نورستان یوازې له اتنیکي، طبیعي، جغرافیایی ،تاریخي، توریستي او فولکلوري پلوه د افغانستان یوه زړه وړونکې او مهمه برخه نه ده، بلکې دغه سیمه له فرهنګي پلوه د نړۍ په کچ یوه ستره اساطیری حوزه هم ده.
په اکسفورد پوهنتون کې څېړونکی نیک جی، الن لیکي: د نامتو میتولوژیست (اسطوره پېژندونکي)جورج دومزېل پر تیوري برسېره چې د اندواروپایی اسطورو دری څانګې را پېژني،زه فکر کوم، چې دلته څلورمه څانګه هم شته او هغه د افغانستان په شمال ختیځ کې د نورستان اساطیري حوزه ده، چې تر اسلامي کېدو مخکې یې خپل مزدکونه درلودل. (۴ . ۱۴۲)
د نړۍ یو شمېر اساطیر څېړونکیو،مورخانو او بشر پېژندونکیو پر نورستاني اساطیرو له لېرې کار کړی دی. په افغانستان کې په دې برخه کې د ښاغلي سمیع الله تازه کار یوازیني تخصصي کار ګڼلای شو. ترښاغلي تازه ور هاخوا څو نورو لیکوالو هم د مقالو لیکلو تر بريده زیار ایستی دی.
یو شمېر سیمه ایزو څېړونکیو د هندوکش په بله څنډه کی د نورستانیانو له تربرونو کلاشیانو(دچترال کلښه) سره په حوزوي مطالعی کې نورستاني اساطیرو هم لږ او ډېر څېړلي دي؛ خو د میتولوژۍ له نویو تیوریو سره سم په تېره بیا د شفاهي او لیکنو را پاتې ادبی متونو په رڼا کې، چې دسیمې تاریخي، مذهبي،مادي او فولکلوریکو میراثونو ته هم په کې پام ساتل شوی وی، دنورستاني اسطورو مطالعه نه ده بشپړه شوې.
زه د خپلې دې لیکنې په پیل کې غواړم چې په لومړي سر کې خو باید نورستانی اسطورو ته یوازی د لرغونپوهنې او تاریخ له کړکۍ و نه کتل شي، بلکې تر دې ورهاخوا تاریخي او فرهنګي بشرپېژندنې له اصولو سره سم، ددغو اسطورو ټولنیز، ارواپوهنیز، ادبي او هنري مطالعات بشپړ شي. تر انتقادي کتنې وروسته یې پرتلیزې او تطبیقي څېړنې هم وشي.ګوندې په پایله کې یې موږ د نړۍ په کچ د یوې بلې میتولوژیکي حوزی په پېژندلو بریالي شو. دا په دې مانا ده چې موږ باید اسطورو یې له نورستان سره کشف کړو.
راځئ ترهر څه وړاندې د اسطورو له ګڼو تعریفونو څخه یو راواخلو:
ډاکتر سیروس شمیسا هم باور لري، چې اسطوره له هستوري سر همریښه ده. دی لیکي : (اسطوره Mythهغه زاړه داستانونه دي چې یو مهال لرغونو قومونو ریښتیا ګڼل ؛ خو اوس افسانوي شوي دي او څوک یې نه مني . څکه مانا يې د اسطوره له لغت څخه څرګندېږي چې له هستوريHistory اوStor سره یوه ده. اسطوره یو مهال هیستوري وه چې اوس یې داستاني (ستوري) ځانګؤنه خپله کړې ده.) (۳ .۲۶۹)
اسطوره په ادبیاتو کې ځانګړی ځای لري؛زموږ مطالعه له ادبیاتو سره د اسطورو د اړیکو له او ګډون څخه پیلېږي. دلرغونو باورونو ارباب الانواعو او پېښو د خوندي ساتلو لپاره چې هنری ژبه، تخیل او نور هنري ارزښتونه استخدام شي، نو اساطیر د هنر او ادبیاتو د قلمرو برخه ګرځي.
په دې لیکنه کې موږ د یوې ځانګړې سیمې د اسطورو او اساطیری ادبیاتو د پرتلیزې څېړنې پراړتیا خبرې کوو. دا سیمه نورستان او د هغه توابع دي. خو ددی ترڅنګ به مو ټینګار دا هم وي چی له زړو اندواروپايي، اریايي او ساکي اسطورو سره د ګڼو مشترکاتو سره سره، نورستاني میتولوژیکه حوزه د یوی خپلواکې او څانګړې حوزې په توګه هم وپېژندل شي.
د نورستان د اسطورو هغه ځانګړنې چې د نړۍ تر نورو اساطیري حوزو ممتازې ګڼل کېږي دا دي:
۱- دغه اسطورې تر نورو هغو اوږد عمر لری، مانا د نولسمې پېړۍ دپاي ترکلونو پوری لا له هر ډول لاسوهنې څخه خوندي وې او د تاریخي، فرهنګي ارزښت تر څنګ یې لا خپل اعتقادي ارزښت هم ساتلې و. له همدې پلوه د دوي په اړه روایتونه ترټولو دقیق او کړه ګڼلای شو.
۲- د معاصر مدنیت بدلوونکي عوامل ل اهم په بشپړه توګه نه دي ورننوتلي او د سختو لارو جغرافیایي موقعیت له برکته به یې مادي شواهد لاهم پر خپل ځای پاتی وي.
۳- نورستاني ژبه لاهم د یوې غرنیزې ځانساتې ژبې په توګه د نورستان د اساطیري ادبیاتو ګڼ روایات په شفاهي متونو کې خوندي لري . سرودونه، نکلونه،دعا ګانې او نومونې يې لاهم بشپړې خوندي دي.
۴- نورستاني اسطورې یوازې انفرادي هویت نه لري ، بلکې لاهم (هندي او یوناني، رومي اسطورو په څېر) د کورنیو په څېر پیژندل کېږي. ددوي کورنی هویت کړای شي دتخصصي اسطوره پېژندنې له څېړونکو سره مرسته وکړي؛چې پرتلیزه توګه یې له نورو حوزو سره وڅېړي او تړښتونه او بېلښتونه یې و پېژندلای شي.
د زړو مدنیتونو،افکارو،ټولنیزو تکاملي پړاوونو او فرهنګي بډاینې د پېژندلو له پاره اساطیری مجموعې ترټولو مهمې سرچینې دي. له تاریخی پلوه دطبیعت او کاېناتو په اړه د انسانانو پېژاند او معرفت په پیل کې اسطوره یي و. انسان کله چې د تفکر او تعقل پړاو ته ننوت دا پيژاند فلسفي شو او د فلسفی پېژاند په پایله کې انسان علمی یا ساینسی معرفت ته ور لوړ شو. اساطیری معرفت هم نا څاپي نه دی را منڅته شوی؛ بلکې د ټولنیزو قراردادونو یو اوږد پړاو یې بشپړ کړی دی.
له بشپړ بدوي حالت څخه د (خیر) او (شر) په اړه د ځانګړیو سېمبولونو ټولنیز کېدل هماغو ؛ګډو قراردادونو ته د رسېدلو بهیر دی،چې دیوې ټولنې خلک په ګډه او سره ورته بڼه باور من وي. له طبیعت څخه له ویرې، دمرګ په وړاندې دمطلق جبر، د چاپېریال د پېژندنې، دلومړنیو فلسفي پوښتنو (څوک یو؟ له کومه راغلي یو. چېرته ځو؟) د حل پلټنه پر اسطوره یي باورونه ټولنیز قراردادونه را منځته کړل.دغه پړاونه دبشری ټولنې د شعوری ودې پراوونه ګڼل کېږي.
د تاریخ په اوږدو کې هغه ولسونه چې د لښکر کشیو، اقتصادي اوسیاسي بدلونونو، د مدنیتونو د ټکرونو او یو پربل د ایډیولوژیو د منلو پر لار پراته وو،خپل بومي او زاړه ارزښتونه یې لږ خوندي ساتلي دي؛مګر هغه ټولنې چې له جغرافیايي پلوه لېري پرتې وې تر ډېره بریده یې لا خپل لومړني او خورا لرغونی باورونه هم ساتلي دي چې تر معاصرو زمانو پورې بیا هماغو ټولنیزو قراردادونو خپل طبیعي او اصلي تکامل بشپړ کړی دی. نورستان په سیمه او افغانستان کې همدغسې یوه ټولنه ده.
په پیل کې مو د نیک الن نظر یاد کړ چې نورستان ته د نړۍ د څلورمې میتولوژیکې حوزې په سترګه ګوري. نوموړی د دومزېل د نظریې پر ادامه خپله طرحه په لاندې بڼه ترسیموي. (۴. ۱۴۹)
شکل
نوموړې ددغه شیما د شرحې په برخه کې لیکي:
دمهابهارت اساطیري حوزه په بېلګه يي بڼه داسې سره ویشل کېږي : په لویدیځ کې (وارونا) په شمال کې (ایندرا) او ختیځ کې(کوبیرا). دوي ټولو مستقل حاکمیتونه درلودلي او یو له بل سره یې تړاو کله په جګړه او کله هم یو بل ته په درناوي او د ثروت په ویش کې دوام مونده. په دې توګه ددوي موقعیتونه نظر ددوي له ماموریتونو یا اختیار له حوزو سره توپير لري.
د دومزېل په تیوري کې د جنوب له پاره کوم رب النوع نه دی ټاکل شوی. که جنوب د (یما) برخه وي ، چې د بل ژوند او بلې نړۍ رب النوع ګڼل کېږي، نوښکاره ده چې دا حوزه په هماغه (یمرا) یا (ییما) پوری اړوند ده ،چې دڅلورم ماموریت استازیتوب کوي.
یمرا په پخوانی نورستان کې ترټولو مهم رب النوع و. دی داسې دې لکه په یوناني اسطورو کی چې (زیوس) په رومي هغو کې (ژوپتیتر) او په هندي اسطورو کې(براهما) ګڼل کېږي.
د یمرا په اړه ښاغلی تازه لیکي: یمرا په نورستاني دیانت کې ترټولو لوی رب النوع دی چې د نورو ارباب الانواعو په سر کې دی. دی د پیدایښت او مرګ څښتن دی. یمرا انسانان او نور ارباب الانواع هستوي. د پخواني نورستانیانو په باور یمرا و چې لمر او سپوږمۍ یې په اسمان کې ځای پرځای کړل او خوځښت یې ورته تنظیم کړ. (۱. ۲۰۰)
ایندر یا ایندرا هم په نورستان کې هومره پېژندل شوی او مشهور دی، لکه په هندوستان کې. په نورستان کې دی د شرابو یا(سوما- هوما) رب النوع دی. ایندر په نورستان کې دج ګړی رب النوع ګېښ ورور ګڼل کېږي؛ خو ددوي ترمنځ د ځمکو په سر دجګړو او سیالیو ذکر هم شته. ایندر د رغونی عجب ذوق او تنده درلوده. دده په نامه یو لوي بڼ دایندرکؤڼ په نامه مشهور دی. ده په خپل باغ کې انګور او نوری مېوی روزلې چې له انګور څخه به یې شراب جوړول.
دده په اړه یو روایت داسی هم شته: ګیښ،ماندي او ایندر سره وروڼه وو.ګېښ مشر،ماندي منځوی او ایندر په ټولو کې کشر،خو هوښیار او زیرک و.کله چې دوي دخپلو زمکو د ویش پرېکړه وکړه، نو ایندر ولاړ او درې څانګې یې راوړې؛ یوه یې دزردالو داسې څانګه چې ګلان یې درلودل، بله دشفتالو یا (مڼې) ګلداره څانګه او درېمه هم د انګورو تاک یو ه شنه څانګه.
ګېښ او ماندي دڅانګو په ظاهر ښکلا تېروتل او دوه لومړنۍ څانګې یې واخیستې. ایندر د انګورو په څانګه قناعت وکړه او په دې توګه ګېښ کانتیوا، ماندي پارون او ایندر ته واما سیمې ورسېدې؛ چې په دې توګه تر ټولو ښکلې او سمسوره ځمکه ایندر ته پاتې شوه؛ او ایندر په کې د ایندر کؤڼ یا د ایندر باغ جوړ کړ.
ایندر د پلونو، لارو او نورو بنسټي ځایونو په جوړولو کې هم مشهور دی. ویل ګېږي ده دوه زرین ښکر درلودل او غوايي په څېر لوی نس يې و؛ چې له شرابو به یې ډکاوه.
له دې ټولو څخه د نورستاني اسطورو یو عجب ورته والی له بابلي،یوناني، رومي او ترټولو زیات هندي اسطورو سره مومو. په بابلي اسطورو کې اسمانی مقدس غويي چې د شرابو له ډنډ څخه ځان مړوي،ډېر نورستاني ایندر ته ورته دی. ددرېیو شنو څانګو سیمبولیک وېش د یونانیانو د ارباب الانواعو ترمنځ د ټاکنې ګڼو سیمبولیک پېښو ته ورته والی لري. په هغو کې یو ه یې د پاریس له پاره د درېيو ښځینه واکمنو هرې یوی (هیراHera ) ، (آتنه Athena) او (افرودیتيAphrodite ) دټاکنې پېښه وه، چې ګوري پاریس کومه یوه خوښوي. پاریس دښکلا الهه افرودیتي خوښه کړه او په دې توګه یې ځان ،یونان او ټولو ارباب الانواعو ته لوی سر درد جوړ کړ.
دا ټول ښيي چې په لویه اندواروپايي سابقه کې نورستاني میتولوژیکه حوزه د یوه لرغوني پله حیثیت لري؛ چې ښايي دهندي،آریایي او آن اروپايي اساطیرو د بشپړې او پرتلیزې څېړنې پر مهال له پامه ونه غورځول شي . د نورستان اساطیري حوزه له یوه اړخه خپلواکه حوزه هم ګڼلای شو؛ ځکه دلته د تخلیق له زمانی څخه د اسطورو د وجود او تکامل بهیر ر اپيلېږي.
نورستانی اساطیر څرګندوي جې یمرا دکرنې او تزویج ربةالنوع دیزانی،دیساني Dizaneله خپلې ښې پوښتۍ څخه راوزېږوله (۲ . ۲۸۴)همدا راز ګورو چې یو مهال یې د یوناني ارباب الانواعو په څېر زمکې ته د راتلو اوله انسانانو سره دمينې شوق هم کړی دی؛ او کله چې د شنو ، سرو او زرغونو ورېځو منځ کې راکوز شوی ، پر یوې ښکلې نورستاني پېغلې(سوګا) مین شوی او له هغې څخه یې د (هیمندو) په نامه زوي هم زېږولې دی. (۲ .۲۸۶)
موږ ګورو چې د اسطوره پېژندنې له معیارونو سره سم، نورستاني حوزه له هره اړخه یوه بډایه اساطیری زمکه ده ؛چې ښایي له بشپړې څېړنې وروسته نړۍ ته د لرغونو زمانو د تفکر او باورونو په برخه کې نوي شته ورکړلای شي.
ددې له پاره په لاندنیو سپارښتونو سره خپله لیکنه پای ته رسوو:
-د نورستاني مدنیت،ادبیاتو،ژبې، اسطورو ا و تاریخ له پاره باید په ملي کچه یوه ځانګړې اکاډمي یا تحقیقي موسسه جوړه شي؛چې نړیوال حیثیت ولري.
- ترهرڅه وړاندی باید د نورستان شفاهي ادبیات په خورا تخصصي او دقیقه طریقه را ټول شي؛ چې د اسطورو د پرتلیزې څېړنې له پاره د کار اساسي مواد را منځته شي.
- تربشپړ ثبات او قانوني واکمنۍ پوری باید هڅه وشي چی دنورستان لرغونې اساطیري مدنیت ټول مادي شته خوندي پاته شي.
- یونسکو دې وهڅول شي چې نورستاني مدنیت په نړۍ کې دیوه ستر فرهنګي ارزښت په توګه وپېژني او په نړیول کچ یې د خوندي ساتلو هڅې پیل کړي.
- زموږ په څېړنیز او ښوونیز نصاب کې دې دنورستان پېژندنې مضمون ددی له پاره ځای کړای شي چې یو مهال د امنیت او امکاناتو را منځته کېدو په صورت کې پر نورستاني اسطورو هر اړخیزې پرتلیزې او تطبیقي څېړنې وشي.
- په نورستان کې ټول اساطیری میراثونه چې اوس عقیدوي ماهیت نه لري، باید له لاسوهنی څخه خوندي شي.
- په کې ددغې سیمې په اړه پخوانۍ څېړنې ښايي فهرست شي؛ځکه نورستان پېژندنه لا له پخوا په نړۍ کې خپل مينه وال لري. په پرتلیزه څېړنه کې هغه مواد ځانګړی اهمیت درلودلای شي.
سرچینې:
۱- تازه، سمیع الله،روایات اساطیری آریايی در اساطیر نورستاني، نهاد فرهنګي میرزا تازه ګل خان، کابل ۱۳۸۹
۲- تازه، سمیع الله، ادبیات شفاهی نورستان، انتشارات بیهقی، کابل ۱۳۹۱
۳- شمیسا، داکتر سیروس، نقد ادبی ، درېيم چاپ، نشر میترا، تهران ۱۳۸۸
4-Nick J. Allen, SOME GODS OF PRE ISAMIC NURISTAN , University of Oxford, Revue de l’ Histoire des Religions , ccvm- 2/1991, p.141 a 168


