یادونه:خدای بخښلی ډاکتر صاحب پالوال د هېواد له نامتو څېړونکو له ډلې څخه یو و؛ چې دده د تحقیقاتو ډېره برخه د نورستان د بډاي فرهنگ په اړه دي. د ډاکترصاحب پالوال دغه مضمون دده له گڼو مضمونونو څخه یو ده؛ چی دکندهار مجلې د۱۳۹۲ کال د زمري او وږې میاشتې په گڼه کې خپره شویده.په دغه مضمون کی ډېرو نويو ټکیو ته اشاره شوی ده چې د پام او څېړنې وړ دي.
دنورستان په اړه دپالوال صاحب ،ډېر مضمونونه په بېلابېلوخپرونو کي په انگرېزی او د هېواد په ملي ژبو خپاره شوي دي. نوموړی د نورستان په اړه په انگرېزی ژبه هم آثار لري چې له بده مرغه، له هڅو باوجود، موږ تر لاسه نه کړای شول. دغه مضمون په کندهاري خوږه لهجه لیکل شوی ، چې کټ مټ یې دلته رانقلوم.(تازه)
په یوه وگړي ټولنه کښي چي لیک او لوست نه وي، هغه ټولنه به هم بې تاریخه څه چي لا به نوم ورکې هم وي. ډېر واقعات څه چي په وار وار به تاک له تاکه ، ایسته دوري بې ځایه سوې هم وي؛ خو څوک به یې آن دا چي په افسانو کښي لاهم یادونه نه کوي. د افغانستان د نورو ټولنو په څنگ کښي، یوه بله دغسي هم د نورستان ټولنه ده.
په دغي لنډي لیکني کښي به کوښښ وکړه سي چي د نورستانیانو د پخواني وطن پېژندنه او یادونه مي کړې وي. دغه به هم د اوز نومونو او ځینو تاریخي پېښو پر بنیاد وي.
کله چي په ۳۲۹ ق م کښي لوي سکندر له کاپیسا څخه و باختریا ته تر هندوکش ور واوښتئ، د کاپیسا اوسېدونکو یې لارښوونه کړې وه. بیا وروسته لوي سکندر خپل خسر، د رخښانې پلار اوخښارت Oxyartچي یو پرثوان ؤ، د کاپیسا یا د هندوکش سهېل ختیځ ساتراپ مقرر کړئ ؤ. ددوي پېژندگلوي د نورستان په روایاتو کښي نغښتې پاته ده.
یو مشهور نوم چي دافغانستان په پخواني تاریخ کښي یې خاصه یادونه کېږي هغه (پارو په میسه دهParopamisada ) دئ. دغه نورستاني نوم دئ. مهفوم یې د(مي- سه mi-sa غره په ها خوا) دئ. په نورستاني ژبه کښې و غره ته (دا da) ویل کېږي. ميmi یو راز عبادتي مراسم دي چي نوماند یې شل ورځي ، له کلي – کوره څخه وتلی، د غره په ډډهsa باندی اجرا کوي. Pa په ژبه کښې د اضافت ادات دئ، او پاروParo مانا د ميmi مراسمو د غره په ها خوا، ده.
همالیه هم همادیهHima-daya ده چي مانا يې (واورین غرونه) ده. له دغه سره په څنگ کښې بیا هندوکش د (اوبن غره) مانا لري.
فاهیان Fah- Hian چینایي زایر چي دپامیر له لاري څخه دهندوکش شمال ته تللئ ؤ، هورې د (توشیتهTushita )یادونه کوي. دی وايي چې مایتریه بودهیستوا Bodhisatua د توشیته په آسمان کښې ؤ. دغه (توشیته) به خود (دوشیده) وي چي مانا یې د(دوشي غر) ده. دوشي د هندوکش په څېرمه شمال کښي لا تر اوسه پوریيیو ښارگوټئ دئ. ددغه غره پرسهsa- ډډه باندي نمنځغاليmi-sa ول. دغه (سه- sa )په آسمان سره پېژندل سوي او ساموئل بئیلSamoel Beal هم په آسمانheaven سره ترجمه کړئ دئ.
دغه ژبني نومن څرکونه دلالت پر دي کوي چې هم د هندوکش په شمال، دوشيDushi کښې کاتي نورستانیان اوسېدل او هم د هندوکش په سهېل کاپیسا کښي دغه نورستانیان اوسېدل.
داسي ایسي چي (کاپیسا Ka-pi-sa ) دئ هم کاوKaw - يي i- سهsa ؤ، چي مانا یې د کاوکاسوس Kawkasus غر ډډه sa ده. نورستانیانو دخپلو مړو تابتونه هم د غره پر ډډه باندي ايښوول. په بامیان کښې چې د غره په ډډه کښي سمي خوني کیندل سوي دي، هم د می – سه mi- sa عبادت ځایونه یا نمنځغالي ول چي اوس د څېرمه کلو بې کوره خلگ پکښي اوسيږي. حکومت يې د ساتني په برخه کښې اسکېرلئ (عاجز) دئ.
(کاوپوره) مانا غرنی کلا وهلئ ښار ده، د کابل نوم هم له دغه (کاوپوره) څخه اخستل سوئ دئ. ددغي ادعا د ثبوت له پاره بل ژبنی دلیل دادئ چي دوه نور ځایونه ، یو بگرامBagram او بل د کابل په ختیځ کښي بگراميBagrami هم د نورستان دکاتي ژبي نومونه دي. په دغه ژبه کښي(به ba او په pa ) د اضافت مفهوم افاده کوي.
د پخواني نورستاني دین او ور پسې بودايي دین نمونځغالي چي په بامیان کښي تراوسه پوري هم سته او خورا ستر تاریخي اهمیت لري؛ هم د اشوکا په پادشاهي(۲۷۲ – ۲۳۱ ق م ) کښي او هم د کنیشکا په پادشاهي (۷۸ – ۱۰۱ ع) کښي او لا هم د ټولو کوشانیانو او هندو شاهیانو په دوران کښي با میان د جهان ستر دیني نمنځغالئ ؤ؛ خو له بده مرغه د افغانستان د حکومت او په سري سره د اطلاعات او فرهنگ وزارت د بې غورۍ له اسیته څخه اوس په دغو نمونځغالو کښي د بامیان کورنۍ اوسېږي. د وگړتوب او نیمگړتوب له اسیته څخه افغانانو خپل تاریخي آبدات نه پاللي او هم ساتلي دي.هم دغه یې د وگړتوب ا و نیمگړتوب ثبوت دئ. د بامیان جوړه بتان( پلار او زوي بودا) د دوو جهاني ادیانو هودایان ول چي زموږ د ناپوهیو او تنگ نظریو قرباني و گرځېدل. دغو بتانو د نورو تر پېژندني اوز گرایه ډېر نړیوال اهمیت لاره.
کله چي د ۷۰ – ۲۶۵ م کلونو تر منځ دهندوکش په شمال او سهېل کښي دکوشانیانو بادشاهي جوړه سوې وه ، دوي چي غزنی نیولئ او هم یې دهند ترشمال تر بارهوت او ساڼچي په ها خوا، ختیځي برخي پوري نیولي وې، دغه پخواني نورستانیان، کاتیان، ورسره ول او هم په بارزه توگه سره چې څرک او آثار یې په وضاحت سره پېژندل کېدای سي چي ځیني یې ما د Zimmerman په کتاب کښي، چي پر بودایت باندي کښل سوئ دئ، پېژندلي ول، چي له بده مرغه اوس را څخه وړل سوي دي.
دا چي ژبني شواهد داسي ښکارندوینه کوي چي په کاپیسا او د کابل په بگرامي کښې د ۳۰۰ ق م په شاو او خوا کښې کاتي یا کته نورستانیان اوسېدل، بیا نو څه پېښه سوې ده چي دوی نور په دغو ځایونو کښي نسته.؟
دکاپیسا په پچغان Pachaghan دره کښې درې توکومه خلک اوسېږي. د دری په دننه، سرنۍ برخه کښي پراچیان اوسېږي چي اوه کلي لري. دغه مهال یفتالیان یا اپتالیان د هندوکش له شمال څخه بر کاپیسا باندي ور اووښتي او په کاپیسا کښي یې د کوشانیانو بادشاهي ور ړنگه کړي وه. یا ښايي دغه کار به ساسانیانو کړی ؤ، چي پراچیان يې ملگري ول. دوي د کاپیسا ځايي اوسېدونکي یې له کاپیسا څخه و الیشنگ درې ته پسي اخستي ول. د اجتماعي ستراټیگرافۍ له مخي څخه ویلای سو چي دغه کار به پراچیانو کړئ ؤ. دوی به یا په خپله هفتالیان ول یا به د هفتالیانو متحدین ول. پراچیان اوس هم په خپله آریاني ژبه ږغېږي. ژبه یې مغولي یا هندي الاصله نه ده.
په هندوشاهي کښي پشیانPashayan پرکاپیسا او بامیان باندی مسلط سوي ول.دوي پراچیان د پچغان او غوچولان په تنگو درو ننه ایستلي ول چي پاتندویان یې لا تر اوسه پوري هم په دغو دوو درو کښي اوسېږي. پشیان د پچغان درې په منځ کښي یو کلئ لري او نور يې په اله سای او د لغمان په الینگار دره کښي او هم په کونړ دره کښي یو ځای او بل ځای اوسېږي. دوی د هندوشاهۍ پاتندویه دي.
هغه پښتانه چي سپاري یعقوب لیث له خراسان څخه ور وستلي او د غزني د هندوشاهیانو یا کابل شاهیانو سره په مخامختیا کښي یې په مرکور(مقر)کښي ځایان کړي ول، عمرولیث د دوی په چوټ سره کابل او کاپیسا نیولي ول، اوهم یي دوی په دغو اویجو کښې ځایان کړي ول، څو بیا د مخالفانو په لاس ورغلي نه وي.
کله چي الپتگین په شمال کښي له سامانیانو څخه مرور سوئ ؤ ، دی له خپله لښکره سره تر هندوکش و سهېل ته واوښت او په غزني کښي یې و ځان ته شاهي جوړه کړه. ده غوښتل چي د خوست او کورمی له لاري څخه يې پرهندوستان باندي بریدونه کړي وي. ولي چي د کابل- خیبر لار د هغو نورستاني کاتیانو له خوا څخه نا آرامه او غیر مصئونه وه چي دوی له کاپیسا او کابل څخه و الیشنگ او لغمان ته شړل سوي ول. هغو هم پر دغي لاري باندي د کاروانونو په چورولو سره ولجې کولې او هم یې د کاروانیانو او نورو لارویانو په وژنو سره په خپله ټولنه کښي رتبې او امتیازات اخیستل یا لا گټل.
دغسي هم نورو پر دغي لاري باندي کاروانونه لوټول او وژني ژوبلوني یې کولې، ځکه نو سبکتگین د مرکور(مقر) ، پښین او زابل څخه گڼ شمېر خلک چي دوی په خپله سپاه کښي شامل کړي ول د لغمان، کونړ او ملکنډ درو په خولو کښې ځایان کړل څو د کابل – پیښور لار یې محفوظه کړې وي. دغه سپاهیان اوس نن ورځ ځانونه صافیان بولي او یوه نوې قبیله ځني جوړ سوې ده.
وروسته محمود غزنوي له کندهار، پښین، او ودیرستان( اوسني وزیرستان) څخه سپاهیان په کونړ کښي د پیچ درې د واما تر نژدو پوري ځایان کړل څو له دغو کلو او لارو څخه یې لا بیا هم دکابل – پېښور لار مصئونه کړې وي.دغسي يې هم په باجوړ او دیر کښي د چیترال تر لواړي کوتله پوري سپاهیان ځایان کړي ول. مخکښه سرني سپاهیان(صافیان) لا تر اوسه پوري کندارو نومېږي.
څنگه چي لا بیا هم په سیمه کښي وژني او ژوبلوني کېدلې، نو د ظهیرالدین محمد بابر نمسي د همایون زوی، محمد حکیم چي د کابل واکوال او د جلال الدین اکبر ورور ؤ، خپل یو سپاه سالار غازي درویش محمد خان یې له یوه توکومیز گډوډ لښکره سره د الیشنگ د کاتیانو و جنگ ته ور واستاوه. ده له دغو کاتیانو نورستانیانو سره اوږد جنگونه وکړل څو دوي یې له الیشنگ درې څخه وایستل. ددغه جنگ بیان قاضي محمد سالم په (صفتنامه درویش محمد خان غازي) کتاب کښي لیکلئ دئ.
دغه کاتیان و کته گل درې ته ولاړل چي د دوی په نامه سره نومول سوې ده، خو مخالفانو بشگل بللې ده. په خپله ځايي کاتیان اوسېدونکي د بشگلBashgal له نامه څخه بد وړي. ځکه چي دغه نوم( په یوښ گل Pa-yush- gal ) دئ چي مفهوم یې(دبلاوو دره Demon Valley ) کېږي.
په دغه دره کښي دوی اوز کلي لري چي دوه لوی کلي یې کامدېش او بگرامټال (بگـڙم اټال) نومېږي. ددغي در ې ترمخني اوسېدونکي، کلاشه (کلښه)،يې څينې د چیترال و خوا ته ځیني اووښتي ول، او نورو وایگل Waigal دری ته ځني لېږدېدلي ول، چي دوی يې کلاشوم(کلښؤم) بولي. د کامدېش Kamdesh وروستړونی- دېش هم د بلې ژبې دئ.
هغه سپاهیان چی د نورستاني درو په خولو او دننه کښي د نورستانیانو د وژنو او ژوبلولو د مخنیوي له پاره ځایان کړي سوي ول، په خپله یې دوي د غلو(پټو) بریدونو ښکار وگرځېدل.
د باجوړ عمراخان اوز لښکر کښۍ پرنورستان باندي وکړلې، خو د هغو مرگونو بریدونو مخنیوي یې ونه کړای سوای. دا ځکه چي نورستاني ځوانو جنگیالیو د خپلو دښمنانو په وژني سره د اتلوالي رتبې، نوم او نښان گټلای سوای.دی به پخپله ټولنه کښي د قدر او درناوي خاوند ؤ. ځکه نو یو نورستاني جنگیالی په یوازی سر سره د دښمن و اویجي او کلي ته د شپې له خوا څخه ورننوتئ او هوری به يې غلې حمله کوله. دده وسله یوازي یو خنجر ؤ. ده به د تور وزگړي پوست اغوستئ و او چېري به د کلي په نژدو کښي خزه ؤ یا آن چي د شپې له خوا به د دښمن و کلي ته ور ننوتلئ ؤ. هورې چي به پرهر چا باندی یوازي پېښ سو؛ هغه به يې دوو- درو شېبو کښي په خورا چټکتیا سره په چړي چراخ کړ او سر به یې څني غوڅ کړ او له ځانه سره به یې و خپل کلي ته د نخښي او ثبوت له پاره ویوړ. دخپل کلي په نژدو کښي به یې د جنگ د هودای(خدای) په نامه خپله بریا سندره په لوړ ږغ سره وویله چي دغه به يې خپلو کلیوالو باندي دخپلي سوبې زیرئ ؤ . ده به دخپلي بریا نخښي او نښانې دکلي او درې و اداري مرکو ته ورښکاره کړې، او هم به يې ژمنه وکړه چي په نژدو کښي به دخپل بریا په ویاړ و کلي او ټولني ته دقربانیو مېلمستیا ورکوي. ده په داسي کړنو سره و ځان ته د ویاړ رتبه لقب او اړونده نښان گټلای سوای چي دغه به یو پسول یا خاص ډول کالي اغوستنه وه؛چي دده د ټولنیز مقام او رتبې دغسي ښکارندوینه او پېژندنه یې کوله. دغه محرک ؤ چي ددوي جنگ یې له گاونډیانو سره داېمي جاري ساتلئ ؤ.
څنگه چي غله(غنم،جوار) او مېوه په ښځو پوري اړه لري نو د نارینه په هره ټولنیزه مېلمستیا کښي د ښځي ونډه هم وه؛ ورسره انډیواله ښځه هم د رتبې خاونده کېدله.
و دغو ناخوالو ته په عکس العمل کښي امیر عبدالرحمن په ۱۲۷۴ هـ ش (۱۸۹۵ ع) کښي پر نورستان باندي لښکر کښي و کړه. و نورستان ته یې توپونه پرکچرو باندي ور خېژولي ول چي ددوي کلي یې په رمگل کښي په وویشتل.هغو رمگلیانو چي و کولم Kulam درې ته پناه وړې وه او توپونه یې لیدلي ول چي څنگه ايسيږي او څنگه ویشتل په کېږي .
نورستان چي گڼ ځنگلونه لري نو دوي هم یوه غورسه ونه پرې کړه. د وني د تنې منځ یې وکیښ. په دغه سوړه کښي یې باروت ،گودړان او ډبري تخته کړې. بیا نو له ال بگرامal-Bagram (لوی لوړ کلي) څخه په رمگل کښي د امیر لښکر په نوښان وړکړ. کله چي یې و دغه لرگین توپ ته اور ورته کړ او هغه هم درز وهل؛ نورستاني جنگیان چي یې شا او خوا ته په نژدو کښې د سیل له پاره ولاړ ول، څوک یې ووژل او څوک يې ژوبل کړل. دکونده يي توپ طراحانو و نورو ته وویل: چي دلته یې په دغه شمېر وژلي او وژبل کړي دي ؛ نو هورې به یې په دښمنانو کښي لا په څه شمېر سره وژلي او ژوبل کړي وي.
د امیر عبدالرحمن خان لښکریانو د رمگل ښځې ا ونارینه ، لویان او کوچنیان بندیان بوتلل او په پغمان کښي یې ځایان کړل. د دوي دره پنجشېریانو له خوا څخه اشغال سوې وه. کله چي شاه امان الله د افغانستان د تخت او تاج خاوند سو، ده د رمگل دره له پنجشېریانو څخه ور خالي کړه او رمگلیانو کاتیر Katir يې بېرته و خپلي درې او کلو ته ورستانه کړل.


