د ۱۳۹۶ هـ ش کال د تلې په پنځمه نېټه د افغانستان په قلم ټولنه کې، د(فرهنگ زبان نورستانی (کلښه الا) ) کتاب چې د ښاغلی سمیع الله تازه لیکنه ده، د مخ کتنې غونډه وشوه. دغه غونډه د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو آیتونو سره، چې د مولوي عبدالرزاق نورستاني له خوا تلاوت شول، پیل شوه.

د غونډې پرانیستونکې وینا د افغانستان د علومو اکاډمي علمي غړي او د زېري د جرېدې مسوول څېړنوال محمدنبي صلاحي وکړه. هغه د ښاغلي سمیع الله تازه په علمي، فرهنګي شخصیت او د هغه په آثارو، ژباړو او په همدې لیکلي دوو ټوکو قاموس باندې خبرې وکړې. له دود سره سم یې، له هغه وروسته دغه دوه ټوکه لیکل شوی فرهنګ، د غونډې ګډونوالو ته وښوده او دې سره په رسمي توګه، د کتابونو مخ کتنه وشوه.

په د نورستانۍ ژبې پر قاموس باندې دافغانستان دعلومو اکاډمی څلورو تنو ژبپوهانو اواستادانو علمي تقریظونه لیکلي دي، چې د نوموړي کتاب علمي ارزښت یې نور هم پسې زیات کړی دی. یو له دغو تقریظ لیکونکو څخه یو هم د افغانستان علومو اکاډمي د کلاسیکو ژبو د دیپارتمنت آمر پوهاند ډاکتر خلیل الله اورمړ دی. نوموړي برسیره په دی چې په د غه قاموس باندې تقریظ لیکلی ، د غونډې ویناوالو ته یې د قاموس په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او د استاد تازه علمي، تحقیقي او فرهنګي کارونه یې وستایل.

د غونډې بل ویناوال د ثمر د موسسې رئیس ډېویډ مولر و، هغه هم د ښاغلي تازه د لیکل شویو دوو ټوکو قاموس یو ډېر ارزښتمن کتاب و باله او د فرهنګ د غوړېدا په ډګر کې یې هغه ته د لا نورو همکاریو ژمنه وکړه.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سیاسي مرستیال څېړنوال عبدالغفور لېوال هم د تازه صاحب د کتابونو او آثارو په اړه وینا وکړه او ورسره یې د نورستان د سیمې د زړه راښکونکو منظرو یادونه وکړه او خپله ژوره لېوالتیا یې د نورستان له سیمې، فرهنګ او خلکو سره وښودله.

د غونډې بل ویناوال د دولتي ورځپاڼو عمومي رئیس ښاغلی شمس الحق آریانفر و، هغه هم، د ښاغلي تازه د آثارو په اړه په مفصل ډول وینا وکړه له هغه وروسته د افغانستان دعلومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو د پامیري ژبې د دیپارتمنت آمر څېړنپوه خیرمحمد حیدري، هم د استاد تازه په لیکل شوي دوه ټوکه فرهنګ په ګرامري برخه باندې خبرې وکړې او هغه یې، په نورستان پېژندنه کې د محصلانو، څېړونکو او لوستونکو لپاره یو ګټور اثر وګڼه.

د مشرقي شورا رئیس ښاغلی عبدالخالق حسیني پشه یي هم د دې غونډې بل ګډونوال او ویناوال و، هغه هم په نورستان کې د شته ستونزو په اړه وغږېده او په دغسې حساسو حالاتو کې د لیکوال د فرهنګي هڅو او لیکنو ستاینه یې وکړه. همدارنګه رازقي نړیوال او عبدالهادی قریشي هم یو په بل پسې د ښاغلی تازه د هڅو ستاینه وکړه او د هغه هڅې او فرهنګي کړنې یې تلپاتې او نه هېرېدونکې وبللې.

د غونډې بل ویناوال هم د پشه یي ژبې لیکوال محمد زمان کلمانی و، هغه هم د یاد لیکوال په اړه یې مفصله وینا وکړه او ددې کتاب د چاپ په اړه یې ورته مبارکي وویله او د هغه فرهنګي کارونه یې وستایل.

Presentation of Nuristani Language Dictionary by the Afghanistan Pen Association

الحاج محمدنواز حقیقت سانین هم د غونډې د وروستي ویناوال په توګه د ښاغلي سمیع الله تازه کارونه وستایل او د هغه د دغه کتاب د چاپ په اړه یې ورته مبارکي وویله او په پای کې یې ورته یو ستاینلیک هم د افغانستان د قلم ټولنې په استازیتوب ورکړ.

د استاد سمیع الله تازه دوه ټوکه لیکل شوی قاموس چې په ۲۰۰۰ مخونو کې لیکل شوی دی او شا او خوا ۲۰۰۰۰ لغاتونه په کې راټول شوي دي، یو ارزښتمن اثر دی، چې په افغاني ټولنه کې د فرهنګ او ادب مینه والو ته وړاندې شو. د افغانستان د علومو اکاډمي، چې په افغانستان کې یوه لوړه علمي ـ څېړنیزه او فرهنګي دولتي مؤسسه ده، د استاد تازه دغه کار ته د قدر په سترګه وکتل او د هغه کارونو یې هم وستایل. د علومو اکاډمي سرپرستې رئیسې، څېړنپوه آغلې ثریا پوپل په امر، د نوموړې ادارې د طبیعي او تخنیکي علومو مرستیال څېړنپوه رحمت ګل احمدي له خوا یو ستاینلیک د ښاغلي سمیع الله تازه د دغه ګټور او معتبر اثر په اړه ورته ورکړل شو. همدا راز هم، احمدي د نورستان او د لیکوال د علمي هلو ځلو په اړه وغږېده او په لنډو ټکو کې یې د هغه کارونو وستایل.

غونډه په اجرائیه ریاست کې د ښې حکومتوالۍ سلاکار، الحاج عبدالصبور توحیدي له خوا و ارزول شوه، سره له دې چې هغه د نورستان په شته ستونزو خبرې وکړې، د لیکوال د دغه ستر تاریخي مسوولیت او رسالت په اړه یې خپله مفصله وینا وکړه.

د غونډې په پای کې د غونډې ټولو ګډونوالو باندې دغه دوه ټوکه لیکل شوی د(فرهنګ زبان نورستانی) قاموس او د (نګاهی به سرزمین نورستان) او (فتح کافرستان) تر عنوانو لاندې کتابونه چې دنوموړی لیکوال آثار دي د فرهنګي ډالیو په توګه ووېشل شول او د غونډې ټول ګډونوال مازدیګرنۍ ته وبلل شول.

د یادونې وړ بولم، د دغو دوو ټوکو چاپ شوي فرهنګ چاپ شمېر چې زر ټوکه دی، بې له شکه چې لګښت یې هم ډېر دی. چې په اوسنیو حالاتو کې فرهنګیان د داسې سترو کتابونو د چاپ توان نلري، نو اړینه ده، چې د مرسته کوونکو نهادونو په توګه ځینې فرهنګي ادارې باید له فرهنګیانو سره د کتابونو په چاپ کې مرسته وکړي، چې په دې لړ کې د ثمر موسسه هم د افغانستان د فرهنګ په برخه کې کتابونه چاپوي، د دغه قاموس نږدې ۸۰ سلنه لګښت ثمر موسسې کړی او پاتې ۲۰ سلنه نور یې خپل لیکوال په خپله غاړه اخیستی دی.

همدا رنګه په دغه غوڼده کې ښاغلی تازه ته د بېلو بېلو فرهنګی ادارو له خوا ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

په پای کې یو ځل بیا د دغه فرهنګ د چاپ مبارکې وایم او زموږ افغاني فرهنګ ته دې راتګ نېکمرغه وي.