآباد سیمې په شاوخوا کې موقعیت درلود. دننگر تخت، چې د چغان په غونډۍ باندې جوړ و، یو کلک او ټینگ ښار و، چې د کاشغر ، بدخشان او هندوستان د سوداگرۍ مالونه ورته راتلل او په یاد شویو دروازو کې ورڅخه محصول اخیستل کېده.(۲۰)

د چنگیز له زوزاد څخه د سلطان پکهل او سلطان بهرام شاه په نامه شهزادگانو د ننگر په ښار یرغل وروړ او دغه ښار یې ونیو، اوسېدونکې یې قتل عام کړل او خپله دغه شهزادگان د وچکالۍ له امله ددغې سیمې پرېښودو ته اړ شول.

ارواښاد پوهاند حبیبي ددغو شهزادگانو په اړه لیکي: د ۸۰۰هـ - ۱۳۹۸م په شاوخوا کې کله چې په افغانستان باندې د گوډ تیمور یرغل روان و ، د کونړ په دره کې سیمه ییزه کورنۍ واکمنه وه، چې د سلطان لقب یې درلود. ددغه کورنۍ نامتو کسان سلطان پکهل او سلطان بهرام شاه دوه وروڼه ول، چې د سلطان کهجامن بن هندو زامن ول. سلطان پکهل له کونړ څخه تر لغمان او په ختیځ کې له باجوړ څخه تر سوات او کشمیر پورې سیمې باندې حکومت کاوه. خو د سلطان بهرام له لغمان څخه تر ننگرهاره واکمني درلوده .هغه په پېښور کې خپل مخالفان له منځه یووړل او له خپل ورور څخه وروسته د هغه هېواد واکمن شو،کوم چې له کابل څخه یې تر کشمیر پورې پراخوالی درلود.(۲۲)

چغه سرای د جغرافیایي موقعیت له مخې د پیج، کونړ او اندراج یا هندو راج (اوسنۍ مروره) درو د یو ځاي کېدو په سیمه کې پروت دی، چې ډېر پوځي اهمیت لري. د هغه تاریخي ویجاړۍ پاتې شوني چې د پېج درې په خوله کې د چغان په غونډۍ باندې ښکاري، ددغه ځاي تاریخي تېر یادونه را تازه کوي.

ظهیرالدین محمد بابر د کونړ او نورگل په اړه لیکلي: بل تومان (د گرگاني دولت په تشکیلاتو کې اداري واحد د تومان په نامه یادېده) کونړ او نورگل دي . دغه تومان له لغمان څخه جدا پروت ده، دغه تومان دلغماناتو په سرحد د کافرستان په منځ کی پروت ده. بابر د غه دوه ځایونه د کافرستان یوه برخه او یا د هغه باندینۍ څنډه هم گڼلي دي.(۲۳)

میر غلام محمد غبار لیکلی: بابر په شپاړسمه پېړۍ کې (۱۵۰۴م) نه یواځې چترال او نورستان د کافرستان په نامه یاد کړي، بلکې چغان سرای یی هم د کافرستان یوه برخه گڼلې ده .له دې څخه دا په ډاگه کیږي، چې د بابر په زمانه هم د بلورستان خلک تر باجوړ پورې سیمو باندی قابض وو.(۲۴)

بابر پر ۹۲۶هـ . ق -۱۵۲۰م کال د کافرنورستانیانو تابع کولو په نیت دویم ځل چغان سراي ته راغی. بابر په خپلو یادښتونو کې لیکي: پر ۹۲۰ هـ.ق کال چغان سرای ته راغلم ... چغان سرای یو وړوکې کلی دی، پراخوالی یې لږ او د کافرستان په خوله کې پروت دی. که څه هم اوسېدونکې يې مسلمانان دي، خو کافرانو سره گډ شوي دي او د هغو دود دستور کوي. (۲۵)

د موضوع د لا روښانتیا په خاطر دلته د تزک (توزک) بابري متن ژباړه کټ مټ راوړم،چې لیکي: یو بل تومان کنیر (کونړ) دی. دغه تومان ند لمغاناتو (لغمان) څخه څه لږ لېرې پروت دی او له کافرستان سره پوله لري. که څه هم لوی والی یې د نورو تومانونو په شان نه دی،خو حاصلات یې لږ دي لږ خراج ورکوي. په نهه سوه شلم کال کې مې چغان سرای و نیو. دلته نارنج، ترنج او کرنج ډېر کېږي. تُند شراب له کافرستان څخه ورته راځي. چغان سرای یوه کوچنۍ سیمه ده، چې د کافرستان په خوله کې پروت دی. ددغه ځای خلک د کافرستان خلکو سره گډ دي. که څه هم خلک یې مسلمانان دي، خو د کافرو چارې ترسره کوي.هغه لوي سیند، چې د چغان سرای اوبو (سیند) په نامه شهرت لري، د چغان سرای له شمال شرق د باجوړ له شا راځي او له لویدیځه خوا له کافرستان څخه یوه اندازه لږه  اوبه راځي او له دې اوبو سره یو ځای کیږي.  په چغان سرای کې د انگوروباغ نشته او له کافرستان او پېچ څخه راوړي. هغه وخت چې ما چغان سرای ونیو،د پیج کافران ددغو خلکو مرستې ته  راغلي وو. په دغو خلکو کی شراب دومره رواج لري چی  هر یو کافر د شرابو دڅرمنو غړکۍ په غاړه گرځوي او د اوبو په ځاي يې څښي(۲۶)

احمد علي کهزاد د چغان غونډۍ د اثارو په هکله لیکي:د ځینو نومونو او د هغو لوحو له مخې، چې په عربي او فارسي لیکدود لیکل شوي دي،  داسې گمان کیږي چې د چغان غونډۍ وروستۍ آبادي د اسلامي دورې منځنیو پېړیو  پورې اړه لري. په تېره بیا د ځینو سندونو له مخې ، په قوي گمان ددغه ځای وروستۍ آبادي له نن څخه شپږ سوه کاله  مخکې اټکل کيدای شي، چې دغه اټکل موږ چغتایانو دورې ته چې د چنگېز اولاده دي ، نیږدي کوي. د چغان غونډۍ او چغان سراي نومونه تر ډېره ددغه نظر تاېیدونکې دي.(۲۷)

د کونړ د تاریخ دغه څېړنه او سپړنه په دې خاطر وشوه،چې یو خو ددغه ولایت د تېر روڼ تاریخ په رڼا کې د سیمې له تېر تاریخي برم څخه خبر شو او بل خوا د تاریخي ځایونو د ساتنې ترڅنگ د تاریخي اثارو  د رابرسېره کولو لپاره هرومرو څه کار او هاند وشي؛ له دې پرته به هر څه ورک په ورک پاتې شي.

د کونړ په ولایت کې د تېرو مختلفو دورو د تاریخي آثارو څرک او نښانې ښه ښکاره شته، خو له بده مرغه ددغه آثارو له تاریخي او فرهنگي ارزښت څخه د خلکو نه خبرتیا، ددې لامل کیږي، چې دغه اثار یا یو ځل بیا تر خاورو لاندې شي او یا د لوټمارو په واسطه تالان او بهر ته ولېږدول شي،چې په دې توگه زموږ تاریخ او ددغی سیمی تاریخي هویت ته سخت زیان اړول کېږي.

د کونړ په ناوه کې ډېر تاریخي ځایونه او اثار شته، د بېلگې په توگه ما په سلامپور کې د ډيلي د غونډۍ لاندینۍ برخه کې هغه بودایي معبد لیدلی، کوم چې ښکاري په یو وخت کې عالي شان معبد و (دغه سیمه اوس په اداري لحاظ په ننگرهار ولایت پورې اړه لري، خو له تاریخي او  جغرافیایي اړخه د کونړ وادۍ يوه برخه ده). د غونډۍ له ورانو او ویجاړو کنډوالو څخه ښکاري ،چې غونډۍ لاندینۍ برخه کې معبد او پاسنۍ برخه کې د زایرینو د اوسېدو کوټې وې. له بده مرغه د غه تاریخي ودانۍ د مجاهدینو د تالان په وخت کې د ټوپک مارو له خوا د تاریخي اثارو د لاس ته راوړو په هیله، په وحشیانه توگه د ماشین په واسطه راشکول شوي، تاریخي او هنري ارزښت ته یې بد زیان اړولی دی، خو سره له دې هم کېدای شي په راتلونکي کې د پلټنې په اثر ددغه معبد نور اړخونه او برخې را څرگندې شي او تاریخي او هنري ارزښت یې تثبیت شي.

تر هغه ځایه چې ما ددغه معبد یوه څنډه لیدلې، په هغه کې د گندهارا د هنر په تېره بیا د بودیزم هنري ارزښت پکې ښه روښانه ښکاري. له دغه معبد څخه دا حقیقت را څرگندېږي،چې پخوا زمانو کې د کونړ په وادۍ کې، چې د گندهارا یوه لویه برخه یې جوړوله، د بودیزم مدنیت ښه وده کړې وه.

تر اوسه چې په کونړ او د دیلي غونډۍ تاریخي معبد باندې علمي څېړنې او پلټنې نه دي ترسره شوې، زه دا ادعا کولای شم چې دا معبد به د کونړ وادۍ په کچه مهم او لوي معبد و، چې ددغه درې خلک به عبادت ته ورتلل.

زما په آند کېداي شي د بودیزم پيروان پخوا تر چغه سرای او دهغه شاوخوا سیمو پورې اوسېدل. له دغه معبد سربېره کېداي شي ځينې نور واړه معبدونه به هم د کونړ ناوې په نورو برخو کې ول، خو د دیلي معبد د هغه د جغرافیایي موقعیت او د کنډوالو د پراخوالي په نظر کې نیولو سره دا بیانوي، چې دا به د کونړ وادۍ په کچه ډېر مهم معبد و، چې ډېر زیارت کونکي به ورتلل.

کومې کنډوالې، ژرنده او قبرونه چې ما د نوآباد د سیرې وړه دره کې ولیدل،داسې جوتیږي هغه هنر او فن چې د ډیلي معبد په داخلي برخو کې په کار وړل شوی دی، د سیري د درې د کنډوالو دیوالونو کې څه نا څه ښکاري او ورته والی ښیي، خو د ډيلي معبد په ابادۍ کې لوړ مهارت په دې خاطر هم په کار وړل شوی،  چې انسانانو خپل ټول اخلاص او هنري اخلاقیت د خپل معبود د خوشحالۍ لپاره کارولی دی.

په دي خاطر دسیري آبادۍ د ډیلي معبد هنر سره د ښکلا له مخې سیالي نشي کولای، خو ورته والي کې یې شک نشته.

د سیري د کنډوالو او د چغان غونډۍ کنډوالو تر منځ هم څه ناڅه ورته والی شته، خو زما په آند د چغان غونډۍ په ابادۍ کې په کار اچول شوی هنري مهارت د معمارۍ په لحاظ تر سیري کنډوالو څخه کمزوری دی. په دې ډول لیدل کېږي، چې دغه اثار یو له بل سره په هنري او د جوړونې په لحاظ ورته والی لري، خو فني او هنري درجه یې د ډیلي غونډۍ تر سیري او سیري کنډوالو څخه تر چغان غونډۍ کنډوالو پورې په ترتیب کمزوری شوی دی. خو روح او رنگ یې یوه ښکاري. ددغو آبادیو د دېوالونو د جوړښت ورته والی، د کونړ په ناوه کې د گندهارا د هنر اثر ښیي، چې هر څومره له مرکز څخه لیرې شوي،هغومره هنري ذوق یې کمزوری شوی دی. رښتینی حقیقت به هله بربنډ شي، چې په دغه وادۍ کې علمي او مسلکي پلټنې او څېړنې ترسره شي.

زما پوره یقین ده ، چې ددغو آثارو په څېر، چې ما د نمونې په توگه ورته اشاره وکړه ، ډېر نور تاریخي او فرهنگي آثار د کونړ وادۍ په ناوو او درو  کې شته، چې پلټنه او څېړنه غواړي، تر څو په تېر دور کې د کونړ تاریخي او هنري برم راڅرگند شي.

ماخـذونــه:

۱- کهزاد، احمدعلي . تاریخ افغانستان، ۱ ټوک، کابل ۶۶،۴۰ مخونه.

۲- هماغه کتاب، ۷۳ مخ.

۳- کهزاد. افغانستان در پرتو تاریخ، ۱۳۴۶ کابل، ۲۴ مخ.

۴- هماغه کتاب، ۵۰ مخ.

۵- هماغه کتاب، ۵۶ مخ او تاریخ افغانستان ۴۰۹ مخ.

۶- حبیبي، عبدالحی. تاریخ مختصر افغانستان، ۱۳۴۶ کابل،۴۲ مخ.

۷- کهزاد، افغانستان در پر تو تاریخ، ۲۸۴ مخ.

۸- حبیبي، تاریخ مختصر افغانستان،۴۳ مخ.

۹-کهزاد، تاریخ افغانستان، ۱ ټوک، ۴۱۰ مخ.

۱۰-حبیبي، تاریخ مختصر افغانستان،۵۴ مخ.

۱۱-کهزاد، تاریخ افغانستان، ۴۴۵ مخ.

۱۲-هماغه کتاب، ۴۳۸ مخ.

۱۳-هماغه کتاب، ۴۴۴ مخ.

۱۴-غبار، میرغلام محمد.جغرافیای تاریخی افغانستان، ۱۳۶۸ کابل، ۸۵ مخ.

۱۵-هماغه کتاب، ۸۵-۸۹ مخونه.

۱۶-هماغه کتاب، ۹۲ مخ.

۱۷-هماغه کتاب، ۹۳-۱۰۱ مخونه.

۱۸-تازه، سمیع الله. ریشه های تاریخی و فرهنگی نورستان، ۱۳۶۷ کابل، ۹۱ مخ.

۱۹-ساروج: هغه خمیره ده، چې له آهک او ایرو له مخلوط څخه جوړېږي. په تېرو وختونو کې له دغه مخلوط څخه د کلاگانو، د اوبو ډنډونو او حمامونو په جوړولو کې کار اخیستل کېده.

۲۰-کهزاد از سروبی تا اسمار،ص ۱۹، تازه، ریشه های تاریخی و فرهنگی نورستان، ۹۲ مخ.

۲۱-رازقي نړیوال، لرغونی او اوسنی کونړ، ۱۳۸۴ کابل ۱۴۸ مخ.

۲۲-حبیبي، تاریخ مختصر افغانستان، ۱۹۲ مخ.

۲۳-تازه، ریشه های تاریخی و فرهنگی نورستان، ۹۲ مخ. وکتل شي: بابرنامه،ترجمه ،تحقیق ونگارش: برهان الدین نامق،کانون فرهنگي قزیل چوپان سال ۱۳۹۹،ص۳۹۴