دتاریخی روایاتوله مخی نورستانیان شا اوخوا زر دیارلس سوه کاله پخوا دگندهارا په جغرافیا کی اوسیدلي دي . ددغه حقیقت د رابرسیره کولوله پاره د تاریخ پاڼی اړوم.
په تاریخی روایاتو کی راغلی چی مالدار او پوونده اریایانو له نن څخه دوه زره یا دوه زره پینځه سوه کاله د مخه ،له بلخ څخه دهندوکش جنوب ته په کډه کولو پیل کړی،او له دغه غره څخه په اوښتو ،له خپلو څارویو او رمو سره دهندوکش په جنوبی درو او ناوه کی مېشته شوي دي .
دغه ښایسته دری او ناوی نه یوازی د اریایانو دمالدارئ نظام له پاره مناسب و،بلکی سمسوره شاعرانه طبیعت او سیمه وه ،چی ځینی ویدایی سرودونه هم په دغه سیمه کی ویل شوي دي ،چی دغه سیمه وروسته دگندهارا په نامه و نومول شوه.
ویدي سندری دا ښیي چی ځینی اریایان د هندوکش له درو څخه دسیندونو طبیعی مجرا نیولی ،ختیځ ،جنوب او جنوب لویدیځ ته، خواره شوی دي. ځینی یی د هندوکش په جنوبی لمنو او وادي کی چی همدا دگندهارا شمالی برخه ده ،میشته شول.
یونانی مورخین هیرودوت اوسترابو گندهارا د کونړ اوسند سیندونو ترمنځ سیمه بولي .(۱ ) له گندهارا څخه د ریگویدا په سرودونو کی هم یادونه شوی ده او هغه د کابل له درو څخه ترپیښوره پوری سیمه را نغاړي .(۲)
الینایان یعنی دنورستانیان اجداد هم له همدغو اریایانو له ډلی څخه دي چی له بلخ څخه د هندوکش جنوب ته را کوچېدلي او دگندهارا په وادي کی چی د مالدارئ د ودی له پاره یی ښه امکانات لرل،مېشت شول. په ویدایی سرودونوکی دگندهارا غواوی او وزی هم ستایل شوي دي .دا موږ ته جوتوي چی اریایانو په گندهارا کی مالداری ته ښه زور ورکړی و ،چی د هغه زمانی مسلط نظام وو.
د(تواریخ خورشید جهان) او د (حیات افغانی) نومونو په کتابونو کی د پخواني نورستانیانو په اړه راغلی چی : دوی (نورستانیان) وایی چی مسلمانانو داسلام دخپرولو په وخت کی ،هغوی دقندهار(گندهارا ) (۳) له سیمی څخه شړلي دي اوپه تدریجي ډول دشمال او ختیځ خوا ته په شا تمبول شوي دي، اود کابل له وادي څخه ترسند پوری مېشته شوي دي،او کله چی په دغه ملک کی هم اسلام غلبه وموندله، په کرار کرار شمالي غرونو ته کوچېدلي چی تراوسه هم هلته میشت دي (۴)
همدارنگه ستوارت الفنستن دنورستانیانو په اړه لیکلی : لوی او معتبر روایت د مسلمانانو له خوا له قندهار(گندهارا) څخه د هغو شړلو داستان دی.مخکی له دي چی اوسنی اوسېدو ځای ته ورسېږي، له یوه ځایه بل ځای ته یی کډه کړی ده . هغوي ادعا کوي چی دوي څلورقبیلی وی چی دری یی مسلمان شول، او څلورم یی د خپلو نیکونو په دین پاتی او اصلي ټاټوبی یی پریښودی دی .(۵)
محمد حیات خان دحیات افغانی لیکوال لیکلی: ددیش ،گل اوگرام کلمی چی د کلیو دنومونو په پای کی راځي، سانسکریت کلمی دي. داسی معلومیږي چی په پیل کی د دره نور او نورو درو ټول اوسیدونکي چی د هندوکش دغره په جنوب کابل او جلال آباد حتی دننگرهار ترجنوبه پوری اوسیدل ، دکافرو دقوم وو. لکه چی کامه،گوشته،راجگل اونور نومونه تراوسه هم دننگرهار او خیبرپه شا اوخواکی مشهور دي. کله چی مسلمانانو قوت وموند نو ځینی خلک یی مسلمانان اوځینی یی شمالي خوا ته په شا وتمبول شول، او دغه ملک پښتنو مسلمانانو د توری په زورپه خپله قبضه کی راوست.
نوموړی زیاتوي : داسی ښکاري چی لغماني ،دیگان او پشه یی چی اوس مسلمانان دي او دهندوکش په جنوبي درو کی اوسېږي او تیرایان هم په پیل کی کافر وو ،خو وروسته د اسلام په دین مشرف شول.(۶)
همدارنگه جورج مورگنسترن دهندوستان د ژبو دسروی رپوټ( LSI) په استناد چی د وایگل دخلکو له روایت څخه یی ثبت کړی دی ،لیکلی: ویwai (۷) خلک وایی چی دوی له جلال آباد څخه د چغسرای(چغتای سرای) له لاری اوسنی سیمی ته راغلي دي .(۸)
له پورتنیوتاریخی راویاتو څخه ښکاري چی دنورستانیانو نیکونه (الینایان) له بلخ څخه جنوب ته له کډی وروسته له نوروآریایی قبایلو سره، ډیرکلونه سره یو ځای اوسیدلي دي.
هندوکش جنوب ته له کډی وروسته د لسواریایی قبایلو ترمنځ دراوي (پاروشنی) سیند په غاړه جنگ شوی، چی د لسوقبیلو ملکانویا پادشاهانودجنگ په نامه شهرت لری. ددغه جنگ ذکر په ویدی سرودونو کی یی هم راغلی دی . له دغو لسو قبیلو څخه یوهم د الینا په نامه قبیله یعنی دنورستانیانو د نیکونوقبیله وه .(۹)
په دغه جنگ کی دالینا قبیلی گډون دا خپله ښیی چی دنورستانیانو نیکونه ترډیره پوری دهندوکش دغره په جنوب کی پروت وادي کی ،چی وروسته یی د گندهارا په نامه شهرت وموند،اوسېدلي دي . وروسته کله چی گندهارا په تیره بیا دهغه شمالی سیمو ته د اسلام مبارک دین څرک خپورشو ، نوروآریایی قبایلو سره ،د نورستانیانو له څلورو قبیلو څخه ددریو قبیلو خلکو دغه دین ومانه ،خو دیوی قبیلی خلکو ونه مانه . دا ددی سبب شو چی ددوي اونورو آریایی قبایلو ترمنځ چی اسلام یی منلی وو، مذهبی کرکیچ راپیدا او دجنگ جگرو سبب شي.
دغه قبیله چی اسلام یی نه وو منلی، دوامداره جنگونو سره مخ شو ،چی له زرو کلو یی ډیر دوام وموند .نوموړي خلک ورو ورو د جنگونو له امله د هندوکش جنوبی لمنو ته په شا شول ترڅوچی اوسنی سیمی ته ورسیدل.
کله چی دوی اوسنی سیمی ته ورسیدل کوم خلک چی له دوی څخه پخوا دلته اوسېدل ،هغوی یی قهرا له منځه یوړل او دوی پکی مېشته شول. پخوانی نورستانیانو دلته چی دپوخ دفاعی سنگر حیثیت یی درلود ،دمسلمانانو دیرغل په مقابله کی ښه ډېرکلونه مقاومت وکړ ،ترڅوچی امیرعبدالرحمن خان په ۱۸۹۶م کال کی پردوی یرغل وکړ،سیمه یی له نیولو وروسته دنورستان په نامه ونوماوه اوخلک یی د اسلام مبارک دین ته راوبلل .
ماحذونه:
۱- سمیع الله تازه ،ریشه های تاریخی وفرهنگی نورستان ،مخ ۴۲
۲- هماغه کتاب ،مخ۴۳
۳- دا باید ووایم چی دگندهارا نوم په اسلامي اثارو کی دقندهار په نامه ثبت شوی ده. تازه
۴- تواریخ خورشید جهان،شیرمحمد گنداپور،پیښور۱۳۱۱ه ، مخ۲۱۷ - اوحیات افغاني،دفرهاد ظریفی او یاد طالبی ژباړه ،مخ ۴۸۴
۵- افغانان ،د اصف فکرت ژباړه ،کال ۱۳۷۳، مخ۵۶۰
۶- حیات افغانی،مخ ۴۸۶
۷- وی قبیله د نورستانی قوم یوه لویه پښه ده.
۸- The Waigali Language ,p151
۹- احمد علی کهزاد،تاریخ افغانستان،انتشارات میوند، کابل ۱۳۸۷ ، مخونه ۶۱ او ۷۱.


